د شيا د کورني  مشهور موسس  يو
中国国际广播电台


      

 څلور زره کاله دمخه د چين د ژيړ سيند په سيمه کي سخت سيلاونونه پيښ شول او يو سړي چه  يو نوميده ، د سيلاوونو سره  د مبارزې په برخه کي يي ستر خدمتونه ترسره کړل ، نو د خلکو په منځ کي يي  زيات حيثيت تر لاسه کړ. د وخت مشر شيون خپله واکمني يو ته ورکړه . د سيلاوونو  د مخنيوي په باب کيسه د کلونو کلونو راهيسي د چينايانوپه خولو کي خپريږي .

  وايي چه د ياو نومي د قبايلو مشر د سيلاوونو سره د مبارزې دپاره پريکړه وکړه چه د ګون نومي يو سړي د سيلاوونو د مخنيوي دنده په غاړه واخلي . خو ګون  نهه کاله  کوشش وکړ چه  په نتيجه کي سيلاوونه نور هم سخت شول ، کله چه ګون د سيلاوونو د بندولو طريقه اجرا کوله . نو  ووژل شو ، ورپسې دغه دنده د ګون د زوي  يو په غاړه ولويده ، يو د خپل پلار لخوا د اجرا شوي طريقې په ځاي  د سيلاوونو د له منځه وړلو دپاره ډيرې ويالې وکيندلې او سيندونه يي پاک کړل ، نو  د ديارلسو کلونو د زيارونو له برکه سيلاوونه  سمندرونو ته وبهيدل . د سيلاوونو سره د مبارزې په وخت کي يو د اندازه ګيري په باب زياتې وسيلې او طريقې اختراع  کړې .   يو د خپلو سترو خدمتونو  له امله د قبايلو د مشر په توګه وټاکل شو  او دده د تسلط په وخت کي ټولنه نوي مرحلې ته ورسيده . 

  ورپسې د يو د قبايلو اشراف زاده ګانو د يو د زوي چي ملاتړ وکړ چه په دي وجه د قبايلو په منځ  کي د مشر د انتخابولو نظام  په رسمي توګه لغوه شو او د شاهي تخت ارثي نظام رامنځته شو او د چين په تاريخ  کي د شا په نامه د غلامۍ لومړي شاهي سلسله  جوړه شوه .