د دولت د  مترکز قدرت  موسس __ د چين د سلسلې لومړي امپراطور
中国国际广播电台

 
     

د چين د سلسلې لومړي امپراطور ين جن نوميده . د جنګي مملکتونو په نامه تاريخي دوره کي د چينګ مملکت قوت د نورو شپږو هيوادونو نه قوي و او د دغو هيوادونو د الحاق قدرت يي درلود . ين جن سياسي قدرت ته د پورته کيدو په لومړيو وختونو کي يو هلک و  او د هيواد اداري دنده د صدراعظم  ليو بو وي په غاړه واخيستله شوه  . د قبل الميلاد نه په دوه سوه اته ديرشم کال کي ين جن د دولت په اداره کولو پيل وکړ او د صدراعظم دنده يي برطرفه کړه  او په وار سره يي د هان ، وي ، څو ، ين ، جاو او چي شپږ مملکتونه يوځاي کړل  او د محلي مستقلو حکومتونو  د تر پښو لاندي کولو نه وروسته يي د چين په تاريخ کي لومړي داسي واحد او مستبد هيواد جوړ کړ چه  زيات قومونه پکي شامل وو او د دولتي قدرت د متمرکز نظام  تر تطبيق لاندي و .

  د قبل الميلاد په دوه سوه يوويشتم کال  کي ين جن ځان لومړي امپراطور باله او د ټول هيواد په چوکاټ کي يي د ولسوالۍ په درجه  حکومتي نظام  تطبيق کړ څو چه د امپراطور تر مستقيم کنترول لاندي له مرکز نه تر ولسواليو پوري جامع  اداري سازمانه جوړ شي . دغه راز هغه د چين د قوانينو په بنا او د نورو شپږو هيوادونو د ځينو قانوني مادو په منلو سره واحد قوانين جوړ او اجرا کړل  او د شپږو هيوادونو شهزاده ګان او بډايان يي د هيواد مرکزي سيمو ته وليږل څو چه ددوي د تجزيه غوښتونکو کړو وړو  او د نويو سلطتني حکومتونو د جوړولو مخه ونيسي.

  د اقتصاد په برخه کي ين جن د سوداګرۍ د محدوديت  او کرنې ته د زيات پام ورکولو پاليسي تطبيق کړه او د زمکې د شخصي کيدو نظام  د پرمختګ ملاتړ يي وکړ. دغه راز هغه  په ټول هيواد کي د اوزانو او مقاديرو واحد نظام او واحد پولي نظام  مروج کړل  ،  ډير زيات سړکونه او ويالې يي هم جوړې کړې .

  د کلتور او افکارو په ساحو کي  د چين لومړي امپراطور د ليک لوست نظام واحد کړ او د سختې سزا قانون يي جوړ کړ، د قبل الميلاد په دوه سوه دوولسم کال کي يي د  ټولو کتابونو د سوزولو او د شخصي مکتبونو د تړلو امر ورکړ او له څلورو سوو تنو نه زيات پوهان او کيمياګران يي ووژل چه دا د چين په تاريخ کي د کتابونو د سوزولو او د پوهانو د وژلو پيښه بلل کيږي .

   شاهي تخت ته د پورته کيدو نه وروسته لومړي امپراطور په هيون باندي بريد وکړ او  د چين ، جاو او ين  د دريواړو هيوادونو لوي ديوالونه يي يوځاي کړل چه دا د هيون  د تيريو د مخنيوي او د چين د تسلط د تقويت دپاره ستر رول ولوباوه . د هيواد د جنوبي سيمو د نورو کوچنيو مملکتونو د نيولو نه وروسته د چين په مملکت کي د ولسواليو شمير د هيواد د وحدت په لومړيو وختونو کي د شپږديرشو  نه څلويښتو ته ورسيد .

  د شپږو هيوادونو د نيولو نه وروسته د چين لومړي امپراطور ډيرې ښکلي ماڼۍ او مقبری جوړې کړې او په وار سره يي پنځه ځله د معاينې دپاره د هيواد نورو ځايونوته سفرونه وکړل او د تل ژوندي پاتي کيدو د درمل د تر لاسه کولو دپاره يي کيمياګر شو فو ته امر وکړ چه د څو زرو تنو هلکانو او نجونو په مشرۍ ختيځې بحيري ته ورشي څو چه له رب څخه دغه درمل لاس ته راوړي  چه په نتيجه کي ډير زيات مالي او انساني قوتونه يي مصرف کړل  او د خلکو کړاوونه او مشکلات يي هم زيات کړل ، د قبل الميلاد د دوه سوه لسم کال  د جولاي په مياشت کي د چين لومړي امپراطور د ناروغۍ په اثر مړ شو .