( چاو ګوی ) د ( چی ) د ملک له تيريکوونکو سره  مقابله کوی
中国国际广播电台

عموماُ ويل کيږی چه جګړه د پوځيانو تر منځ  ترسره کيږی ٠ خو د چين په لرغونی  تاريخ کښی يوه عادی سړی و چه په خپل عقل او هوښيارۍ د پردی تيری سره د مقابله کولو په جګړه کښی بری ترلاسه کړ٠ (چاوګوی) همغه سړی وچه   له پردی تيري سره د مقابله کولو په بريالی جګړه کښی  عمده رول  لوبولی ؤ ٠

د چين په لرغونی جنګی دوره کښی زيات شمير ملوک الطوائفی ملکونه رامنځ ته شول  او  په دی جمله کښی  څو غښتلو ملکونو وغوښتل چه پر نورو باندی خپل د تسلط  مقام ټينګ کړی ٠ د ( چی ) ملک همداسی ملک و ٠ د ميلاد نه دمخه په ٦٨٤ م کال کښی د ( چی ) ملک پاچا ( چی هوان ګونګ ) د خپلو غښتلو پوځی قواوو په اتکا د ( لو ) پر ملک باندی چه نسبتاُ ضعيف ښکاريده  حمله وکړه ٠ د ( لو ) د ملک پاچا ( لو جوانګ ګونګ ) ټينګه اراده وکړه چه د(  چی ) له ملک سره د ژوند او مرګ جګړه وکړی ٠

د ( لو ) د ملک خلکو دا خبر واوريد چه د ( چی ) ملک به د ( لو ) پر ملک باندی  تيری وکړی  خپلی  سختی کرکی او نفرت يی راپورته کړ  ٠ يوه معمولی سړی چه ( چاو ګوی ) نوميده ، دا نيت درلود چه د خپل پاچا ( لوجوانګ ګونګ ) سره نژدی کتنه وکړی  او په جګړه کښی د خپل ګډون غوښتنه وړاندی کړی ٠ ځينو ور ته وويل چه دولتی چاری بايد د پاچا او عالی رتبه وو مامورينو له خوا حل شی او دا ستا وظيفه نه ده چه   پکښی لاس ووهی ٠ ( چاوګوی ) ددوی نظريه ونه منله او شاهی ماڼی ته لاړ  ٠ پاچا ( لو جوانګ ګونګ ) په شاهی ماڼۍ کښی هغه  خپل حضورته  ومانه ٠

( چاو ګوين ) د پاچا په مخ  د ( چی ) له تيريکوونکو سره د مقابله کولو  ميړانی جګړه کښی د خپل ګډون  په هکله ارزو څرګنده کړه ٠

په دی توګه پاچا ( لو جوانګ ګونګ ) او  ( چاو ګوی ) په يوه نطامی ګاډی کښی او د سرتيرو عسکرو په وړلو سره جنګی محاز ته حرکت وکړ ٠

په لرغونی چين کښی د جنګی عادت سره سم به لومړی  دواړو خواوو په جنګی ميدان کښی خپل  عسکر ځای پر ځای کول ،  بيا وروسته به يوی خوا جنګی ډولونه وهل  او بلی خوا به هم خپل ډولونه وهل او د دښمنانو د لمسون د منلو وروسته به  جګړه پيل کيده ٠ خو که  متقابلی خوا به خپل جنګی ډولونه ونه وهل ،  نو دغه پوځ بايد په دوهم ځل  ډولونه ووهی او که متقابله خوا بيا هم ځواب ور نه کړی ، نو هغه بايد په دريم ځل خپل ډولونه ووهی او د دريم ځل د ډولونو و وهلو نه وروسته به وکولای شی چه پر متقابلی خوا باندی بريد وکړی  ٠ کله چه د ( چی ) د ملک جنګی ډولونو قوی  غږونه  په لومړی ځل راپورته شو  ٠ ( چاو ګوی ) پاچا ته خپل سر وخوځاوه او ويی ويل چه بايد دښمنانو ته ځواب  ور نه کړی  ٠ د( چی ) د جنګی ډولونو تيز اواز بيا راپورته شو  ٠ ( چاو ګوي ) هم پاچا ته وويل چه عسکر دی په خپل ځای  ټينګ پاتی شی   ٠  حال دا چه  د ( لو ) عسکر د ( چی ) د پوځ د مغروری او باداری رويی په ليدو سره ډير په قهر شول او جنګی مورال  يی خورا زيات جګ شو ٠  خو څرنګه چه پاچا د جګړی امر ور نه کړی ، دوی مجبوراُ په خپل ځای کښی ودريدل  ٠ د ( چی ) پوځ وليدل چه د ( لو ) پوځ د دوی د لمسون په مقابل کښی کوم عکس العامل و نه ښود  بيا يی په ٣م ځل  جنګی ډولونه ووهل ٠ دوی  فکروکړ چه د دغو ډولونو د وهلو نه وروسته به د ( لو ) پر پوځ باندی سخت بريد وکړی ٠ خو ( چاو ګوی ) چه د دښمنانو د جنګی ډولونو اواز بيا واوريد، پاچا ته يی وويل چه اوس د دښمنانو سره د مقابله کولو وخت دی او تاسی بايد پوځ ته امر وکړی چه خپل ډولونه ووهی او پر تيريکوونکو باندی په حمله کولو پيل وکړی   ٠

 د ( لو ) په پوځ کښی د جنګی ډولونو قوی  اواز راپورته شو او عسکر يی   لکه د  ببر په شان له غره نه د ( چی ) پر پوځ  باندی  سخت بريد وکړ ٠ د ( چی ) پوځ د ( لو ) د پوځ د  قوی حملی مخه و نه شوه  نيولی نو په شا وتښتيدل ٠ (  چاو ګوي ) له ګاډی نه کښته شو او ځمکی ته په ځير شو ٠  بيا  د ګاډی د ستن  سر  ته پورته شو او د دښمنانو د تښتيدو پر خوا يی په دقت سره  وکتل ٠  وروسته هغه پاچا ته وويل چه زمونږ عسکر اوس بايد د دښمنانو د پوپناه کولو دپاره ددوی پسی منډی ووهی  ٠

د( لو) پوځيانو د جنګی امر په اوريدو سره په زړه ورتيا او سرتيری سره ددښمنانو پسی منډی ووهلی او په پای کښی يی قوی  دښمنان د ( لو )  له خاوری څخه وشړل ٠

د ( لو) پوځ په دی جګړه کښی پوره بری ترلاسه کړ ٠ کله چه  پاچا  بيرته شاهی ماڼی ته ورسيد،  د ( چاو ګوی ) څخه يی پوښتنه وکړه چه ستا غوره تاکتيک په څه اساس جوړ شوی دی ؟ ( چاو ګوي ) وويل چه په جګړه کښی بری او ناکامی عموماُ په عسکری مورال  فيصله کيږی  ٠ په هغه وخت کښی  چه دښمنانو په لومړی وار جنګی ډولونه ووهل  ، مورال يی ډير قوی ؤ ٠ او په دوهم ځل يی ډولونه ووهل  مورال يی نسبتاُ کمزور شو او کله چه په دريم ځل يی ډولونه ووهل ، مورال يی له منځه تللی ؤ ٠ برعکس زمونږ عسکری مورال په دی بهير کښی مخ په قوی کيدو ؤ ٠ نو حتماُ مو بری په برخه شو  ٠ هغه بيا وويل چه د( چی ) پوځ که څه هم د جګړی په لومړی وخت کښی  ماتی وخوړله ، خو په حقيقت کښی دغه ملک يو غښتلی ملک دی ٠ زما انديښتنه دا وه  چه که دوی په قصدی توګه  شاته وتښتی او زمونږ عسکر ددوی له خوا ټاکل شوی ځای ته ورسيږی  چه هلته زيات شمير پوځيان يی ترتيب شوی او  بيا پر مونږ باندی حمله وکړی ، دا به زمونږ دپاره  ډير خطرناک وی ٠ خو وروسته  می وليدل چه دښمنان په لالهانده ډول منډی وهلی او جنګی جنډی يی هم پر مځکی پريښودلی   نو  باور می وکړ چه دښمنان پوره تيت و پرک شوی دی  له دی امله  ما تاسو ته پيشنهاد وکړ چه پوځيان بايد  د دښمنانو د پوپنا کولو دپاره ددوی پسی منډی ووهی ٠

پاچا ( لوجوانګ ګونګ ) چه ( چاو ګوی ) دغی خبری  واوريدی  نو د هغه  يی زياته ستاينه وکړه ٠