| 
中国国际广播电台
  
 
په چين کښی ( جو ګه ليانګ ) يو ډير مشهور او هوښيار شخصيت دی
٠  که يوه سړی ته د ( جو ګه ليانګ
) لقب ورکړ شو ،  نو دده د
هوښياری په باب  زياته قدردانی ده
٠ اوس به تاسو ته د ( جو ګه ليانګ
) په باب يوه کيسه وړاندی کړم  ٠
 
د ميلاد نه دمخه په ٢ مه پيړۍ کښی د چين په خاوره کښی ٣ عمده
ملکونه ساتل کيدل چه يو يی د ( وي
) ملک ، يو يی د( شو) نومی ملک او
بل يی د ( وو ) ملک ؤ ٠ او دغه 
تاريخی دوره   د ٣ ملکونو دوره 
بلله کيدله ٠ که څه هم د دغو ٣
ملکونو تر منځ بی شميره جګړی
رامنځ ته شوی ، خو يو پر بل 
باندی غلبه نه شو موندلی ٠ ( جو
ګه ليانګ ) د(  شو ) ملک نظامی
مشاور و  اود جګړو دپاره به يی د
پوځيانو  ښه قوماندانی کوله  ٠
 
يو وار د ( وی ) ملک دغه خبر واوريد چه د(  شو ) ملک په لويديځ
ستراتيجيکی ښارکښی دومره زيات
پوځيان ميشته نه ؤ  نو د لوی
جنرال ( سه ماايی ) په مشرۍ يی 
څه دپاسه سل زره تنه عسکران
وروليږل څو چه ددی فرصت څخه په
استفادی سره دغه ښار ونيسی  ٠ کله
چه د ( شو) ملک د دښمنانو  د
لښکرکشۍ په باب اطلاع  واخسته 
ټول يی وارخطا  شول ٠ ځکه چه  په
دی ښارکښی يوازی لس زره تنه ضعيف
عسکران ميشته دی ٠   که له د
ښمنانو سره مخامخ جګړه وکړی ،
حتماُ به ناکامی ترلاسه کړی ٠ او
که له نورو سيمو څخه عسکر
راوغواړی ، وخت يی کم دی ٠  او
په  لږ وخت کښی به دغه عاجله
اړتيا  پوره نه شی ٠  نو دوی  
خپل نظامی مشاور ( جوګه ليانګ )
ته د اميد په سترګه کتل ٠ ( جو ګه
ليانګ ) هم په لوی غم کښی ولويئد
او سخت چرت يی وواهه  ٠ بالاخره
يوه ستراتيژی يی وټاکله  ٠ هغه
امر ورکړ چه ټول ښاريان او عسکران
له دی ښار څخه بهر ته ولاړشی  او
په يوه امن ځای کښی ځانونه پټ کړی
٠ بيا وروسته هغه د ښار روازه
خلاصه کړه اوهغه پخپله په دی ښار
کښی  د دښمنانو د راتګ څخه انتظار
وايست  ٠   لږ وخت وروسته  د لوی
جنرال ( سه ما ايی ) په مشرۍ د (
وی ) د ملک پوځيان  دی ښار ته
ورسيدل ٠ دوی  وليدل چه د ښار
دروازه خلاصه ده  او يوازی يو
سپين ږيری د روازی په وړاندی مځکه
جارو کوله  ٠ دوی ټول  ډير حيران
شول او د دروازی په مخامخ ميدان
کښی ودريدل  ٠ په دی وخت کښی دغو
پوځيانو د دروازی دپاسه  په
ديوالی برج کښی ( جو ګه ليانګ )
وليد ٠ هغه په ارام زړه خپله کالی
يی منظمه کړه ، بيا يی  په کرار
کرارۍ سره د يوی موسيقی الی په
اړخ کيښناست  ٠ ور پسی د موسيقی
خوږه نغمه له دی برج څخه راپورته
کيده  ٠  د ( وی ) د ملک پوځيان
نه پوهيدل چه د جګړی په دی
اضطراری وخت کښی ولی ( جو ګه
ليانګ ) موسيقی وهی ٠   
جنرال ( سه ماايی ) اصلاُ په جګړه کښی د ( جو ګه ليانګ ) څخه
ويريدل ٠ ځکه چه ( جو ګه ليانګ )
په ريښتيا يو ښه  نظامی پوه سړی 
و او په تيرو جګړو کښی يی  په
غوره ستراتيژی او هوښيارو
نيرانګونو  بی شميره بريالتوبونه 
ګټلی ؤ   ٠( سه ما ايی ) اوس نه
پوهيده  چه ( جو ګه ليانګ ) ولی
په جراُت سره د ښار دروازه  خلاصه
کړه او په ارام زړه موسيقی وهی ٠
په پای کښی  هغه په دی ټينګار
وکړ  چه په دی ښار کښی حتماُ زيات
شمير پوځيان پټ شوی دی  ٠په دی
وخت کښی د( جو ګه ليانګ ) موسيقی
نغمه  تيزيده او لکه څنګه چه
طوفانی باران به راشی ٠د ( سه ما
ايی ) په نظر  دا د ( جوګه ليانګ
) جنګی علامه ده  او په دی ښار
کسی پټ شوی عسکران به ددی تيزی 
نغمی په اوريدو سره  ژر ور باندی
حمله وکړی ٠  نو هغه سمدستی خپلو
ټولو پوځيانو ته امر وکړ چه  شا
ته بيرته لاړشی ٠   
په دی توګه ( جو ګه ليانګ ) بی د
يوه عسکر نه دغه ښار ښه  وساته  ٠
او  دا کيسه  په تاريخ کښی د خالی
ښار د ساتلو په هکله  نيرنګ  
وبلل شو  ٠ 
 
 |