中国国际广播电台
د چين په لرغونی زمانه کښی چين کله کله واحد اوکله کله تجزيه
شوی و او د يو بل سره د جګړو په
بهير کښی زياتی مشهوری کيسی
رامنځ ته شوی چه وړوکی او کوچنی
قوت پر قوی او عښتلی ځواک باندی
او هوښيارۍ پر توريالی باندی غلبه
وموندله ٠
د ميلاد نه دمخه په ٢٢١ م کال کښی د چين په تاريخ کښی لومړی
واحد فيوډالی هيواد يعنی د ( چين
) لوی سلطنت تاُسس شو ٠ څرنګه چه
د ( چين ) مستبد امپراطور په خپله
خوښه نيلی ځغلاوه او پر خلکو
باندی يی سخت او بی رحمه ظلمونه
وکړل نو د خلکو ژوند دومره تريخ
و ، لکه په اور کښی چه سوځيدل ٠
په نتيجه کښی د خلکو شورشونه
پرله پسی پيښيدل ٠ او هغو دوو
وسله والو ډلو چه يوه يی د پخوانی
( چو ) په نامه د ملوک الطوائف (
سيانګ يوو ) په قوماندانۍ او بله
يی د ( چين ) د سلطنت د ټيټی
رتبی د مامور ( ليو بانګ ) په
مشرۍ وه په چتکۍ سره وده موندلی
وه ٠
( سيانګ يوو ) يو ډير مغرور او سرسخت شخصيت ؤ ٠ هغه په جګړه
کښی ډير تکړه او سرتير قوماندان
هم و چه دده تورياليتوب او
شجاعت په ټول هيواد کښی د خلکو
له خوا وستايل شو ٠ ( ليو بانګ
) يو حيله ناک او زيرک سړی ؤ ٠
هغه بااستعداده کسانو ته د
احترام په سترګه کتل ٠ ( سيان
يوو ) او ( ليو بانګ ) د ( چين )
د سلطنتی تسلط سره د مقابله کولو
په جګړو کښی اتحاد جوړ کړ او يو
له بل سره يی مرستی او همکارۍ کړی
وی ٠ نو دواړه قواوی ورځ په ورځ
پياوړی شوی ٠ دوی دواړو موافقه
وکړه چه که څوک لومړی د ( چين ) د
سلطنت مرکز ته داخل شی ، نو هغه
به پاچاهی واک ترلاسه کړی ٠ د
ميلاد نه دمخه په ٢٠٧ م کال کښی (
سيانګ يوو ) د ( جولو ) په سيمه
کښی د ( چين ) سلطنتی عمده و
قواوو ته شکست ورکړ ٠ او ( ليو
بانګ ) د خپل پوځ په وړلو سره د(
چين ) مرکز ( سيان يانګ ) ښار
ونيوه ٠ ( ليو بانګ ) د خپل
مشاور نظريه ومنله او خپل پوځ يی
د ( سيان يانګ ) څخه په نژدی ځای
( با شانګ ) کښی ميشته کړ او (
سيان يانګ ) ښار ته داخل نه شو ٠
( ليو بانګ ) د ( چين ) شاهی ماڼۍ
وتړلی او مالی او مادی خزانی يی
ښه وساتلی ، د ( سيان يانګ ) د
ښاريانو څخه يی د حال او احوالو
پوښتنه وکړه او ددوی انديښنی يی
لری کړی ٠ خلکو وليدل چه ( ليو
بانګ ) د خلکو سره ډيره پاملرنه
درلوده او پوځی انظباط يی ډير جدی
و ، نو انديښنه يی لری شوه ٠ دوی
هيله وکړه چه ( ليو بانګ ) پر
شاهی تخت کښينی ٠
کله چه ( سيانګ يوو ) په دی خبر شو چه ( ليو بانګ ) د ( سيان
يانګ ) ښار ته ننوتلی دی ، ډير
په قهر شو ٠ نو خپل ٤ لکه تنه
پوځيان يی د ( سيان يانګ ) ښار
ته په نژدی ځای يعنی د اوسنی (
شان سی ) ولايت د ( لين تونګ ) په
ختيځ اړخ کښی ځای په ځای کړل او
ويی غوښتل چه ( سيان يانګ ) ښارد
( ليو بانګ ) له لاسونو څخه ونيسی
٠ د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان
جنګ ) پيشنهاد وکړ چه بايد په يوه
ګذارسره د ( ليو بانګ ) قوت پوپنا
کړی ٠ هغه وويل چه ( ليو بانګ )
پخوا په مالونو لوی حرص درلود
او زياتی ښځی يی خپلی کړی وی ٠
خو اوس هغه خپل پخوانی خويونه
پريښودل او دغو ټولو ته يی په پټه
سترګه ګوری ٠ له دی نه څرګنديږی
چه دغه سړی غټ سياسی حرص لری ٠
نو مونږ بايد په اوسنی وخت چه
دده قوت دومره پياوړی نه دی ،
ووژنو ٠
کله چه دغه خبر د ( ليو بانګ ) غوږ ته ورسول شو ، دده د مشاور
( جانګ ليانګ ) په نظر اوس د (
ليو بانګ ) پوځ يوازی يو لک تنه
دی چه قوت يی د ( سيانګ يوو ) نه
ډير کمزوری دی٠ نو د ( سيانګ يوو
) سره مخامخه مقابله نه شی کولی ٠
( جانګ ليانګ ) د خپل دوست يعنی د
( سيانګ يوو ) د کاکا ( سيانګ بو
) څخه غوښتنه وکړه چه د ( سيانګ
يوو ) مخ ته لاړشی څو چه ( سيانګ
يوو) د ( ليو بانګ ) سره روغه
جوړه وکړی ٠ وروسته ( ليو بانګ )
دخپل مشاور ( جانګ ليانګ ) او لوی
جنرال ( فان کوای ) په ملګرتيا
سره د ( هونګ منګ ) ځای ته لاړ
او ( سيانګ يوو ) ته يی وويل چه
زه يوازی ( سيان يانګ ) ښار ساتم
٠ تر څو تاسی پر پاچاهی تخت
باندی کينی ٠ ( سيانګ يوو ) د (
ليو بانګ ) د خبرو د اوريدو نه
وروسته ور باندی اعتبار ټينګ کړ
نو ددوی دپاره يی يوه ميلمستيا
جوړه کړه ٠
د ( سيانګ يوو ) مشاور ( فان جنګ ) چه د ( سيانګ يوو ) په اړخ
کښی ناست و ، څو واره ( سيانګ
يوو ) ته اشاره وکړه چه بايد (
ليو بانګ) ووژنی ٠ خو( سيانګ يوو
) دده اشاری ته په پټه سترګه کتل
٠ نو ( فان جنګ ) لوی جنرال (
سيانګ جوانګ ) ته اشاره وکړه چه
په ميلمستيا کښی د توری په
وسيله نمايش وکړی ٠ هغه وغوښتل
چه فرصت پيدا کړی او ( ليوبانګ )
ووژنی ٠ خو د ( سيانګ يوو ) کاکا
( سيانګ بو ) د ده پر نيت باندی
ښه پوهيده ، نو توره په لاس
ونيوله ، او د ( سيانګ جوانګ )
سره يی ګډ نمايش وکړ څو چه د
خپل بدن په واسطه د ( ليو بانګ )
امنيت وساتی ٠ په دی وجه ( سيانګ
جوانګ ) د ( ليو بانګ ) د وژلو
فرصت له لاسه ورکړ ٠ د ( ليو
بانګ ) مشاور ( جانګ ليانګ )
جنرال ( فان کوای ) راوغوښت او د
دغه خطرناک حالت په هکله يی ور ته
وويل ٠ نو ( فان کوای ) چه وسله
يی په لاس ټنيګه نيولی وه ، د (
سيانګ يوو ) مخی ته ورغی او په
لوړ اواز سره يی ور ته وويل چه (
ليو بانګ ) د ( سيان يانګ ) ښار د
ماتولو نه وروسته ښار ته نه دی
ننوتلی او يوازی په ( باشانګ )
کښی ستاسو د راتګ په انتظار کښی
دی ٠ هغه دومره زياته کارنامه
قايمه کړی ده ، خو تاسو ور ته نه
کومه جايزه ور کړه او نه مو هغه
وستايه ، بلکه تاسو د نورو په
لمسون وغوښتل چه هغه ووژنی ٠ (
سيانګ يوو ) د دغو خبرو د
اوريدونه وروسته وشرميده ٠ په
پای کښی ( ليو بانګ ) د خپلو
ملګرو سره بيرته ( باشانګ ) ته
لاړ ٠ د ( سيانګ يوو ) مشاور (
فان جنګ ) وليدل چه پلان يی بی
نتيجی پاتی شو ٠ ډير په قهر شو
٠ نو ويی ويل چه ( سيانګ يوو) لوی
کار نه شی کولای ٠ ګورۍ ! (
ليو بانګ ) به هرومرو په ټول
هيواد کښی خپل تسلط ټينګ کړی ٠
دا د چين په تاريخ کښی د ( هونګ من ايان )د ميلمستيا په نامه
ډيره نامتو کيسه وه ٠ په هغه وخت
کښی ( سيانګ يوو ) په خپلو غښتلو
قواوو سره ( ليو بانګ ) ته په
سپکه سترګه وکتل او ور باندی يی
اعتبار ټينګ کړ او ( ليو بانګ )
له دی فرصت څخه په استفادی سره له
دی ميلمستيا څخه وتښتيد ٠ وروسته
( سيانګ يوو ) پر خپل ځان باندی
د لويديځ ( چو ) د بادار لقب ټينګ
کړ او ( ليو بانګ ) ته يی د خان
لقب ورکړ ٠ لږه موده وروسته ( ليو
بانګ ) په خپل قوت ( سيان يانګ )
ښار ونيوه او د ( سيانګ يوو ) او
( ليو بانګ ) تر منځ د ( چو ) (
هان ) په نامه ٤کلنه جګړه پيښه
شوه ٠ د ( چو ) پوځ د خپل نظامی
تفوق څخه څو واره د ( هان ) پر
پوځ باندی غلبه وموندله ٠ خو
څرنګه چه د ( سيانګ يوو ) يو
مستبد بادار او طبيعت يی ډير
خراب و ٠ او دده عسکرانو په هر
ځای کښی نيلی ځغلولی او د خلکو
کورونه يی سوځول ، نو د خلکو
ملاتړ يی له لاسه ورکړ ٠ په دی
حال کښی د ( چو ) پوځ مخ په
کمزوريدو ؤ برعکس ( ليو بانګ ) د
خلکو د ژوند سره زياته پاملرنه
وکړه ، د خلکو د غم ښادی په باب
يی زيات فکر وکړ ، په دقت سره يی
بااستعداده کسان راټول کړل او
ځواک يی مخ په قوی کيدو شو او په
پای کښی يی پر( سيانګ يوو ) باندی
غلبه وموندله ٠
د ميلاد نه دمخه په ٢٠٢ م کال کښی
( ليو بانګ ) د خپلو پوځيانو په
وړلو سره د( های سيا) په سيمه
يعنی د اوسنی ( ان خوی ) ولايت د
( لين بی ) په جنوب کښی د ( چو )
پوځيان محاصره کړل ٠ ( سيانګ يوو
) د محاصری د ماتولو نه وروسته د
( ليو بانګ ) د پوځ په تعقيب بيا
هم مجبوراٌ ځان وواژه ٠ په دی
توګه ( ليو بانګ ) امپراطوری مقام
ترلاسه کړ او د چين په تاريخ کښی
يی ٢م واحد فيوډالی سلطنت يعنی د
( هان ) سلطنت تاسيس کړ ٠
|