په  ( چه بی ) کښی د اورنی  جګړی  په باب کيسه 
中国国际广播电台


        

د چين په تاريخ کښی د جګړی داسی مثال  ليدل کيږی چه کمزوری قوت پر غښتلو  قواوو باندی غلبه  موندلی وه  ٠ په دی جمله کښی  د اور په وسيله د ( چه بی ) په ځای جګړی تر اوسه په هيواد کښی زيات شهرت لری  او ددی جګړی  په باب زياتی کيسی د خلکو په منځ کښی خوله  په خوله ګرځی ٠

د ميلاد د ٢ می پيړی په پای کښی د چين د ختيځ ( هان ) سلطنتی حکومت کمزوری شو ٠ او د ديکتاتورانو تر منځ   د اوږدی مودی د جګړو په پای کښی ( چاوچاو ) د  ژيړ سيند په سواحلو ،  ( ليو بۍ ) د هيواد په منځنی سيمه او ( شوين چوان ) د ( يانګ ځی ) د سيند په لره  سيمه کښی خپل تسلط ټينګ کړ ٠ او د ( چاو چاو ) قواوی تر نورو نه غښتلی وی ٠ د ميلاد په ٢٠٨ م کال کښی ( چاو چاو ) د خپلو عسکرو په وړلو سره  جنوب ته لښکرکشۍ وکړه او د ( ليو بۍ )  قوت ته يی ضربت ورساوه  او د ( ليو بۍ ) د مهمی نظامی سيمی ( جينګ جو ) زياتره برخه يی ونيوله ٠ ( ليو بۍ ) مجبوراُ ( شياکو ) يعنی د اوسنی ( هو بی ) ولايت د ( هان کو ) ناوی  ته په شا لاړ ٠ ( چاوچاو ) وغوښتل چه په يوه ګذار سره د ( ليو بۍ ) قوت  پوپناه کړی او بيا د ( شوين  چوان )  سيمه الحاقه کړی ٠ په دی اضطراری  حالت کښی ( ليو بۍ ) او ( شوين چوان ) فيصله وکړه چه سره يوه اتحاديه جوړه کړی  ترڅو  له  ( چاوچاو ) سره  ګډه مبارزه وکړی ٠  ( چاوچاو ) د څه دپاسه ٢ لکو تنو عسکرو په وړلو سره  د يانګځی سيند ختيځی خوا ته مارش وکړ او ( شيا کو ) ته چه ( ليو بۍ ) په جګړه کښی د مغلوبيدو نه وروسته دی ځای ته تښتيدلی ؤ  نژدی شو ٠ د(  شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) په ٥٠ زرو تنو عسکرو  ګډ پوځ جوړ کړ او د دښمنانو پر خوا يی مخامخ مارش وکړ ٠  دواړه  متحاربی قواوی  د ( چه بی ) يعنی د اوسنی ( هوبی ) ولايت د ( وو چان ) سيمی په لويديځ کښی سره وليدلی  ٠ څرنګه چه د ( چاو چاو ) پوځيان د شمال له وچو سيمو نه راغلی او پخوا يی  هميشه پر مځکو زياتی جګړی کړی وی ، نو دوی د اوبو سره هيڅ بلديت نه درلود او  د اوبو په جګړه کښی يی کومه تجربه هم  نه درلوده ٠ نو دوی  د جګړی په لومړی مرحله کښی ماتی  وخوړله ٠  او له دی امله ( چاوچاو ) د سيند شمالی غاړی ته بيرته په شا لاړ ٠ حال دا چه  د ( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) ګډو قواوو د يانګځی سيند په جنوبی غاړه خپل ويښتوب وساته ٠ ( چاوچاو )  له لومړی جګړی نه د عبرت درس واخست اود دی نظامی مشکلاتو د لری کولو دپاره يی  هغو دوو جنرالانو( چای ماو ) او  ( جانګ يونګ ) ته چه د ( ليو بۍ ) سره د ( جينګ جو)  په جګړه کښی ( چاو چاو) ته تسليم شوی ؤ ، امر وکړ چه دغه ځمکنی  عسکر په اوبو کښی وروزی ٠ ترڅو دوی  د کښتيو په وسيله پر دښمنانو باندی  غلبه ومومی ٠ په دی توګه د ( چاو چاو ) عسکرو په اوبو کښی په سختو تمريناتو پيل وکړ ٠ د( وو ) د ملک لوی قوماندان ( جو يوو ) ددی خبر په اوريدو سره دا انديښنه پيدا کړه چه د ( چاوچاو ) غښتلی مځکنی  پوځيان به  په اوبو کښی هم ښه جګړه وکړی ، نو د ( چاو چاو ) د طبعيت سره سم  يی يوه دسيسه  جوړه کړه څو چه  دغه دوه جنرالان د(  چاو چاو ) اعتبار له لاسه ورکړی  ٠  په نتيجه کښی ( چاو چاو )  د جاسوسی فعاليتونو په ګناه  دغه دوه جنرالان ووژل ٠

د ( وو ) د ملک لوی قوماندان ( جو يوو ) د ( ليو بۍ ) د نظامی مشاور ( جوګه ليانګ ) سره مشوره وکړه چه د ( چاوچاو ) د غښتلو مځکنيو قواوو په مقابل کښی بايد د اور په وسيله د کښتيو جګړه وکړی  ٠ نو دوی يو لړ دسيسی جوړی کړی ٠ يوه ورځ ( جو يوو ) خپل جنرالان  مخ ته راوغوښتل او ور څخه يی غوښتنه وکړه  چه مونږ به په کومه طريقه  پر ( چاو چاو ) باندی حمله وکړو ٠ سابقه دار او سپين ږيری جنرال ( هوانګ ګای ) ( جو يوو ) ته وويل چه د ( چاو چاو ) قوت ډير قوی دی ٠ مونږ ور سره مقابله نه شوکولای ٠ نو بايد ور ته خپل سرونه  ټيت کړو ٠لوی قوماندان ( جو يو ) ډير په قهرشو او امر يی وکړ چه   ( هوانګ ګای ) پر کناټۍ باندی د لرګۍ په واسطه ٥٠  واره سخت ووهل شی  ٠ سپين ږيری ( هوانګ ګای ) سخت زخمی شو ٠ هغه په پټ ډول ( چاو چاو ) ته يو ليک وروليږه او پکښی يی ور ته د تسليميدو هيله څرګنده کړه ٠ ورسره په جوخت   ( چاو چاو ) ته  د ( جو يوو ) له  پوځ څخه د خپل جاسوس ليک ورسيد او پکښی يی دا تصديق کړ چه نامتو تکړه جنرال ( هوانګ ګای ) د ( جو يوو ) له خوا سخت وهل شوی دی  ٠ نو ( چاو چاو ) باور وکړ چه د ( هوانګ ګای ) خبری جعلی نه دی ٠ نو ډير خوشحاله شو ٠ په دی وخت کښی نامتو نظامی پوه ( پانګ تونګ ) د ( چاو چاو ) مخ ته  ورسيد او ( چاو چاو ) ته يی وويل چه ستاسو عسکران  د شمال له وچی مځکی نه راغلی دی او  د اوبو د جګړی سره  بلديت  نه لری ٠  نو تاسی بايد له خپلو  ٣٠ او يا ٥٠ لويو او وړوکو کښتيو څخه  يوه ډله جوړه کړی  ،  په اوسپنيزو ځينځيرونو دغی کښتۍ  سره وتړی او  پر دغو کښتيو باندی دی لرګينی تختی ټينګی  کړی  ٠ ترڅو  عسکران  لکه پر مځکی باندی په ازاد او ثابت ډول قدم  ووهی  ٠ ( چاو چاو ) په خوښۍ سره  د ( پانګ تونګ ) پيشنهاد ومانه ٠ يوه مشاور ( چاو چاو )  ته خپله انديښنه څرګنده کړه چه که دښمنان د اور په وسيله  زمونږ  پرکښتيو  باندی حمله وکړی ، حتماُ به  مونږ سخته ماتی وخورو ٠  ( چاو چاو) په خندا سره وويل چه اوس د ژمی فصل دی او دژمۍ په يخه هوا کښی يوازی د شمال لويديځ له خوا  باد لګيږی ٠ او د جنوب ختيځ له خوا باد طبعاٌ نه وی  او  که دښمنان د اور په وسيله پر مونږ  باندی حمله وکړی ، د شمال لويديځ  باد د چليدو په وجه  به اور ددوی پرخواخپور شی او دوی به پخپله ماتی وخوری  ٠

خو دخلکو د اټکل نه بهره او عجيبه پيښه وشوه چه د يولسمی مياشتی د ٢٠ م تاريخ  په يخه ورځ کښی د ( يانګ ځی ) د سيند دپاسه ناڅاپه  د جنوب ختيځ  باد ولګيده ٠ په حقيقت کښی ( جو ګه  ليانګ ) يو نجوم پوه هم  ؤ ٠ هغه د هوا پيژندنی د علم سره سم  له ( جو يوو ) سره يوه دسيسه جوړه کړه ٠ په دی وخت کښی ( چاو چاو ) د ( هوانګ ګای ) يو ليک ترلاسه کړ او پکښی ليکلی ؤ چه په همدی شپه به هغه د عسکرواو بيړيو سره د ( چاو چاو ) کمپ ته ورسيږی ٠ نو ( چاو چاو ) په ټاکلی وخت کښی  د  جنرالانو په ملګرتيا د خپلی قوماندانۍ د بيړۍ په سر د ( هوانګ ګای ) د راتګ په انتظارکښی ودريد ٠ لږه شيبه وروسته دوی وليدل چه ( هوانګ ګای ) د څه دپاسه لسو وړوکو بيړيو  سره  د ( چاو چاو ) پر خوا حرکت کوی ٠ ( چاو چاو ) او دده جنرالان دومره خوشحاله شول چه په خپلو جامو کښی نه ځايئدل  ٠ کله چه د ( هوانګ ګای ) بيړۍ ( چاو چاو ) ته نژدی شوی  ،  ناڅاپه  په بيړيو کښی قوی اور بل شو او دغو جنګی بيړيو  د جنوب ختيځ  سخت باد سره سم  په ګړندی  سره د چاو چاو د کښتيو سره ټکر وواهه ٠ او د سترګو په يوه رپ کښی د ( چاو چاو) جنګی کښتۍ د اور په سمندر کښی ډوب شوی ٠ څرنګه چه کښتۍ يی د ځينځيرونو په وسيله کلکی تړلی وی  نو دوی له دی اورنی مصيبت څخه ځان نه شو خلاصولای ٠ او د ( چاوچاو ) جنګۍ کښتۍ په سخت اور وسوځيدی او  پوځيان يی د دوو ملکونو د ګډ پوځ د قوی حملی له امله  تيت  و پرک شول او زيات شمير يی په اور او يا اوبوکښی مړه شول  ٠ ( چاو چاو ) د خپلو جنرالانو په حفاظت سره په تلوار سره د قوماندانۍ د بيړۍ څخه د سيند غاړی ته پورته شو ٠ خو د غلودانو ګدامونه يی هم د ( جو يوو ) د عسکروله خوا په اور وسوځول شول ٠ په دی توګه د ( چاو چاو ) غښتلی پوځيان  پوره ريزمريز شول او ( چاو چاو)  په  ډير شرم سره بيرته شمال ته وتښتيد ٠

د ( چه بی ) په جکړه کښی ( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) پوره او لوی بری ترلاسه کړ ٠  نو له دی برکته ( شوين چوان ) د يانګځی سيند په سواحلو کښی خپل تسلط ښه ټينګ کړ او ( ليو بۍ ) ددی فرصت څحه په استفادی سره د ( جينګ جو ) زياتره برخه له (  چاو چاو ) څخه بيا واخستله  ٠ او په دی توګه  ( چاو چاو ) ، ( شوين چوان ) او ( ليو بۍ ) دريواړه د چين په ارته خاوره کښی برابر مقام  قايم کړ  ٠

د( چه بی ) په ځای کښی ددی اورنی جګړی په باب زياتی کيسی پاتی شوی مثلاُ ( هوانګ ګای ) د ( جو يوو ) د سختو وهلو نه وروسته ( چاو چاو ) ته د جعلی تسليم په باب کيسه د خلکو له خوا د بدنی ظلم د زغملو په باب دسيسه  وبلل شوه ، او ( پانګ تونګ ) اصلاُ د ( جو ګه ليانګ ) ښه دوست ؤ ٠   د ځنځيرونو په وسيله د بيړيو د تړلو په باب د ( پانګ تونګ )  پيشنهاد چه په پای کښی د ( چاو چاو ) پوځيان په دی اورنی  مصيبت کښی ويجاړ شول ، د خلکو له خوا د کړۍ په کړۍ د  نيرنګ په توګه وبلل شو ٠