د ( چانګ پينګ ) د جګړی په باب کيسه
中国国际广播电台


      

ميلاد نه دمخه په ٤ مه پيړۍ کښی چين د تاريخ  په جنګی دوره کښی داخل شو ٠ په هغه وخت کښی په هيواد کښی ٧ ملکونه موجود ؤ چه نسبت د نورو ملکونو نه يی قوی طاقت درلود ٠ د ( چين ) په نامه  ملک کښی د قانونی اصلاحاتو په عملی کولو سره  دولتی طاقت  مخ په قوي کيدو ؤ  ٠ او د ( چين   جاو وانګ ) په دوره کښی دغه ملک  د نورو ٦ ملکونو څخه پياوړتيا موندلی وه ٠  د ( چانګ پينګ ) په نامه جګړه  د هيواد د وحدت د ترسره کولو په لاره کښی د ( چين ) د ملک  تر ټولو نه مشهوره جګړه بلل کيده ٠

د ( هان ) ،( وی ) ، ( ايان ) او ( جاو )٤  ملکونه د( چين ) د ملک  ګاونډی هيوادونه ؤ ٠ دوی د ( چين ) ملک د تسلط غوښتنی د مخنيوۍ دپاره يوه کمزوره اتحاديه جوړه  کړی وه ٠ په دغو ٤ هيوادونو کښی د ( جاو ) ملک نسبتاُ قوی  او د ( وي ) ملک نسبتاُ ضعيف ؤ ٠ د ميلاد نه دمخه د ٢٦٨ م کال له پيل نه د ( چين ) ملک  لومړی د( وی ) پر ملک باندی حمله وکړه ٠  د ( وی ) ملک د ( چين ) د سختو حملو په مقابل کښی مجبوراُ  خپل سر ټيټ کړ او د ( چين ) تسلط يی قبول کړ ٠ وروسته د ( چين ) ملک د ( هان ) پر ملک باندی بريد وکړ ٠ د ( هان ) د ملک پاچا  په سخته ويره کښی ولويئد  او خپل استازی يی د  ( چين ) ملک ته وروليږه او  هيله يی څرګنده کړه چه د ( شانګ دانګ ) د خاوری   يعنی د اوسنی ( شان سی ) ولايت د ( چانګ جه ) خاوری  په وړاندی کولو سره د ( هان ) د ملک سوله وساتی ٠ خو  د ( شانګ دانګ ) اداره کوونکی مامور  ونه غوښتل چه دغه سيمه د ( چين ) ملک ته ورکړی ٠ نو هغه د ( هان ) او ( جاو ) د دواړو ملکونو تر منځ د  يوه اتحاد د جوړولو دپاره دغه خاوره د ( جاو ) ملک ته وړاندی کړه ،  ترڅو  دواړه ملکونه په ګډه سره د ( چين ) د تيريکوونکو قواوو سره مقابله وکړی ٠

د ( جاو ) ملک پاچا يو لنډ بصيرت لرونکی سړی ؤ ٠ هغه  د ( شانګ دانګ ) خاوره د( جاو ) په  نقشه کښی شامله  کړه ٠  د(  جاو ) د پاچا دغه عمل د ( چين ) د ملک د قوی کرکی سبب شو ٠ د ميلاد نه دمخه په ٢٦١ م کال کښی د ( چين ) د ملک پاچا  لوی جنرال ( وانګ چيان ) ته امر وکړ چه د ( شانګ دانګ ) پر خاوری باندی بريد وکړی ٠ په (  شانګ دانګ ) کښی د ( جاو )  پوځ  د ( چين ) د پوځ  د قوی حملی مخه  نه شوه نيولی نو د ( چانګ پينګ ) سيمی ته يعنی د اوسنی ( شا سی ) ولايت د ( ګاو پينګ ) شمال لويديځ  ته په شا  وتښتيد  ٠ د ( جاو ) د ملک پاچا واوريد چه د( چين )  تيريکوونکی پوځ راغلی دی ، نو لوی جنرال ( ليان پوه ) ته يی امر وکړ چه د( جاو ) د عمده  غښتلی  پوځ په وړلوسره ( چانګ پينګ ) ته لاړشی ترڅو دغه خاوره د ( چين ) له لاسو څخه  بيرته  ونيسی  ٠

لوی جنرال ( ليان پوه ) ( چانګ پينګ ) ته د رسيدو نه وروسته سمدستی د ( چين ) پر پوځ باندی بريد وکړ ٠  څرنګه چه د ( جاو ) پوځ مخکی څو واره ماتی وخوړلی نو  جنرال ( ليان پوه ) پر وخت  پخوانی ستراتيژی  بدله کړه او پر تيريکوونکو پوځيانو باندی د بريد کولو په ځای د ځان د دفاع کولو تاکتيک ټينګ کړ  ٠ او د ګټور جغرافيايی مؤقعيت په اتکا يی د ځان د دفاع  پاليسی غوره کړه ٠ د ( ليان پوه ) د دی تاکتيک له امله د ( چين )  نظامی  بريد سست شو  او د دواړو خواوو پوځيان د ( چانګ پينګ ) په سيمه کښی مخامخ  ودريدل  ٠

ددی رکود د ماتولو دپاره د ( چين ) د ملک پاچا خپل استازی د درنو سوغاتونو  په وړلو سره د ( جاو ) د ملک مرکز ( هان دان ) ته واستاوه ، دغه استازی  د ( جاو ) مهمو وزيرانو ته ارزښتناک  سوغاتونه وړاندی کړل ٠ د(  جاو ) وزيرانو د ( چين ) د رشوتونو د خوړلو نه وروسته په قصدی توګه  د پاچا او ( ليان پوه ) تر منځ  درز واچاوه او داسی  انګازی يی  خپری  کړی  چه ( ليان پوه ) ځکه د ( چين ) له پوځ سره جګړه نه کوی ، علت يی دا دی چه هغه به ژر د ( چين ) ملک ته تسليم شی  ٠  د ( چين ) پوځ په حقيقت کښی د ( جاو ) د ملک  د لوی جنرال ( جاو ګوه ) څخه ډير ويريده  او داسی نور ٠ د ( جاو ) پاچا چه داسی  انګازی واوريدی ،  سمدستی امر وکړ چه جنرال ( جاو ګوه ) د ( ليان پوه ) په ځای  د ( جاو)  د پوځ لارښوونه وکړی او  د( چين ) له پوځ سره مقابله وکړی ٠

اصلاُ ( جاو ګوه )  د جګړی په باب کومه  تجربه نه درلوده ٠ او يوازی يی په خوله  د نظامی هنر په باب لاپی شاپی وهلی ٠ هغه چه ( چانګ پينګ ) ته ورسيد ، د ( ليان پوه ) تاکتيک يی بدل کړ او د ( چين ) پر پوځ باندی دحمله کولو دپاره يی تياری ونيوله او ويی غوښتل چه په يوه ګوزارسره د ( شانګ دانګ ) سيمه بيا لاس ته راوړی  ٠

د ( چين ) پاچا وليد چه ددی نيرنګ په عملی کولو  د ډاډوړ نتيجه  ترلاسه کړی ده ،  نو سمدستی يی خپل تکړه لوی جنرال ( بای چی ) ته امر وکړ چه د ( وانګ چيان ) په ځای د ( چين ) د پوځ قوماندانی وکړی ٠ او ددی دپاره چه د ( چين ) دغه فيصله د جاو پوځ ته ونه رسيږی  ، بيا يی امر وکړ چه په پوځ کښی ددی فيصلی په باب په خبرو بنديز ولګيږی   ٠ جنرال ( بای چی ) جنګی محاز ته د رسيدو نه وروسته  د دښمنانو د ارادی د سستولو پاليسی غوره کړه او د دښمنانود محاصره کولو په باب تاکتيک يی وټاکه  او ددی تاکتيک سره سم يی د خپلو پوځيانو ښه ترتيبات وکړل ٠ د ميلاد نه دمخه په ٢٦٠ م کال کښی د ( جاو ) د ملک جنرال ( جاو ګو ) د پوځيانو په لارښوونه  د( چين ) پر پوځ باندی لويه او سخته حمله وکړه ٠ د(  چين ) پوځ په جعلی توګه شا ته وتښتيدل ٠ ( جاو ګوه ) بی له ځنډه  د ( چين ) د(  پوځ )  تعقيب وکړ ٠ کله چه د( جاو ) پوځ د( چين ) له خوا ټاکل شوی ځای ته ورسيد، د(  چين )  پوځ بيرته خپل مخ واړواه  او ور باندی يی  قوی او سخت بريد وکړ  ٠ د ( جاو ) پوځ  د ( چين ) د پوځ د شديد مقاومت په مقابل کمښی  تيت او پرک شو ٠ ( جاو ګو ) وغوښتل چه شا ته بيرته لاړشی ، خو ناوخته  شوی ؤ ٠په دی وخت کښی  د(  چين ) پوځ چه مخکښی پکښی په پټ ځای کښی  ترتيب شوی له دواړو خواوو څخه د ( جاو ګوه ) پر پوځ باندی سخته حمله  وکړه  او د نورو پوځيانو سره  د ( جاو ګوه ) اړيکی يی قطع کړی او  د ( جاو ګو ) پر پوځ  باندی يی خپله محاصره بشپړه کړه ٠

په دی مايوسانه حالت کښی ( جاو ګو ) د خپل اصلی پوځ لارښوونه وکړه او ويی غوښتل چه دغه نظامی محاصره ماته کړی ٠ خو د ( چين ) پوځ د غشی په ويشتلو  هغه وواژه  ٠ د ( جاو)  پوځ وليدل چه  قوماندان يی مړ شو ، نو مورال يی له لاسه ورکړ ٠ او ټول  د ( چين ) پوځ ته تسليم شول ٠ په دی توګه  د ( چين ) ملک  د ( چانګ پينګ ) په جګړه کښی چه په تاريخ کښی د شدت او خونړی  لحاظ  بی ساری وه ،  پوره بری ترلاسه کړ ٠

د ( چانګ پينګ ) جګړه د چين په جنګی تاريخ کښی يو وتلی اثر ؤ او د چين په تاريخ کښی لومړی او د پيمانی له لحاظه تر ټولو نه لويه محاصره کوونکی جګړه بلل کيده ٠