中国国际广播电台
په چين کښی يوه اصطلاح ده ، وايی چه د يوه پسه په قوماندانۍ
زمريان د يوه زمری په قوماندانی
پر پسونو باندی غلبه نه شی موندلی
٠ له دی اصطلاح څخه څرګنده شوی
ده چه په جګړه کښی قوماندان او
جنرال ډير مهم رول لوبوی ٠
د ميلاد نه دمخه په ٢مه پيړۍ کښی د چين په خاوره کښی د ( هان )
امپراطوری دولت ټينګ شو ٠ د (
هان ) سلطنتی حکومت د شهزاده ګۍ
د ورکولو له لاری د ( هونګ )
قوم له اشرافو سره سوله ايزی
اړيکی وساتلی او د دواړو خواوو
تر منځ لويه جګړه پيښه نه شوه ٠
خو وروسته د ( هونګ ) مشر د نورو
په لمسون د هان له حکومت سره
خپلی اړيکی قطع کړی ٠ د ميلاد
نه دمخه په ١٥٨ م کال کښی د (
هونګ ) قوم د خپلو پوځيانو په
ليږلو سره د ( هان ) د سلطنت پر
سرحداتو باندی وار په واره
بريدونه وکړل ، د ( هان ) خلک به
يی وژل او مالونه به يی تالا کول
٠ نو د ( هان ) له سرحداتو څخه
اخطاری اور بل شو او د اور
سلسله په مرکز ( چانګ ان ) کښی
هم وليدله شوه ٠ نو امپراطور (
هان وين دی ) ٣ جنرالانو ته امر
وکړ چه د ٣ ډلو پوځيانو په وړلو
سره د ( هونګ ) له قوت سره مقابله
وکړی ٠علاوه په دی د مرکز( چانګ
ان ) د ساتلو دپاره امپراطور نورو
٣ قوماندانانو ته امر وکړ چه خپل
پوځيان د ( چانګ ان ) ښار په
شاوخواو ځايونو کښی ميشته کړی ٠
په دی توګه د جنرال ( ليو لی )
عسکر په ( با شانګ ) کښی ، د
جنرال ( سيو لی ) پوځيان په جين
منګ کښی او د جنرال ( جو يا فو )
قوت په ( سی ليو) کښی ميشته شول
٠
يو وار امپراطور ( هان وين دی ) د شاهی ګارد په وړلو سره
دغو ٣ ځايونو ته لاړ څو چه
ددوی د حال احوالو پوښتنه وکړی
٠ امپراطور لومړی ( با شانګ ) ته
ورسيد ٠ جنرال ( ليو لی ) او
پوځيانو يی د امپراطور په درناوی
مجلل مراسم پرځای کړل ٠ او نظامی
کمپ ته د امپراطور د داخليدو مخه
يی و نه نيوله ٠ور پسی امپراطور
( هان وين دی ) د ( جين منګ ) ته
ورسيد او هلته يی هم د منصبدرانو
او پوځيانو له خوا تود هرکلی
ترلاسه کړ ٠ په پای کښی امپراطور
( هان وين دی ) د ( جو يا فو ) په
مشری د ( سی ليو ) د نظامی کمپ
خوا ته حرکت وکړ ٠ د( جو يا فو )
عسکر له لری ځايه وليدل چه يو
موټی کسان د اسونو په سپرلی
راروان دی ، نو سمدستی يی جنرال (
جو يا فو ) ته خبر ورکړ ٠ د( جو
يا فو ) منصبداران او عسکران ددی
خبر په اوريدو سره سمدستی ځانونه
مسلح کړل ، غشی ، ليندۍ او توری
يی په لاسونو ونيولی او په جنګی
تياری کښی يی ځانونه بيدار ښه
وساتل ٠ کله چه د ( هان وين دی )
د شاهی ګارد لومړی ډله نظامی
کمپ ته ورسيدله ، عسکرانو ددوی
مخه ونيوله ٠ نو ددوی تر منځ
تضادونه راپيدا شول ٠ په دی وخت
کښی د امپراطور( هان وين دی )
ګاډی هم د کمپ مخ ته ورسيده ٠
عسکرانو هم په قطعی توګه
دامپراطور د داخليدو مخه ونيوله
٠ امپراطور مجبوراُ د يوه عسکر
په ليږلو سره خپل امپراطوری
سمبول جنرال ( جويافو ) ته وښود
او ور ته يی وويل چه زه غواړم په
کمپ کښی د عسکرانو د حال احوالو
پوښتنه وکړم او د عسکری مورال څخه
معاينه وکړم ٠ په داسی حال کښی
جنرال ( جو يا فو ) عسکرانو ته
امر وکړ چه دروازه خلاصه کړی ٠
په دی توګه امپراطوری ګاډی نظامی
کمپ ته داخله شوه ٠ کله چه شاهی
ګارد د اسونو په سپرلی دروازی ته
داخل شو ، منصبدار يی دوی ته
وويل چه د نظامی مقرراتو له مخی
په عسکری کمپ کښی د ګاډی او اسونو
ځغاستی ته اجازه نه ورکول کيږی ٠
د امپراطور د سفر ملګری ټول په
قهر شول ٠ خو ( هان وين دی ) په
خوشحالۍ سره وويل چه مونږ بايد د
نظامی مقرراتو سره سم په خپلو
پښو ورشو ٠
د کمپ په مرکز کښی جنرال ( جو يا فو ) خپل بدن مسلح کړ ، په
لاس کښی يی وسله ونيوله او په
قوی جنګی مورال سره د امپراطور
مخی ته لاړ او په احترام سره يی
وويل چه څرنګه چه زه مسلح شوی يم
، نو تاسو ته عادی تشريفات نه شم
عملی کولی ٠ او ماته اجازه راکړۍ
چه د جنګی تشريفاتو سره سم تاسو
ته احترام څرګند کړم ٠ امپراطوری
ماڼی ته د بيرته ورتګ په لاره کښی
دغو وزيرانو امپراطور ته د ( جو
يافو ) څخه شکايت وکړ چه دغه سړی
يو سخت مغرور او بی ادبه سړی دی
٠ خو امپراطور د ( جويافو )
زياته ستاينه وکړه او په دی يی
ټينګار وکړ چه ( جو يافو ) يو
نظامی پوه او تکړه قوماندان دی ٠
په دوهم کال کښی امپراطور( هان
وين دی ) سخت ناروغ شو ٠ هغه د
مړينی نه مخکښی شهزاده ځان ته
راوغوښت او ورته يی وويل چه که
په راتلونکی کښی په هيواد کښی کوم
شورش راپيدا شی ، حتماُ به (
جويافو ) ته د پوځ د قوماندانی
صلاحيت ورکړی ٠ هغه به هرومرودغه
شورش له منځه يوسی ٠ د ( هان وين
دی ) د مړينی نه وروسته دده زوی (
هان جين دی ) په امپراطوری تخت
کيښناست ٠ څرنګه چه په هغه وخت
کښی ( هان جين دی ) يو هلک و ،
نو ٧ ملوک الطوائفانو ددی فرصت
څخه په استفادی سره شورش جوړ کړ ٠
تر څو امپراطوری واک ترلاسه کړی
٠ ( هان جين دي ) د خپل پلار د
خبرو سره سم ( جو يا فو ) ته د
پوځ د قوماندانۍ صلاحيت ورکړ ٠
ترڅو دغه شورش له منځه يوسی ٠ د
دغو ٧ ملوک الطوائفو د قوی حملو
په مقابل کښی ( جويا فو ) په سړه
سينه د غوره تاکتيک او ښکلی
ستراتيژی په ټاکلو سره دغه شورش
خنثی کړ ٠ د ٧ ملوک الطوائفو د
شورش له منځه ايستنی نه وروسته د
لويديځ ( هان ) سلطنتی لوی وحدت
وساتل شو او د مرکزی حکومت د
پياوړتيا دپاره يی مثبت رول
ولوباوه ٠ او په دی توګه د چين په
تاريخ کښی د يوی سعادتمنۍ او
سمسورتيا نه ډکه دوره هواره شوه ٠
|