د هان د امپراطوري سلسلې لومړي امپراطور
中国国际广播电台


      

 ليو بان  د لويديځ  هان  د سلسلې لومړي امپراطور و او د چين په تاريخ کي د هغو دوو امپراطورانو څخه وشميرل شو چه ټولنيز مقام يي ډير ټيټ و .  ليو بان د بزګر په کورني  کي وزيږيده او د چين په سلسله کي يي محلي دنده په غاړه درلوده . په دي سبب چه بنديان  يي په خپله خوشي شوي ، وتښتيده . د قبل الميلاد  په دوه سوه نهم کال کي ليو بان د بزګرانو په قيام کي ګډون وکړ او د چين سلسله يي ترپښو لاندي کړه . ورپسې هغه د چين د سلسلې په ضد له يوه بل جنرال شيان يو سره د څلورو کالو دپاره جګړه وکړه او په پاي کي يي بری وموند او د قبل الميلاد  په  دوه سوه دوهم کال کي يي په ختيځ چين کي د هان په نامه د امپراطوري دوره پرانستله .

   ليو بان د هان  د  امپراطوري دورې د پرانستلو نه وروسته د هيواد د بيا رغاونې دپاره يو لړ ګټور تدبيرونه غوره کړل . د زياتو کلونو د جګړو نه وروسته د هيواد نفوس ډير کم شو ، نو ليو بان ټول بنديان  او غلامان خوشي کړل  او زيات شمير عسکر  يي ملکي ژوند ته د ګرزولو دپاره بيرته خپل ټاټوبي ته وليږل ، پرته له دي نه بيګار يي له منځه يووړ او د دولتي قدرت د متمرکز نظام د پياوړتيا دپاره يي يو لړ تدبيرونه ونيول .

  د چين د سلسلې د نسکوريدو نه وروسته  د هيون  قوم  چه د چين په شمال کي ميشته و ، د فرصت څخه په استفادې سره په جنوبي سيمو باندي تيري وکړ . د هان د سلسلې د جوړيدو په لومړيوکلونو کي هيون کله نا کله د هان په سرحدي سيموباندي بريدونه وکړل  ، د قبل الميلاد په دوه سوم کال کي ليو بان په خپله په هيون باندي لښکرکشي وکړه ، خو د اوو ورځو شپو دپاره يي د هيون د درو لکو تنو عسکرو لخوا محاصره وشوه  او له محاصري نه د وتلو نه وروسته يي د هيون د قوم سره داسي پاليسي اجرا کړه چه خپله لور يي د هيون پاچا ته ورکړه . ليو بان شاهي تخت ته د پورته کيدو نه دوولس کاله وروسته په يوه جګړه کي د غشي په لګيدو سره مړ شو .