د مهيسم د لوی بابا په باب کيسه
中国国际广播电台


        

د مهيسم د مکتب مؤسس بابا د ميلاد دمخه په ٥ مه پيړی کښی يو لوی شخصيت بلل کيده ٠ په هغه زمانه کښی چين د زياتو ملوک الطوائفانوله خوا په جلا جلا توګه اداره کيده او په دی جمله کښی د ( چو ) ملک يو لوی ملک و٠  او د ( سونګ ) ملک يو وړوکی ملک و ٠

په هغه زمانه کښی يو مشهور کار پوه ( ګونګ شو بان ) د ( چو ) د ملک دپاره د زينی په شکل  نوی  جنګی اله  جوړه کړه ٠ دغه وسله ډيره  لويه او جګه وه او د دښمنانود ښارونو  پر دفاعی ديوالونو باندی د حملی کولودپاره ور څخه استفاده کيده  او په هغه وخت کښی دغه وسله  يوه ستراتيجيکی وسله بلل کيده ٠ د جنګی زينی د جوړيدو نه وروسته د ( چو ) ملک نيت وکړ چه د ( سونګ ) پر ملک باندی حمله وکړی  او  وګوری چه  دغه نوی وسله يی له جنګی ازموينی څخه بريالی وتلی شی او که نه  ٠

مهيست  بابا چه دغه خبر  واوريد ، په ١٠ شپو ورځو کښی او په پښو د( چو)  ملک مرکز ته ورسيد او د کارپوه ( ګونګ شو بان ) سره يی وکتل  او  ور څخه يی  غوښتنه وکړه چه د جګړی مخه ونيسی  ٠ مهيست بابا لومړی ( ګونګ شو بان ) ته وويل چه په شمال کښی يو سړی  پر ما باندی ظلم  وکړ ٠ زه هيله لرم چه تا ته زياتی پيسی درکړم ترڅو ستا په قوت هغه ووژنم ٠ ( ګونګ شو بان ) چه دغه خبری  واوريدی ،  ډير خپه شو ٠ او ور ته يی وويل چه  زه يو باانصافه او عادل سړی يم ٠  زه نه غواړم چه د پيسو دپاره نور ووژنم ٠ بابا  ور ته وويل چه د(  چو ) ملک يو لوی ملک دی چه نفوس يی کم ، او خاوره يی لويه ده ٠ خو دغه ملک غواړی چه پر يو ضعيف او وړوکی ملک باندی حمله وکړی ٠ ښکاره ده چه دا به يو غير عادلانه جګړه  وی ٠   تاسی په خوله کښی وايی چه نور نه وژنی  خو که جګړه راپيښه شی  زيات شمير بی ګنا خلک به ستاسو په نويو وسلو  مړه شی ٠ نو ايا دا له هغه حالت سره توپير لری اوکه نه چه تاسی به  په خپل لاس نور ووژنی ؟

( ګونګ شو بان ) د لوی  بابا  پوښتنی ته  هيڅ جواب ور نه کړای شو  او چوپ پاتی شو   ٠ نو دوی دواړه  د ( چو ) د ملک د پاچا مخ ته لاړل ٠ لوی  بابا د( چو ) پاچا ته وويل چه اوس داسی سړی شته دی چه خپله ښکلی ګاډی نه اخلی  خو غواړی د ګاونډی خرابه ګاډی  په غلا ترلاسه کړی ٠ او خپلی ښايسته جامی هم نه اغوندی برعکس  د ګاونډی زاړه کالی غلا کوی ٠  دا يو څرنګه سړی دی ؟ د( چو ) پاچا بی د فکر نه سمدستی ځواب ورکړ چه دغه سړی د غلا کولو ناروغی لری  ٠ لوی  بابا ددی فرصت څخه په استفادی سره بيا وويل چه د(  چو )  ملک ارته خاوره لری او د( سونګ ) ملک يوازی يو وړوکی ملک دی ٠ لکه يو ښکلی ګاډی او د خراب ګاډی سره  مقايسه نه کيږی ٠ د( چو ) ملک غنی منابع او توليدات لری ٠ خو د ( سونګ ) ملک يو غريب ملک دی ٠  لکه څنګه چه ښايسته کالی د زړو کاليو سره مقايسه نه کيږی ٠ نو زما په نظر که د ( چو ) ملک د ( سونګ ) پر ملک پاندی حمله وکړی دا به هغه سړی ته ورته وی چه د غلا ناروغۍ لری  ٠

د ( چو ) پاچا ددغو خبرو په اوريدو سره په قهر شو او په غرورسره  يی ور ته وويل چه په حقيقت کښی ( ګونګ شو بان ) زما دپاره نوی نظامی وسله جوړه کړی ده ٠  نو زه به حتماُ د( سونګ ) پر ملک باندی حمله وکړم ٠ لوی بابا  په کرار کراری سره وويل چه  زه به د ګونګ شو بان سره يوه ساختګی جګړه وکړم  او  تاسی به وګورۍ چه دغه وسله په ريښتيا ويروونکی ده  او که نه ٠ نو د ( چو ) پاچا د موډل په شکل  ددوی دپاره د ښاری ديوالونو ، جنګی تجهيزاتو ، د ښار د دفاع کولو دپاره د لازمو وسلو او   د ښار پر دفاعی  ديوالونو باندی د حمله کولو دپاره د جنګی زينو په شمول ډول ډول موډلونه  برابر کړل  ٠ او په دی توګه د لوی بابا او( ګونګ شو بان ) تر منځ ساختګی  جګړه پيل شوه ٠ که څه هم ( ګونګ شو بان ) د ( سونګ ) پر ملک باندی زيات او سخت بريدونه وکړل ،  خو لوی بابا په خپلو نظامی هنرونو او غوره تاکتيک  د ( ګون شو بان ) د ټولو حملو مخه ونيوله او په پای کښی ( ګونګ شو بان ) خپلی وسلی ټولی له لاسه ورکړی ٠ خو د لوی بابا په لاس کښی د مقابله کولو نوری طريقی هم پاتی وی ٠

د ( چو)  پاچا د ساختګی جګړی نتيجه وليدله ٠ نو مجبوراُ يی وويل  چه زه به د( سونګ ) پر ملک باندی حمله ونه کړم ٠ په دی توګه  لوی بابا په خپلی هوښياری او جراُت د ( سونګ  ) ملک له يوه جنګی مصيبت څخه خلاص کړ ٠