فو شي
中国国际广播电台


    

 فو شي د چين په لرغوني کتابونو کي د لومړي پاچا په نامه ياديده او تقريبأ پنځه زره کاله دمخه يي ژوند کاوه .

 د افسانې لمخې فو شي په داسي حال کي وزيږيده چه مور يي يوه ورځ  د سيند په غاړه  د پښو پلونه وليدل ، نو په دغو پلونو باندي يي خپلې پښې کيښودې چه په نتيجه  کي حامله شوه او زيږيدلې زوي يي فو شي و .

 د فو شي کشره خور چه نيو وا نوميده او د خپل مشر ورور سره يو ځاي وجود يي د ښامار او سر يي د انسان غوندي و  چه له دي څخه څرګنديږي چه  فو شي د هغې قبيلې مشر و چه  ښامار ددوي توتم  و .

د افسانې لمخي ډير اختراعات د فو شي لخوا و شول ، مثلا د ستورو او د مرغانو د پلونو لمخې د فال ګيري دپاره هغه دري ډوله علامې اختراع کړې چه د دغو درو ډولونو علامو څخه اته شکلونه جوړيدلي شي چه هر شکل يي د يوه شي نماينده ګي کوي او له دي نه وروسته د خلکو په ژوند کي  د رسي په واسطه د غوټې تړلو له لاري د کارونو د ثبتولو تاريخ  پاي ته ورسيد . ورپسې فو شي خلکو ته د رسيو په واسطه د کب نيولو د جالونو د اوبدلو ، د اور د اخيستلو او د اومه غوښواو سبزيو د پخولو تخنيکونه ورزده کړل چه په دي توګه د لومړيو چينايانو د ژوند عادت بدل شو . فوشي په عمده توګه د مرکزي چين د هه نان ولايت د هواي يانګ او د شان دونګ ولايت د جي نين په سيمو کي ژوند کاوه  ، نو اوس په جي نين کي دده مقبره لا هم شته او هر کال د چين د زراعتي جنتري د دريمې مياشتې په دريمه نيټه محلي خلک د فو شي د يادونې فعاليتونه اجرا کوي .