中国国际广播电台
د چين په لرغونی ادبی تاريخ کښی يو لوی ليکوال چه ( سونګ يوو )
نوميده يو ډير ښکلی زلمی ؤ ٠ (
سونګ يوو ) د چين په لرغونی زمانه
کښی د مشهور لوی شاعر ( چيو يوان
) سره په يوه زمانه کښی ژوند کاوه
٠ لوی شاعر ( چيو يوان ) يو
ښکلی ادبی شکل يعنی د ( چيو ) په
نامه شعری شکل جوړکړ ٠ دغه ادبی
صورت ښکلو کليمو او جملو ته
زياته توجه ورکړه او د زياتو
مثالونو او علامو څخه په استفادی
سره يی رنګارنګی خاطری جوړی کړی
٠ دده د مړينی نه وروسته ( سونګ
يوو ) په دی شعری شکل کښی د ( چيو
يوان ) يو مهم وارث ؤ ٠ او دده
په نامه د ( دن توځه ) د
شهوت په باب يو شعر کښی يوه
دلچسپه کيسه وويله شوه ٠ ددی کيسی
نوم ؤ : د ( سونک يوو ) ګاونډی
پيغله په پټه توګه له ديوال څخه
هغه ګوری ٠
کيسه يی دا وه : ( سونګ يوو ) او ( دن تو ځه ) دواړه د( چو ) د
ملک وزيران ؤ او د ( چو ) له پاچا
سره يی نژدی اړيکی درلودی ٠ ( دن
تو ځه ) د ( سونګ يوو ) د پوهی او
استعداد څخه سخت حسادت وکړ او
هميشه يی د پاچا په وړاندی د (
سونګ يوو ) څخه شکايت وکړ ٠ يو
وار ( دن توځه ) پاچا ته وويل چه
( سونګ يوو ) په ريښتيا سره يو
ډير ښکلی او پوه ځوان دی ، خو
هغه هم دشهوت خاوند دی ٠ تاسی
بايد هغه پرينږدی چه ستاسو شاهی
ماڼۍ ته لاړشی ٠ ځکه چه ستاسو په
شاهی ماڼۍ کښی زياتی ښکلی ملکی او
پيغلی شته ٠ که دوی ورسره وګوری
، ممکنه به وی چه يو څه ستونزی به
راپيدا شی ٠
د ( چو ) پاچا ( سونګ يوو ) خپل حضور ته راوغوښته او د ( دن تو
ځه ) خبری يی هم ور ته وويلی ٠ (
سونګ يوو ) وويل چه زما ښکلی
څيره د پلار او مور په وجه
طبيعی ده ٠ او د کوشش او زيار له
امله ما زياتی پوهی او علوم
ترلاسه کړی دی ٠ خو زه هيڅ شهوت
نه کوم ٠ پاچا ورڅخه په دی باب
تصديق واخست ٠( سونګ يوو) وويل چه
په دنيا کښی زياتی ښکلی پيغلی
شته او د ( چو) په ملک کښی ښکلی
پيغلی ترنورو ملکونو نه زياتی دی
٠ او زما په اجدادی کلی کښی ښکلی
پيغلی د ( چو ) د ملک تر نورو
سيمو کښی زياتی ليدل کيږی ٠ او
زما ګاونډی نجلۍ دکلی تر نورو
پيغلو نه زياته ښکلی ده ٠ ور ته
په ځير کتل هيڅ کومه نيمګړتيا
نه پيدا نه کوی او ددی خندا د
زياتو ځوانو بډايانو د مستۍ سبب
کيږی ٠ خو دغه ښکلی پيغله د درو
کالو دپاره د ديوال څخه په پټه
توګه ما ګوری ٠ خو دغه عمل يی
زما زړه ته هيڅ ټکان نه دی
رسولی ٠ نو زه هيڅ ډول مينه او
عاشقی نه کوم ٠ او ( دن تو ځه )
په اصل کښی د شهوت خاوند دی ٠
د ( چو ) پاچا بيا ور څخه تصديق واخيست ٠ ( سونګ يوو ) وويل چه
د ( دن تو ځه ) ښځه يو بدرنګه
ښځه ده ، خو هغه ورسره مينه پيدا
کړه او اوس دوی دواړه ٥ ماشومان
لری ٠
په تاريخ کښی د ( سونګ يوو) په
باب يادداشت ډير کم دی ٠ خو د (
چيو يوان ) د مستقيم وارث په توګه
يی د چين پر ادبياتو باندی زياته
اغيزه اچولی ده ٠ د( سونګ يوو )
څه دپاسه لس اثار پاتی شوی دی او
په دی جمله کښی د ( ګاو تانګ ) په
باب شعر ، د ښکلی ښاپيری په باب
شعر او داسی نور يی ډير مشهور دی
٠ په دغو اثارو کښی ليکوال په غنی
خاطرو او ښايسته کليمو د پيغلو
روحی او بدنی څيری تصوير کړی او
دغه اثار د چين په وروستيو ادبی
ساحه کښی ښه سرمشق ګرځيدلی دی ٠
مثلاُ د ( لو شنګ ) د ښاپيری په
نامه شعر چه د نامتو شاعر ( چاوځه
) له خوا جوړ شوی ، د ( جيانګ فۍ
) د ملکی په نامه شعر چه د ( شيې
لينګ يونګ ) له خوا ليکل شوی او د
ښکلی پيغلی په نامه شعر چه د ( سه
ما شيانګ ژو ) له خوا ليکل شوی د
سپيڅليتوب او لوړ همت د خاوندی په
توګه د يوی يوی پيغلی او ښځی شعری
مجسمی جوړی کړی دی ٠ او په حقيقت
کښی په داسی اثارو کښی د
ليکوالانو سياسی مفکوره او د
ژوندانه مرام هم شامل شوی دی ٠
|