دری تنه ببر جوړوی
中国国际广播电台

 

 که درواغ  او انګازه د نورو له خوا وار په واره خپره شی ، نو معمولی خلک به  دغه انګازه  په حقيقت ومنی ٠ په چينايی ادب کښی يوه کيسه  چه وايی ٣ تنه  ببر جوړوی  په همدی وجه رامنځ ته شوی ده ٠ 

د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښی د چين تاريخ  د جګړو دوری ته داخل شو ٠  په هغه زمانه کښی زيات وړوکی ملکونه موجود ؤ او ددوی تر منځ د خاورو د نيولو په هکله بی شميره جګړی راپيښيدی ٠  له دی امله  ټولنی متزلزلی او ګډوډی وی ٠ په دی وجه  تاريخ پوهان  نوموړی  تاريخی دوره  د ملکونو تر منځ د جګړو دوره بولی ٠

( وي ) او ( جاو ) دوه  ګاونډي ملکونه  ؤ ٠ ددوی تر منځ   يو دوستانه تړون لاسليک شو ٠ د تړون  د ضمانت دپاره دوو ملکونو تصميم ونيوه چه يو بل ته يرغمل وروليږی  ٠ نو ځکه د( وی ) د ملک پاچا خپل زوی د يرغمل په توګه د ( جاو ) ملک مرکز ( خان دان ) ته وسپاره ٠ د شهزاده د امنيت دپاره د ( وی ) پاچا وزير ( پانګ چونګ ) هم وروليږه ، ترڅو هغه يی له زوی سره ملګرتيا وکړی ٠

( پانګ چونګ ) يو باعقله او تکړه وزير ؤ ٠ خو په حکومت کښی ځينی مامورينو ورسره مخالفت کاوه ٠ نو هغه دا انديښنه درلوده چه دده د وتلو نه وروسته به مخالفين ور باندی تهمت وکړی ٠ نو هغه د تګ نه مخکښی پاچا ته وويل چه که يو سړی ووايی چه يو ببر سړک ته راغلی دی ، تاسی پر دغو خبرو باندی باور کوی که نه ؟

پاچا وويل چه زه هيڅ  باور نه کوم ٠ ببر څنګه سړک ته تللی شی ؟

( پانګ چونګ ) بيا له  پاچا نه پوښتنه وکړه چه که ٢ سړی داسی خبری وکړی ، نو تاسی به ور باندی عقيده ولری که نه ؟

پاچا ځواب ورکړ چه که دوه سړی داسی ووايی  زه به نيمه عقيده وکړم ٠

( پانګ چونګ ) بيا پوښتنه وکړه چه که ٣ نفره  داسی ووايی ، ايا تاسی به ور باندی باور وکړی او که نه ؟

پاچا يو څه ځنډ وکړ او بيا يی ځواب ورکړ : که ټول داسی ووايی زه به ور باندی عقيده وکړم ٠

( پانګ چونګ ) د پاچا د ځواب په اوريدو سره لا زياته اندپښنه وکړه او ويی ويل چه تاسی لږ څه فکر وکړۍ ، ببر په هيڅوجه سرک ته نه شی تللی ٠ دا د ټولو له خوا د پوهيدو وړ دی ٠ خو څرنګه چه ٣ نفره ټول داسی وايی چه ببر سړک ته راغلی دی ، نو دغه جعل کاری  به په واقعيت  بدل شوه  ٠ اوس د ( جاو ) د ملک د مرکز( خان دان ) او  د ( وي ) د ملک د مرکز ( دا ليانګ ) تر منځ   فاصله ستاسو د شاهی د ماڼی او سړک تر منځ د فاصلی څخه زياته لری ده ٠ او  زماپه باب د تبصره کولو  کسان  به د ٣ نفرو څخه زيات وی ٠

پاچا د ( پانګ چونګ ) پر خبرو باندی  ښه پوه شو ، نو ور ته يی وويل چه  زه پوه شوم ٠ ته بايد دغه انديښنه پريږدی او په ارام زړه  ( خان دان ) ته لاړ شی ٠

نو وزير ( پانګ چونګ ) د شهزاده  په ملګرتيا د ( جاو ) د ملک مرکز ( خان دان ) ته ورسيدل ٠

د ( پانګ چونګ ) د ورتګ نه وروسته زياتو مامورينود پاچا په مخ  کښی پر نوموړی وزير باندی توراو تهمت وکړ ٠ په پيل کښی پاچا هميشه د ( پانګو چونګ ) څخه دفاع وکړه او ويی ويل چه ( پانګ چونګ ) يو پاک زړه او وفادار وزير دی ٠  خو له بدمرغه د ( پانګ چونګ ) مخالفينو وار په واره د پاچا په مخ کښی د ( پانګ چونګ ) څخه شکايت کاوه او په پای کښی پاچا ددوی خبری ومنلی ٠ وروسته چه ( پانګ چونګ ) د ( جاو ) د ملک څخه بيرته د ( وی ) ملک ته راستون شو ، پاچا  وزير ( پانګ چونګ ) په خپل حضور کښی ونه مانه او ور سره يی کتنه هم ونه کړه ٠

يوه بله کيسه هم داسی ده ٠ په هغه زمانه کښی د ( ځنګ څان ) په نامه يو  پوه سړی ؤ چه د اخلاقو په برخه کښی يی هيڅ نمګړتيا نه درلوده ٠ يوه ورځ ( ځنګ څان ) د يوه کار دپاره بهر ته لاړ ٠ خو په دی وخت کښی يو سړی چه هم( ځنګ څان ) نوميده  د نور د وژنی په جرم ونيول شو ٠  ګاونډی يی د ( ځنګ څان ) مور ته وويل چه ستا زوی د نور د وژنی په جرم ونيول شو ٠ د ( ځنګ څان ) مور پر زوی باندی ټينګ باور درلود او پر دغو خبرو باندی يی هيڅ  باور ونه کړ  چه زوی  يی کوم سړی  وژلی دی ٠  لږه شيبه وروسته يو بل سړی هغی ته بيا وويل چه ستا زوی يو څوک  وژلی دی ٠ دده مور يو څه ځنډ وکړ ،  خو بيا يی هم ور باندی عقيده نه درلوده ٠ خو ٣م سړی بيا ورغی او ور ته يی وويل چه ستا زوی يو پلانکی سړی وژلی دی ٠ نو د مور عقيده پوره له منځه لاړه ٠ او په تلوارسره وتښتيده ٠

اوس دغه اصطلاح چه ٣  نفره  ببر جوړوی ، دا معنی لری  چه انګازه د ويريدو وړ ده او عامه افکار قوی  قوت لری  ٠