د٧قدمونو په وهلو سره شعر جوړ شو
中国国际广播电台


         

د چين په تاريخ کښی يوه نامتو کورنی وه چه پلار يی ( چاو چاو ) نه يوازی يو نظامی پوه او ممتاز قوماندان او شاعر ؤ بلکه دده ٢زامنو ( چاو پۍ ) او ( چاو جه ) په ادبی ساحه  کښی  هم ډير شهرت موندلی ؤ ٠ او دوی ٣ واړه په تاريخ کښی ٣ ( چاو ) بلل کيدل ٠ خصوصاُ ( چاو جه )  په ادبی ساحه کښی زيات برياليتوبونه  ترلاسه کړی ؤ ٠

( چاو چاو ) د ميلاد په ٢ مه پيړۍ کښی د ٣ ملکونو په دوره کښی د ( وی )  ملک موسس  ؤ ٠ هغه ټول عمر په جګړو کښی تيراوه او په عين وخت کښی يی يو شمير ښکلی شعرونه ليکلی ؤ ٠ د ده د مړينی نه وروسته  زوی يی ( چاو پۍ ) دده  ځای ناست شو ٠ ( چاو پۍ ) يو ادبی انتقاد کوونکی ؤ ٠ دده په لاس ليکل شوی مقالی او اثارو د چين د ادبی انتقاد په تاريخ کښی  لوی ارزښت درلود ٠  د ( چاو چاو ) دوهم زوی ( چاو جه ) په ادبياتو کښی غوره  استعداد درلود ٠  ويل کيږی چه  هغه  په ادبی ساحه کښی د همغی زمانی د شاعرانو ښه نماينده ګی کوله ٠

که څه هم مشر ورور ( چاو پۍ ) د پلار ( چاو چاو) ځای ونيوه ٠ خو هغه د خپل کشر ورور ( چاو جه ) د پوهی او  استعداد څخه سخت حسادت وکړ ٠ يوه ورځ  ( چاو پۍ ) د خپل کشر ورور د يوی وړوکی سهوی په بهانه ( چاو جه ) ته سزا ورکړه او ويی ويل چه  بايد د ٧ قدمونو په وهلو سره د ادبی قاعدو سره سم يو ښه شعر جوړ کړی ٠ کشر ورور پوهيده چه  مشر ورور يی په قصدی توګه ورباندی ظلم کوی ٠ خو څرنګه چه ( چاو پۍ ) د امپراطور په تخت باندی کښيناست ، نو هغه بايد دده پر خبرو قناعت وکړی ٠ هغه فکر وکړ چه  مشر ورور پر خپل کشر ورور باندی  ستم کوی  ، نو زړه يی خورا ډير سوزيد  ٠ نو هغه په ټاکلی وخت کښی داسی شعر جوړ کړ چه د لوبيا د پخولو دپاره د لوبيا بوټی  سوځی ، لوبيا  په ديک کښی ژاړی ، اصلاُ ريښه يی يوه ده ، ولی په تلوار سره يو بل وژنی ٠امپراطور ( چاو پۍ ) د کشر ورور د شعر په اوريدو سره ډير د شرم احساس وکړ ٠  نو هغه نيت يی پريښود چه کشر ورور ووژنی ٠  

د ( چاو جه ) تر ټولو نه لوی موفقيت د شعرونو په برخه کښی ؤ ٠ د ٣ ملکونو په دی تاريخی موده کښی جګړی  په پر له پسی توګه راپيښيدی ٠ او له دی امله ټولنه  مړاوی وه او خلکو غريب او بی وزلی ژوند تيراوه ٠  ( چاو جه ) چه د اشرافو په يوه لويه او واکداره کورنی کښی شتمن ژوند تيراوه ، د شعرونو او سندرو له لاری  بی کوره خلکو ته ژوره پاملرنه او توجه څرګنده کړه او په دی ګډوډو او المناکو جنګی حالاتو کښی د خپل وطن سره دده بی حده مينه او تاوده احساسات اوچت شول ٠ هغه په يوه شعر کښی  چه وروسته يی د خلکو په منځ کښی رواج  وموند او نسل په نسل ښه ساتل شوی دی ، داسی وليکل چه د ملی مصيبتونو او کړاونو څخه د وطن د ژغورلو دپاره به ځان قربان کړی او ددی مرام د ترسره کولو دپاره به مرګ ته په پټه سترګه وګوری ٠

  که څه هم ( چاو جه ) په ادبی ساحه کښی ستر برياليتوبونه ترلاسه کړی ؤ ٠ خو هغه  وغوښتل چه په سياسی صحنه کښی کارنامی قايمی کړی ٠ او له دی امله   امپراطور ( چاوپۍ ) د ده پر وفاداری باندی قوی  شک رامنځ ته کړ ٠ نو وار په واره يی پر ( چاو جه ) باندی ظلم او ستم کاوه ٠  ځکه د ( چاو جه ) ژوند ډير کږليچ  ؤ ٠ او امکان نه و چه خپله سياسی ارزو ترسره کړی٠ هغه  وغوښتل چه په خپلو اثارو کښی دغه لوی غمونه څرګند کړی  ٠ خو څرنګه چه امپراطوری واک يی دخپل مشر ورور په لاس کښی ؤ ،  نو يو داسی دلچسپ حالت رامنځ ته شو چه ( چاو جه ) په خپلو شعرونو کښی  زياتی  ښکلی  نجونی وليکلی ٠ مثلاُ د ښکلو پيغلو مجموعه ، په جنوب کښی ښکلی پيغلی  اوداسی نور شعرونه ٠ په دغو شعرونو او مقالو کښی نجونی او ښځی نه پوازی ښکلی وی بلکی يی زياتی پوهی درلودی او د لوړ همت خاوندی وی ٠  ليکوال د ښکلو پيغلو د ستاينی په هکله اثاروکښی خپلی مفکوری او احساسات ښودلی ؤ    مثلاُ  د ( لو شنګ ) د ښاپيری په نامه شعر تر ټولو نه غوره او په زړه پوری ؤ ٠ د ( لو شوی ) سيند د(  وي ) د ملک پايتخت ته نژدی واقع ؤ او ( چاو جه ) د سيند د ښاپيری په مضمون د يوی ښکلی  پيغلی  زياته ستانيه وکړه او  له دی لاری يی ور سره خپله قوی  مينه او لوی غم څرګند کړی ؤ  ٠ که څه هم دغه ښکلی پيغله په حقيقت  کښی نه وه ، خودغه مقاله د زر کالو راهيسی تل د خلکو له خوا وستايله  شوه ٠

باعقله او نابغه شاعر ( چاو جه ) يوازی ٤١ کاله عمر درلود ، خو دده شعرونو پر اخلافو چينايانو باندی زياته اغيزه اچولی ده ٠ او اوس د ٧  قدمونو په وهلو سره د شعر د جوړيدو په باب اصطلاح د همدی کيسی په بنسټ  رامنځ ته شوی دی  او د خلکو له خوا  زيات استعماليږی او سړی  ته وايی  چه د ادبياتو خاوند دی  او په ډير لند وخت کښی ښه شعر جوړوی  ٠