د( بوه جو ) د جګړی په باب کيسه  
中国国际广播电台


        

د ( وو) او ( چو ) دوه ملکونه د ميلاد نه دمخه په ٦ مه پيړۍ کښی  ؤ او د ميلاد نه دمخه له ٥٨٤ م کال نه  تر ٥١٤ م کال پوری په ٧٠ کالو کښی د باداری مقام د لټولودپاره ددغو دوو ملکونو تر منځ لس لويی جګړی وشوی ٠ د ميلاد نه دمخه په ٥١٥ م کال کښی د ( وو ) ملک شهزاده ( ګوانګ ) د ( وو ) پاچاهی ځای  ونيوه او  د ( هه ليو ) لقب يی له ځان سره وتاړه ٠( هه ليو ) چه په شاهی تخت کيښناست ، ټينګه اراده يی وکړه چه د نوروخاوری  خپلی  کړی او پکښی خپل باداری مقام ټنيک کړی ٠ هغه اقتصادی انکشاف ته زياته توجه وکړه ، په  نظامی چارو کښی يی زيات قوت واچاوه او  نظامی پوه ( شوين وو ) يی د خپل لوی جنرال په توګه مقرر کړ٠ ترڅو په غوره نظامی هنر او تاکتيک  پوځيان وروزل شی ٠ د دغو قوی تدابيرونو په نيولو سره  د ( وو ) ملک ورځ په ورځ شتمن شو او نظامی قوت يی هم مخ په پياوړی کيدو و ٠

د ( چو) ملک په جنوب کښی يو داسی لوی ملک ؤ چه  د اوږدی مودی راهيسی يی زيات کوچنی  ملکونه له ځان سره تړلی ؤ  ٠ د ميلاد نه دمخه په ٥١٦ م کال کښی ( چو جاو وانګ ) په شاهی تخت کښيناست ٠ خو له هغه وخت نه وروسته دده په حکومت کښی زيات  فسادونه وليدل شول ٠ علاوه په دی  دغه ملک د شاوخواو ګاونډيو ملکونو مثلاٌُ  ( تانګ ) ، ( چای ) او نورو ملکونو سره شخړی پيدا کړی  ،  نو سلطنتی قوت يی مخ په کمزوريدو ؤ ٠ د ميلاد نه دمخه په ٥١٢ م کال کښی د ( وو ) پاچا ( هه ليو ) په وار سره د ( چو ) د ملک په اړه  فرعی وړوکی  ملکونه (  شو )  او ( جونګ وو ) الحاق کړل او ويی غوښتل چه ددی غوره  فرصت څخه په استفادی سره د ( چو ) پر ملک باندی په لويی پيمانی سره  بريد وکړی ٠

د ( وو ) د ملک د لوی جنرال ( شوين وو ) په نظر د( چو ) د ملک خاوره د ( وو ) څخه ارته  ده او نفوس يی هم د ( وو) څخه زيات دی ٠ که څه هم د ( چو ) د ملک قواوی اوس کمزوری شوی ، خو نظامی قوت يی لا هم غښتلی دی ٠ مقابلتاُ د ( وو ) ملک په دی مسلسلو زياتو کالو کی له نورو سره زياتی جګړی کړی ، او په جګړو کښی يی  زيات نظامی لګښتونه له لاسه ورکړی دی  نو اوس د ( وو ) د ملک دپاره د لويی جګړی کولو وخت نه دی او د ( وو ) ملک بايد ښه موقع  پيدا کړی  ٠ ( شوين وو ) بيا پاچا ته پيشنهاد وکړ چه پوځيان دی  په ٣ ډلو وويشی څو چه دوی په نوبت سره د ( چو ) پر ملک باندی وار په واره حمله وکړی ٠

د ( وو ) پاچا د ( شوين وو ) پيشنهاد ومانه  او دغو پوځيانو به په ډله ايزه توګه په وار سره  د ( چو ) پر سرحدی سيمو باندی بريدکاوه ٠  حال دا چه د ( چو) ملک د(  وو ) د پوځی حملو په مقابل کښی خپل زيات پوځيان سرحدی سيمو ته وروليږل  څو چه  د ( وو ) له  پوځ  سره  مقاومت  وکړی  ٠ خو کله چه د ( چو ) قوی  پوځ  سرحد ته ورسيد ،  د ( وو ) عسکری ډله  په سرعت سره  بيرته خپل ملک ته ستنه  شوه  ٠ او کله چه د( چو ) پوځ  په تش لاس له سرحدی سيمو څخه بيرته په شا تلل ،  د ( وو ) بلی  عسکری ډلی  د ( چو ) پر سرحد باندی بريد وکړ ٠ په دی توګه په مسلسلو ٦ کالو کښی به د ( وو ) د ملک  پوځيانو  په نوبت سره د ( چو ) پر سرحدی سيمو باندی حملی کولی ٠ د ( چو ) پوځيان  له دی امله ډير ستړی شوی ؤ او انسانی اومادی قوتونه يی زيات  له لاسه ورکړی  ؤ  او دولتی قوت  يی هم له دی سببه  لا زيات کمزوری  شوی و ٠

د ميلاد نه دمخه په ٥٠٦ م کال کښی د ( وو ) د پوځ په نظر اوس د( چو ) پر ملک باندی د حمله کولو وخت راغلی دی ٠ خو څرنګه چه  د( چو ) نظامی قوت لا هم د ( وو ) په نسبت څو چنده زيات دی ٠ نو لوی قوماندان ( شوين وو ) دغه  تاکتيک وټاکه چه په بيړی سره دی پر ( چو ) باندی بريد وکړی او ډير ژر  دی  دغه جګړه په بری سره پای ته ورسوی ٠ نو هغه  څو زره تنه غوره  عسکران انتخاب کړل او دوی په چتکۍ سره او په پټ ډول د ( چو ) د ملک سرحد ته ورسيدل ٠

 کله چه د ( چو ) پاچا په دی  خبر شو  د ( وو ) پوځ  د ( چو ) سرحد ته رسيدلی دی ،  نو په تلوار سره يی لوی جنرالان (  ژانګ وا ) او ( شنګ ايی شو ) ځانته  راوغوښتل او ور ته يی امر وکړ چه د( چو ) د ټولو پوځيانو په وړلو سره سرحدی سيمو ته لاړشی او د دښمنانو د تيری مخه ونيسی  ٠ دوو متحاربو خواوو د ( بوه جيو ) يعنی د اوسنی ( هو بی ) ولايت  د ( ان لو ) په سيمه کښی د ژوند او مرګ د فيصله کوونکی جګړی دپاره تياری ونيوله ٠ د ( چو ) جنرال ( شنګ ايی  شو ) خپل مشر ( ژانګ وا ) ته پيشنهاد وکړ چه د ( ژانګ وا ) په مشرۍ د ( چو ) قوی  پوځ دی د دښمنانو سره  مخامخه جګړه وکړی او هغه به د يوی ډلی  پوځ  په وړلوسره د دښمنانو شا ته لاړشی  او ددښمنانو د شا  نه ور باندی بريد وکړی ٠ ترڅو دوی د مخ او شا له دواړو خواوو څخه د ( وو ) پر پوځ  باندی ګډی حملی وکړی او په يوه ګذارسره ور باندی غلبه ومومی ٠دا د ( وو ) د تيريکوونکو  پوځيانوسره  د ( چو ) د مقاومت کولو ډيره  ښه لاره ده ٠ او په لومړی وخت کښی جنرال ( ژانګ وا ) د خپل همکار ( شنګ ايی شو )دغه پيشنهاد ومانه ٠

په دی توګه (  شنګ ايی شو )  دخپلو پوځيانو  په وړلو سره ( چو ) له نظامی کمپ څخه ولاړ ، خو وروسته ( ژانګ وا ) د نورو  بی ځايه خبری  واوريدی او دا انديښنه يی پيدا کړه چه د جګړی د بری موندلو نه وروسته به د(  شنګ ايی شو ) کارنامی  ور څخه زياتی شی ، نو په قطعی توګه  پخوانی  پلان بدل کړ او په يو اړخيزه توګه يی د ( وو ) پر پوځ باندی حمله وکړه  ٠ په دی جګړه کښی ( ژانګ وا ) ماتی وخوړله ٠ کله چه ( شنګ ايی شو ) خبر شو چه د ( ژان وا ) په مشرۍ د( چو ) عمده پوځ په جګړه کښی  مغلوب شو ،  نو په تلوار سره بيرته لاړ او ويی غوښتل چه  د ( ژانګ وا ) سره مرسته وکړی ٠ خو د ( وو ) پوځ  د( شوين وو ) په قوماندانۍ د(  شنګ ايی شو )د بيرته ورتګ مخه ونيوله او دغه  پوځ يی محاصره کړه ٠ ترڅو د ( شنګ ايی شو ) پوځ   ( ژانګ وا ) ته نژدی نه شی ٠ په دی مايوسانه حالت کښی ( شنګ ايی شو ) خپل عسکر ته امر وکړ چه دده سر دی  پری کړی او د سر په وړلو سره دی د ( چو ) پاچا ته د جګړی اصلی حالت بيان کړی ٠ د (چو) پاچا چه  د پوځ د مغلوبيدو خبر واوريد ، د خپلو وزيرانو د مخالفت سره سره  له خپلو کورنيو غړو سره په پټ ډول له پايتخت څخه وتښتيد٠ کله چه د پاچا د تښتيدو خبر جنګی محاز ته خپور شو ٠  د ( چو ) په پوځ کښی سمدستی ګډوډی رامنځ ته شوه  ٠ نو  د ( وو ) پوځ ) په اسانۍ سره  د ( چو ) مرکز ونيوه ٠ وروسته د ( چو ) وزير ( شنګ باو شو ) بل غښتلی ملک ( چين ) ته لاړ او دده په کوشش د ( چين ) ملک موافقه وکړه چه د ( وو ) پر ملک باندی بريد وکړی او له دی امله د ( وو) ملک مجبوراُ د( چو ) له خاوری څخه خپل عسکر بيرته وايستل ٠

د ( بوه جو ) جګړه د چين په جنګی تاريخ کښی هغه روښانه نمونه ګرځيدلی وه چه  کمزوری پوځ  په يوه ګذار سره  قوی پوځ  ته ماتی ورکړی وه ٠ د جګړی په لومړی وخت کښی د ( وو ) ملک يوازی٣٠ زره تنه پوځيان درلودل ٠ خو د ( چو ) ملک ٢ لکه تنه پوځی قوت درلود ٠ څرنګه چه د ( چو ) ملک خپل پوځ  بی ځايه استعمال کړی او غلطه تاکتيک يی غوره کړی و ، نو په پای کښی يی پوره ناکامی  وخوړله  ٠