جوان ځه
中国国际广播电台


      

جوان ځه د لاو ځه نه وروسته د کانفوسيوس د مکتب  يو بل  نماينده  و او د قبل الميلاد نه په څلورمه پيړۍ کي د سون  په مملکت کي وزيږيده . هغه د محلي ماموريت دنده په غاړه درلوده ، خو د سفر سره يي مينه درلوده او  اشراف زاده ګان  يي تحقيرول ، د څو مملکت پاچا ورڅخه وغوښتل چه د خپل هيواد د صدراعظم دنده په غاړه واخلي ،خو جوان ځه  و نه منله او خپل ټاټوبي ته بيرته راتګ نه وروسته يي د وښو په واسطه د بوټونو په اوبدلو او د کانفوسيوس د تيوري په تبليغ  بوخت شو .

 تر اوسه پوري دده لخوا ليکل شوي درې ديرش  مقالې پاتي دي او دده په نظر روحياتي أزادي د انسانانو دپاره  تر ټولو ارزښتناکه ده ،  نه ښه مادي ژوند او دروغجن حيثيت . د جوان ځه دغه افکار او غوښتنې په راتلونکو نسلونو باندي زياتې اغيزې واچولې او د انسان په ايډيالوژيکي تاريخ کي قيمتې روحياتي شتمني ګڼل کيږي .

پرته له دي نه دده لخوا ليکل شوي کتاب چه  هغه هم د جوان ځه په نامه ياديږي ، د چين په ادبي تاريخ  کي هم مهم مقام لري .