د کښتۍ په وسيله د غشی اخستنه
中国国际广播电台


        
د ميلاد نه دمخه په لومړی پيړۍ کښی چين د ( وی )،( شو ) او ( وو ) په ٣ ملکونو ويشل  شوی و  چه د( وي ) ملک د چين په شمالی خاوره کښی خپل تسلط ټينګ کړ ، د ( شو ) ملک د چين جنوب لويديځه خاروه ونيوله او د ( وو ) ملک يی په جنوبی سيمه کښی خپل حکومت جوړکړ ٠ يو وخت د ( وی ) ملک تصميم ونيوه چه د زيات شمير عسکرو په ليږلوسره د اوبو له لاری د ( وو ) پر ملک باندی حمله کړه ٠ په دی توګه  د ( وي ) پوځيانو د ( وو ) د ملک پر خوا  لښکر کشۍ وکړه  او ور څخه په نژدی ځای کښی ميشته شول ،  ترڅو  جنګی فرصت يی  پيدا کړی  ٠

د ( وو ) ملک لوی مارشال ( جو يوو ) د دښمنو  د حالاتو د تحقيقاتو نه وروسته تصميم ونيوه چه د غشی په ويشتلو د تيريکوونکو پوځيانو د حملی مخه ونيسی  ٠ خو د جګړی دپاره بايد سل زره دانی غشی برابر شی ٠ نو يوه پوښتنه دا وه چه څنګه په دومره لنډ وخت کښی د جنګی اړتياوړ سل زره دانی غشی توليد شی ؟ د غشی جوړولو د ماهرانو په قول  د دومره  زياتو غشيو د جوړولو دپاره لږ تر لږه لس ورځی په کار دی ٠ خو ښکاره ده چه دا موده په دی اضطراری وخت کښی د ( وو ) د ملک  دپاره اوږده  ده  ٠

په هغه وخت کښی د( شو ) ملک نظامی مشاور ( جو ګه ليانګ ) تصادفاُ د ( وو ) په ملک سفر کاوه ٠ ( جوګه ليانګ ) يو نظامی پوه او ډير هوښيار سړی ؤ ٠ نو ( جو يوو ) ور څخه پوښتنه وکړه چه مونږ به په څه ډول  دغه اړتيا پوره کړو  ؟ ( جو ګه ليانګ ) مارشال ( جو يوو ) ته وويل چه زما په نظر  د سل زرو دانو غشيو د توليد دپاره  ٣ ورځی کافی دی ٠ د ( وو ) ملک  ټولو مامورينو چه د ( جو ګه ليانګ ) دغه خبره يی واوريده پر دی ټينګار وکړ چه  دا  دوکه داری خبری دی ٠ نو ډير زيات يی  وخندل ٠ ( جو ګه ليانګ ) په جديت سره مارشال ( جو يوو ) ته ژمنه وکړه چه که  زه په ٣ ورځو کښی  دومره زيات غشی ترلاسه نه کړم ،  ما به ووژنی ٠ وروسته ( جو ګه ليانګ ) د( وو ) ملک وزير( لوسو ) ته چه د هغه  شخصي دوست هم دی ، وويل چه زما دپاره دی د سيند په اړخ کښی ٢٠ کښتۍ چمتو کړی او د دغو کښتيو په دوو اړخونو کښی دی د واښو جګ ديوالونه جوړ کړی او په هره کښتی کښی دی ٣٠ تنه عسکران  برابر کړی ٠

٢ ورځی تيری شوی  ٠ خو ( جو ګه ليانګ ) په دی باب هيڅ عمل و نه کړی ٠ د ٣ می ورځی په نيمه شپه ( جو ګه ليانګ ) خپل دوست (  لوسو ) ته  پټه بلنه ورکړه  چه په يوه وړوکی کښتۍ کښی ور سره يو ځای شراب وڅښی ٠ او کله چه ( لوسو ) کښتۍ ته ورسيد ، ( جو که ليانګ ) دغو ٢٠ کښتيو ته امر وکړ چه په پټ ډول د ( وي ) ملک د نظامی کمپ پر خوا  حرکت وکړی ٠

په دی شپه کښی سخته لړه  د يانګځی پر سيند باندی ولګيده چه خلکو  يو د بل سره مخامخ و نه شو ليدلی ٠کله چه دغۍ ٢٠ کښتۍ د(  وي ) ملک نظامی کمپ  ته  نژدی شوی ،  ( جو ګه ليانګ )  ټولو عسکرانو ته امر وکړ چه  په کښتيو کښی قوی ډولونه و ټکوی  او جګی ناری ووهی ٠

د ( وي ) قوماندان چه د ډولونو چيغی  او  عسکری ناری  يی واوريدی ،  ګمان يی وکړ چه د ( وو ) پوځيان راغلل او  ور باندی يی پټه حمله وکړه ٠  خو  په  سختو لړو کښی  دوی خپل دښمنان و نه شو ليدلی ٠ نو تصميم يی ونيوه چه د غشيو په ويشتلو د دښمنانو سره مقابله وکړی ٠ نو د ( وی ) لس زرو تنو عسکرو د خپل قوماندان په امر د يانګځی د سيند د جنګی اوازونو پر خوا باندی  بی شميره غشی وويشتل ٠ څو چه د دښمنانو د حملی مخه ونيسی ٠ په دی وجه  غشی  د باران په شان د کښتيو په دوو اړخونو ولګيدل  ٠ کله چه د ٢٠ کښتيو دوه اړخونه  ټول د غشيو نه  ډک شول ، ( جو ګه ليانګ ) عسکرو ته امر وکړ چه  بيرته خپل ځای ته لاړشی  ٠

 مارشال ( جو يوو ) د ٥ سوو تنو عسکرو په ليږلو سره  د دښمنو  غشی وشمارول چه د سل زرو دانو  څخه لا زيات  ؤ ٠

( جو ګه ليانګ ) په اصل کښی هم يو نجوم پوه و ٠ هغه د نجومی علم سره سم اټکل وکړ چه په همدی شپه د سيند دپاسه به سخته  لړه ولګيږی ٠ نو(  جو ګه ليان ) په خپل عقل او غوره نيرنګ د  دښمنانو له لاسونو څخه  څه دپاسه سل زره دانی غشی  واخستل ٠