( هان سين ) د نورو د توهين له امله د دوو پښو له منځه تيريده  
中国国际广播电台

د ميلاد نه مخکښی په ٢ مه پيړۍ کښی د ( چين ) سلطنت د چين په تاريخ کښی لومړنی واحد فيوډالی سلطنت بلل کيده ٠ او د چين لوی ديوال د همدی امپراطوری سلسلی په زمانه کښی خپل بنسټ ايز چوکاټ موندلی ؤ ٠ خو څرنګه چه  پلار او زوی دواړه ټول مستبد امپراطوران ؤ او پر خلکو باندی به يی بی رحمه ظلمونه کول ، نو امپراطوری  سلسلی يی يوازی د ١٥ کالو دپاره دوام درلود ٠ د ( چين ) په وروستنی موده کښی د بزګرانو پاڅونونه  وار په واره رامنځ ته کيدل او زيات شمير قهرمانان راپيدا کيدل ٠ او ( هان سين ) له دغو نامتو  قهرمانانو څخه  ؤ  ٠

( هان سيند) د چين په لرغونی زمانه کښی  يو نامتو نظامی پوه ؤ ٠ هغه په يوه غريبه کورنی کښی وزيږيده او د کوچنتوب په وخت کښی يی پلار او مور دواړو له دنيا څخه سترګی پټی کړی  ٠  د نظامی کارنامی د قايمولو نه مخکښی به ( هان سين ) هم په تجارت نه پوهيده او هم به يی بزګری  نه کوله ٠ سره له دی دده  په کور کښی هيڅ جايداد نه ؤ ٠ نو د نورو په سپکو سپورو به يی بی وزلی او بی چاری غريب ژوند تيراوه او هميشه د قحطی په حال کښی ؤ ٠ په هغه وخت کښی هغه له يوه  ټيټ رتبه مامور سره  دوستی قايمه کړه ٠ او تل به يی د دوست  په کور کښی ډوډۍ خوړله ٠ خو د وخت په تيريدو سره  د مامور ماندينی  ور څخه نارضامندی راپورته کړه ٠ نو په قصدی  توګه يی د ډوډۍ د خوړلو وخت  بدل کړ ٠ او کله چه ( هان سين ) دده کورته ورسيد  د ډوډۍ وخت تير شوی ؤ  ٠ نو ( هان سين ) په قهر سره له دغه مامور سره دوستی قطع کړه ٠

د ژوند د پرمختګ دپاره به ( هان سين ) مجبوراٌ د ( هوای ) له سيند څخه کبان نيول ٠ يوه بوډۍ چه هره ورځ  يی د سيند په غاړه کالی مينځل ، ويی ليدل چه ( هان سين ) حتی  يوه مړی هم نه لری ،  نو ډوډۍ يی ( هان سين ) ته ورکړه ٠ په شل ګونو ورځی تيری شوی چه سپين سری هره ورځ  ( هان سين ) ته ډوډۍ ورکوله  ٠ ( هان سين ) د سپين سری دخيرهواهۍ له امله  ډير خوښ شو او ورڅخه يی زياته مننه وکړه او ويی ويل چه په راتلونکی کښی به زه حتماُ ستاسو دغه ښه ادا کړم ٠ سپين سری چه د ( هان سين ) دغه خبری واوريدی ، په قهر سره يی ور ته وويل چه ته  يو سړی يی ، خو خپل ژوند نه شی تامينولی  ٠ ما دهمدردی او خواخوږی له امله ډوډۍ درکړی ده ٠ زه نه غواړم  چه ته زما دغه  ښه ادا کړی  ٠  ( هان سين ) د دغو خبرو په اوريدو سره ډير شرميده ٠

د ( هان سين ) په اجدادی کور يعنی  د ( هوای اين ) په ښار کښی ځينو زلميانو ( هان سين ) ته په سپکه سترګه کتل ٠  يوه ورځ  يوه زلمی وليدل چه که څه هم ( هان سين ) غټ  بدن  لری خو تيزه  توره يی هميشه له ملا تړلی ده ٠  نو ګمان يی کاوه چه ( هان سين ) کم جراُت لری ٠ نو د ښار په مرکزی سيمه کښی يی د(  هان سين ) مخه ونيوله او ور ته يی وويل چه که ته جراُت ولری ، نو په توره ما ووژنه ٠ او که  ته يو کم جراته سړی يی ، نو زما د دوو پښو له منځ نه تير شی ٠ خلک پوهيدل چه دغه زلمی په قصدی توګه ( هان سين ) توهينوی  ٠ خو پته  لا څرګنده  نه وه   چه ( هان سين ) به څه وکړی ٠ ( هان سين ) يو څه فکر وکړ ، بيا په چوپ خوله   د زلمی د دوو پښو له منځ نه تير شو ٠ ټول  خلک په لوړ غږ  وخندل او دا نظر يی څرګند کړ چه ( هان سين ) توريالی او زورور  سړی  نه  دی  او له مرګ څخه ډير ويريږی  ٠ دا  د نور د دوو پښو له منځ نه د تيريدلو په باب  کيسه  وه چه  له هغه وخت نه تر اوسه پوری د خلکو په منځ کښی زيات ويل کيږی  ٠

په حقيقت کښی ( هان سين ) يوه پوه او هوښيار سړی  ؤ ٠ هغه وليدل چه  امپراطوری ټولنه د بدليدوپه حال کښی ده ، نو په يوه زړه  يی له  نظامی هنر څخه دقيقه  مطالعه وکړه  او له دی امله يی  نظامی مهارت  ورځ په ورځ اوچت شو  ٠ هغه باور درلود چه روښانه راتلونکی به حتماُ دده په برخه شی  او د نورو په وړاندی به په هسکه غاړه ولاړ وی ٠ د ميلاد نه مخکښی په ٢٠٩ م کال کښی د هيواد په بيلا بيلو ځايونو کښی د ( چين ) د امپراطوری حکومت سره د مخالفت په هکله  بزګری قيامونه وار په واره راپورته کيدل ٠  ( هان سين ) په يوه نسبت قوی  بزګری پوځ کښی ګډون وکړ ٠ ددی پوځ  مشر ( ليو بانګ ) نوميده چه وروسته هغه د ( هان ) د سلسلی لومړی امپراطور شو ٠ په ابتدايی وخت کښی ( هان سين ) يوازی د غلودانو د وړلو يو مسؤل ؤ ٠ وروسته هغه د ( ليو بانګ ) له مشاور ( سياو هه ) سره اشنايي وکړه ٠ دوی  دواړو تل د اوضاعو او نظامی تاکتيکونو په باب زياتی مشوری  وکړی ٠  ( سياو هه ) په دی نظر ؤ چه ( هان سين ) به په يوه تکړه قوماندان وګرځی ٠  نو په کوشش سره يی  ( ليو بانګ ) ته د ( هان سين ) په باب معلومات ورکړل ٠  خو ( ليو بانګ ) پر( هان سين ) باندی کوم اعتماد نه درلود ٠ نو  ( هان سين ) ته يی مهمه دنده ورنه کړه ٠

يوه ورځ ( هان سين ) په  نا اميده  زړه په پټ ډول د ( ليو بانګ ) له پوځ نه  نورو قيام کوونکو ځواکونو ته ولاړ  ٠ کله چه ( سياو هه ) چه د ( هان سين ) د ورتګ په باب خبر شو ، سمدستی د ( هان سين ) په  تعقيب يی منډی کړی  ٠ ( ليو بانګ ) چه په دی خبر شو  ، ګمان يی کاوه چه دوی دواړه وتښتيدل ٠ خو  دوی ورځی نه وروسته ( سياو هه ) او ( هان سين ) بيرته د ( ليو بانګ ) پوځ  ته ستانه شول ٠ ( ليو بانګ ) ډير خوشحاله شو٠ ( سياو هه ) ور ته وويل چه ما ستا دپاره ( هان سين ) بيرته راوړلی دی٠ په حقيقت کښی  ( هان سين ) يو داسی تکړه سړی دی چه تاسو هغه  پخوا  و نه پيژانده ٠ که تاسی وغواړی چه  ټول هيواد ترلاسه کړی ، نو پرته له ( هان سين ) نه به تاسی نورکوم سړی  پيدا نه کړی چه ستاسو ارزو به دده په مرسته ترسره شی  ٠ ( ليو بانګ ) د( سياو هه ) د خبرو د اوريدونه وروسته  ( هان سين ) د مارشال په توګه مقرر کړ ٠ وروسته به ( هان سين ) د پوه او غښتلی قوماندان په حيث په هره  جګړه کښی پوره  بری ترلاسه کاوه  او د ( هان ) د سلسلی د قايمولو دپاره يی زياتی غټی کارنامی  قايمی کړی  ٠