د ( تيان جی ) د اس د ځغاستی سيالی
中国国际广播电台


        

د ميلاد نه دمخه په ٤ مه پيړۍ کښی چين د ملکونو تر منځ د جګړو دوری ته داخل شو ٠ په دی دوره کښی يو سړی چه ( شوين بين ) نوميده ،  اصلاُ د ( وی ) په ملک کښی يو مامور ؤ ٠ خو هغه د همکار ( پانګ جوين ) د ځورولو له امله د ( چی ) د استازی له خوا  وژغورل شو او په پټ ډول  د ( چی ) ملک مرکز ته لاړ ٠

د ( چی ) استازی   لوی جنرال ( تيان جی ) ته ( شوين بين ) معرفی کړ ٠ ( تيان جی ) د ( شوين بين ) سره کتنه وکړه او ورڅخه يی د نظامی هنر په باب زياتی پوښتنی وکړی  ٠( شوين بين ) د ٣ شپو ورځو دپاره ( تيان جی ) ته د نظامی هنر په باب خپل نظريات بيان کړل ٠ په دی توګه به ( تيان جی ) ( شوين بين ) ته د قدر په سترګه کتل ٠ او ( شوين بين ) به يی د خپل محترم ميلمه په حيث باله ٠ ( شوين بين ) به هم د ( تيان جی ) څخه ډيره مننه کوله او تل به يی ور ته يو څه  تاکتيکونه ويل ٠

په هغه زمانه کښی د اس د ځغاستی سيالی د ( چی ) په ملک کښی د اشرافو  زيات د هرکلی وړ لوبه بلل کيده ٠ له پاچا نه تر وزيرانو پوری به ټولو  هميشه د اس د ځغاستی له  سيالۍ څخه خوندونه اخستل  او د سيالی په قماربازی کښی  به يی زياتی پيسی اچولی  ٠ جنرال  ( تيان جی ) به  له پاچا او نورو وزيرانو سره قماربازی کولی  خو په ټولو قماربازيو کښی به يی ټولی ناکامی ترلاسه کولی ٠ يوه ورځ ( تيان جی ) په قمار بازی کښی بيا مغلوب شو ٠ نو ډير خفه  ؤ ٠( شوين بين )  دده زړه ارام کړ او ور ته يی وويل چه تاسی په بل ځل  ما د سيالی ميدان ته بوځی  ٠ ښايی چه زه به درسره مرسته وکولای شم ٠

د اس د ځغاستی په بله سيالی کښی ( شوين بين ) د ( تيان جی ) له خوا ميدان ته بوتلل شو  ٠ بيا ( شوين بين ) په دی پوه شو چه  اسونه د ځغاستی د سرعت سره سم  د ٣ درجو په ډلو ويشل کيږی او د ٣ ډلو اسونه   په جلا جلا سيالی کښی ګډون کوی  او که د چا اسونه په دريواړو سياليو کښی ٢ واره برياليتوب ترلاسه کړی ، هغه به کامياب وګڼل شی  ٠ 

 ( شوين بين ) د دقيقی څيړنی نه وروسته دا نظر ترلاسه کړ چه د ( تيان جی ) اسونه له نورو سره دومره زيات توپير نه لری او يوازی د سيالی تاکتيک يی ښه نه دی ٠ نو ( تيان جی ) ته يی وويل چه زه به ستاسو مرسته وکړم او په دی سيالی کښی به تاسی حتماُ بری ترلاسه کړی ٠ ( تيان جی ) ډير خوشحاله شو نو د زياتو سرو زرو په اچولوسره  پاچا ته بلنه ورکړه چه د سيالی په قماربازی کښی برخه واخلی  ٠ پاچا چه پخوا يی د ( تيان جی ) سره د اس د ځغاستی په سيالی کښی هيڅ  ناکامی نه وه ترلاسه کړی ، نو په خوشحالۍ سره يی د( تيان جی ) بلنه ومنله ٠

 د سيالی د پيل نه مخکښی ( تيان جی ) د ( شوين بين ) د پيشنهاد سره سم  خپل د ٣ می درجی اس د لومړی درجی د اس په توګه سينګار کړ او د پاچا د لومړی درجی له اس سره سيالی پيل کړه  ٠ البته د پاچا اس په اسانه توګه بری ترلاسه کړ ٠ په دوهمه سيالی کښی ( تيان جی ) خپل  لومړی درجه اس د پاچا د دوهمی درجی له  اس سره سيالی ته راوړ ،  په دی سيالی کښی د ( تيان جی ) اس د پاچا پر اس باندی غلبه وموندله او په دريمه سيالی کښی ( تيان جۍ ) خپل د دوهمی درجی اس د پاچا د دريمی درجی د اس سيالی ته داخل کړ  او البته د ( تيان جی ) اس د پاچا د اس مخکښی شو او بيا يی بری  ترلاسه کړ ٠  په دی توګه ( تيان جی ) د اس د ځغاستی په دی سياليو کښی د پاچا د يوی نمری  په مقابل کښی په ٢ موفقيتونو سره بری ترلاسه کړ  ٠

پاچا چه پخوا هيڅکله  مغلوب نه شو ،  ډير حيران شو ٠ هغه نه پوهيده چه ( تيان جی ) له کوم ځايه داسی ښه اسونه پيدا کړی دی  ٠ ( تيان جی ) پاچا ته وويل چه دده برياليتوب د اسونو له امله نه دی  بلکی د غوره تاکتيک نتيجه ده ٠ نو پاچا سمدستی ( شوين بين ) شاهۍ ماڼۍ ته راوغوښت ٠ ( شوين بين ) د ( چی ) پاچا ته وويل چه  دواړه خواوی به د شرايطو د برابرۍ په وخت کښی د غوره تاکتيک څخه په استفادی سره پر متقابلی خوا باندی بری وموندلی شی او  د شرايطو د زياتو توپيرونو په مقابل کښی به د ښه تاکتيک په اتکا خپل تاوان تر ممکنی اندازی پوری کم کړی شی ٠ وروسته پاچا ( شوين بين ) دخپل نظامی مشاور په توګه وټاکه  او په دی توګه ( شوين بين ) د هيواد د ټولو پوځيانو د قوماندان په حيث  د ( تيان جی ) سره مرسته وکړه او وروسته د ( چی ) پوځ د ( شوين بين ) د غوره تاکتيکونو په اتکا  له نورو سره په جګړو کښی وار په واره بری وموندل ٠