中国国际广播电台
په يوه اصطلاح کښی ويل شوی دی
چه سره زر طبعاُ ځليږی ٠ او په
چين کښی يوه اصطلاح ده چه وايی ،
( ماو شوی ) مشر ته خپل ځان معرفی
کوی ٠
کيسه يی داسی ده : د چين په
لرغونی جنګی دوره کښی د ( جاو ) د
ملک پايتخت ( خان دان ) د غښلی (
چين ) د ملک د پوځيانو له خوا سخت
کلابند شوی ؤ ٠ او حالات يی ډير
خطرناک ؤ ٠ له دغو خطرناکو حالاتو
څخه د ( خان دان ) د ژغورلو دپاره
د ( جاو ) پاچا دا نيت درلود چه د
( چو ) له لوی ملک سره اتحاد جوړ
کړی ترڅو په ګډه سره د ( چين ) د
ملک سره مقابله وکړی ٠ نو هغه
شهزاده ( پينګ يوان جوين ) د خپل
استازی په توګه د ( چو ) ملک ته
واستاوه ٠
شهزاده ( پينګ يوان جوين ) وغوښتل
چه د خپل کور له څو زروتنو دايمی
ميلمنو څخه د شلو تنو زړه ورو او
هوښيارو مشاورينو په ملګرتيا يو
ځای د ( چو ) ملک ته لاړشی ٠ خو
هغه يوازی د ١٩ تنو څخه رضا مندی
کړی وه ٠ په دی وخت کښی يو
ميلمه چه ( ماو شوی ) نوميده ، د
( پينګ يوان جوين ) مخ ته ورغی
او هيله يی ور ته څرګنده کړه چه
ور سره يو ځای د ( چو ) ملک ته
لاړشی ٠
شهزاده ( پينګ يوان جوين ) د (
ماو شوی ) پر لياقت او عقل باندی
پوره عقيده نه درلوده ٠ خو ( ماو
شوی ) په باوری توګه ور ته وويل
چه که تاسی لاپخوا ما ته توجه کړی
وای ، نو زما خاص استعداد او
هوښياری به لا پخوا تاسو ته
څرګنده وای ٠
د خبرو په بهير کښی شهزاده ( پينګ
يوان جوين ) پوه شو چه ( ماو شوی
) يو تکړه سړی دی او پوخ لياقت
او د خپل وطن سره ډيره مينه لری
، نو دده غوښتنه يی ومنله ٠
په دی توګه ( پينګ يوان جوين ) د
خپلو ٢٠ تنو مشاورينو په ملګرتيا
سره د( چو ) ملک ته ورسيد ٠ (
پينګ يوان جوين ) د ( چو ) د ملک
له پاچا سره په خبرو اترو کښی د
دواړو ملکونو تر منځ د يوه اتحاد
د جوړولو په هکله ضرورت او ارزښت
بيان کړ او د ( چو ) د پاچا څخه
يی غوښتنه وکړه چه ژر ژر دی د
عسکرو په ليږلوسره د ( جاو ) د
ملک مرکز ( خان دان ) ته نجات
ورکړی ٠ خو د ( چو ) پاچا هيڅ
ځواب ورنه کړ ٠ ددوی تر منځ خبرو
اترو له سهار نه تر غرمی پوری
دوام درلود ، خو کومه نتيجه
ترلاسه نه شوه ٠ د ( پينګ يوان
جوين ) ٢٠ تنو ملګرو په بهر ميدان
کښی نور صبر و نه شو زغملی او
زړونه يی ډير تنګ شول او هاخوا دی
خوا ګرځيدل٠ څرنګه چه ( ماو شوی )
پخپله د راتګ غوښتنه کړی وه ، نو
نورو ١٩ تنو ملګرو ور ته په سپکه
سترګه کتل ٠ دوی وليدل چه ( ماو
شوی ) هم ددوی په منځ کښی ولاړ دی
، نو هغه ته يی بلنه ورکړه چه
تاسی کوټی ته لاړشی او و به ګوری
د خبرو اترو نتيجه څرنګه ده ٠ نو
( ماو شوی ) خپله توره په ملا
کلکه وتړله او د ( چو ) پاچا مخ
ته لاړ ٠ او پاچا ته يی وويل چه د
( چو ) او( جاو ) تر منځ د اتحاد
د جوړولو په باب ضرورت او ارزښت
څرګند دی او هر څوک ور باندی ښه
پوهيږی ٠ خو له سهار نه تر اوسه
پوری تاسی په دی باب کومه نتيجه
ترلاسه نه ده کړی ، علت يی څه دی
؟
د ( چو ) پاچا وليدل چه ( ماو شوی
) بی له اجازی نه پخپله ماڼی ته
داخل شوی دی ، نو ډير په قهر
شو او ور ته يی وويل چه اوس زه
ستا له خاوند سره خبری کوم ٠ ستا
يی څه ! ولی زمونږ په خبرو کښی
لاس وهی ٠ ( ماو شوی ) د ( چو ) د
پاچا له تکبر څخه په غصی شو ٠
هغه له خپلی ملا څخه تيزه توره
راپورته کړه ، د پاچا مخی ته يی
ځان نژدی کړ او په لوړ اواز يی
ورته وويل چه عزتمن پاچا ! تاسی
ځکه په غرور سره ما بې عزته کوی
، علت يی دا دی چه د( چو ) ملک
يو غښتلی ملک دی او اوس ستاسو په
ماڼۍ کښی زيات درباری عسکر ولاړ
دی ٠ خو زه تاسو ته وايم چه اوس
د ١٠ قدمونو په ساحه کښی ستاسو
عسکر برابر شوی نه دی ، نو ستاسی
ژوند او مرګ زما له خوا فيصله
کيږی ٠ که څه هم ستاسی هيواد لوی
دی ٠
د ( چو) پاچا د وارخطايی له امله
خولی يی له مخی تويئدی او غلی
ناست ؤ ٠ ( ماو شوی ) بيا وويل چه
د ( چو ) ملک يو لوی ملک دی ٠ نو
بايد لوی مرام ولری چه پر ټولو
باندی باداری مقام ټينګ کړی ٠ خو
اوس زه پوه شوم چه تاسی د ( چين
) له ملک څخه ډير ويريږی ٠ د (
چين ) ملک څو واره د( چو ) پر ملک
باندی تيری کړی او د ( چو) زياتی
خاوری يی اشغالی کړی دی ٠ دا
ستاسو دپاره دومره لوی شرم دی !
او مونږ هم تاسو شرموو ٠ اوس
مونږ ستاسو سره د اتحاد د جوړلو
دپاره راغلی يو ٠ په ظاهره کښی دا
د ( خان دان ) د ژغورلو دپاره دی
٠ خو په عين وخت کښی هم د ( چين
) د ملک څخه د ( چو ) د ملک د
انتقام اخستلو سره ګټور دی ٠ دا
زما له اټکل نه بهر دی چه تاسی د
( چين ) له ملک څخه دومره زيات
ويريږی ٠ ته يو څرنګه پاچا يی ؟
د ( ماو شوی ) د خبرو د اوريدو نه
وروسته د( چو ) پاچا هيڅ خبری و
نه کړی ٠ نو د دواړو ملکونو تر
منځ داتحاد د جوړولو په باب د (
جاو ) د ملک پيشنهاد يی ومانه ٠
د ( چو ) او ( جاو ) د ملکونو تر
منځ د اتحاد د جوړولو په هکله د
مواقفه نامی د لاسليک نه وروسته
شهزاده ( پينګ يوان جيون ) بيرته
( خان دان ) ته ستون شو او د( جاو
) د ملک پاچا ته يی وويل چه په دی
سفر کسی ښاغلی ( ماو شوی ) زيات
ښه خدمتونه کړی دی او دده خوله د
مليونونو تنو عسکرو څخه هم غښتلی
ده ٠
٣ ورځو نه وروسته د ( ماو شوی )
نوم د ( خان دان ) په ښار کښی د
ټولو زړو وړو له خوا وپيژندل شو ٠
او له دی کيسی څخه يوه اصطلاح هم
جوړه شوی ده او ور څخه د هغه سړی
ستاينه کيږی چه لکه ( ماوشوی ) په
جراُت سره نورو ته د ځان په
سپارلوسره درنه وظيفه په غاړه
اخلی
|