中国国际广播电台
( سی من باو ) د ميلاد نه دمخه په
٥ مه پيړۍ کښی يو باعقله سړی ؤ ٠
پاچا هغه د ولسوال په حيث د ( ايې
) سيمی ته وروليږه ٠ کله چه هغه د
( ايې ) سيمی ته ورسيد سمدستی يی
د محلی سيمی نامتو لويان راغونډ
کړل او له دوی څخه يی پوښتنه وکړه
چه ستاسو په نظر د محلی سيمی
لويه ستونزه کومه ده ؟ لويانو ور
ته وويل چه تر ټولو نه د خلکو لوی
غم د سيند د رب النوع واده کول
دی ٠ ځکه چه دغه کار د محلی
سيمی خلکو ته لا زيات او سخت
مشکلات او غربت رسولی دی ٠
اصلاُ د ( ايې ) سيمه د ژيړ سيند په غاړه واقع وه ٠ په دی ځای
کښی يو روايت و چه د ژيړ په سيند
کښی يو رب النوع اوسيده ٠ او که
انسانان د سيند رب النوع ته نجلی
ور نه کړی ٠ هغه به په قهر سره
سيلاب جوړ کړی او د ښار ټول خلک
به په سيلاب کښی ووژنی ٠ او د
اوږدی مودی نه راهيسی به محلی
حکومت اوجادوګرانو په چل او دوکی
سره د رب النوع د واده کولو
دپاره هلی ځلی کولی او په دی
بهانه به له خلکو څخه اضافی
ماليات اخستل ترڅو يی په ځپل منځ
کښی په پټ ډول وويشی ٠
سپين ږيرو لويانو ( سی من باو ) ته وويل چه هرکال په يوه
ټاکلی وخت کښی به يوه سپين سری
جادوګره هر ځای ته تلله او د رب
النوع دپاره به يی يوه ښکلی
نجلۍ انتخابوله ٠ منتخبی ښکلی
نجلۍ ته به يې نوی او ښکلی کالی
جوړ کړی او ښه خوراکونه به يی
ورکول ٠ کله چه به د څه دپاسه لس
ورځو نه وروسته د رب النوع د
واده کولو ورځ راورسيده ٠
اوسيدونکو خلکو به دغه نجلۍ ښه
سينګاروله ، بوريايی کټ به يی
ور ته جوړاوه او نجلۍ به يی پر
بوريايی کټ باندی کيښنوله ٠
بيا به يی بوريا د سيند په اوبو
کښی خوشی کوله ٠ بوريا به د
اوبو د څپو سره سرم حرکت کاوه او
ورو ورو به نجلۍ د بوريا سره يو
ځای د اوبو په تل کښی ډوبيدله
٠وروسته به جادوګرو درانده مراسم
جوړول او دا معنی به يی ورکوله چه
دغه نجلۍ د سيند د رب النوع له
خوا خوښه شوه او ور سره يی واده
وکړ ٠ ( سی من باو ) د دی کيسی د
اوريدونه وروسته هيڅ و نه ويل او
سپين ږيرو هم د نوی ولسوال څخه
کومه هيله نه درلوده ٠
د رب النوع د واده کولو ورځ راغله ٠ په دی ورځ کښی ( سی من
باو ) له وختی نه د عسکروسره يو
ځای د سيند په غاړه ولاړ ؤ ٠ لږ
وخت وروسته واکمن مامورين او
بډايان او ور سره نوکران ټول
راغلل او دغه ښکلی نجلۍ هم د ٧٠
کالو په عمر له سپين سری جادوګری
سره راغله ٠ ( سی من باو ) وويل
چه د رب النوع ښځه دلته راوړه او
زه به يی وګورم چه هغه ښکلی ده او
که نه ٠ نو نجلۍ يی د ولسوال مخ
ته راوړه ٠ ( سی من باو ) ور ته
يو څه وکتل او بيا يی وويل چه زما
په نظر دغه نجلۍ ښکلی نه ده ،
هغه د رب النوع ښځه نه شی کيدای
٠ بايد بله نجلی وټاکله شی ٠ خو
نن ورځ د رب النوع د واده ورځ ده
٠ نو لازمه ده چه سپين سری
جادوګره سيند ته لاړه شی او زما
دغه خبری رب النوع ته ووايی او
بيا په بله ورځ بيرته راشی ٠ د
خبرو نه وروسته عسکرو دغه سپين
سری جادوګره سيند ته وغورځوله ٠
يوه شيبه تيره شوه ، خو له سيند
څخه کوم عکسالعمل راپورته نه شو
٠ نو ( سن من باو ) بيا وويل چه
ولی سپين سری تر اوسه بيرته رانه
غله ؟ بايد ددی شاګرد سيند ته
واستوی٠ نو دده په امر د جادو ګری
شاګرد سيند ته وغورځول شو ٠ او په
دی توګه هغه په وار سره د جادو
ګری ٣ شاګران سيند ته وغورځول ٠
بډايان او واکمن ماموران او د
شاو خوا خلک ددی حالت په ليدو سره
ډير حيران شول ٠ دوی وليدل چه (
سی من باو ) په جدی توګه دسيند په
غاړه د رب النوع ځواب ته په
انتظار کښی ولاړ دی ٠ بيا يوه
شيبه وروسته ( سی من باو ) وويل
چه اوس زه پوه شوم چه رب النوع
ډيرښه ميلمه پالونکی دی او ټول
دغه استازی يی له ځان سره ساتلی
دی ٠ نو بايد يو بل څوک وروليږم
٠ نو هغو کسانو ته يی وکتل چه
دوی د رب النوع د واده کولو په
کار کښی ډيره زياته علاقه ښودله
٠ دغه کسان په سخته ويره کښی
ولويئدل ٠ نو وار په واره يی له
( سی من باو ) نه د خپلی ګناه
بخښنه وغوښتله ٠ ( سی من باو ) په
لوړ اواز ټولو خلکو ته وويل چه دا
يوه دوکه ده ٠ که وروسته څوک بيا
دغه دوکه وکړی ، نو هغه به په
سيند کښی واچول شی ٠ وروسته د (
ايې ) په سيمه کښی د رب النوع د
ښځه کولو په باب دوکه بيا رامنځ
ته نه شوه او ( سی من باو ) د
خپل عقل او هوښيارۍ سره سم په دی
سيمه کښی کارونه ښه ترسره کړل ٠
|