中国国际广播电台
منفوسيوس يو ستر متفکر و او د
کانفوسيوس د مکتب عمده نماينده و
.هغه د قبل الميلاد په څلورمه
پيړۍ کي ژوند کاوه او د کانفوسيوس
د افکارو د په ميراث اخيستلو او
پرمخبيولو په عين وخت کي يي خپل
يو مکمل او بشپړ ايډيالوژيکي
سيستم جوړ کړ او په راتلونکو
نسلونو باندي يي زياتې اغيزې
واچولې .
منفوسيوس له يوې خوا په جدي توګه
د حاکمې طبقې او محکومې طبقې
ترمنځ طبقاتي مقام تميز کړ او دا
نظر يي درلود چه هغه کسان چه
فکري او مغزي کار کوي ، حاکمه
طبقه ده .، هغه کسان چه جسمي کار
کوي ، د نورو تر تسلط لاندي دي .
، له بلې خوا يي د حاکمانو او
محکومانو روابط د پلار مور او
زامنو ترمنځ د روابطو تشبيه وکړه
او غوښتنه يي وکړه چه حاکمان بايد
د پلار و مور په شان د خپلو زامنو
کړاوونو او مشکلاتو ته پاملرنه
وکړي ، همداشان خلک بايد د خپل
پلار و مور په شان د حاکمانو
احترام او خدمت وکړي .
منفوسيوس د ځينو هيوادونو د
تباهۍ او د ځينو هيوادونو د أبادۍ
تجربې راغونډې کړې او داسي
ديمکراتيکه تيوري يي وړاندي کړه
چه ولسونه د لومړي ورجه ، هيواد د
دوهمې درجې او پاچا د دريمې درجې
اهميت لري .
منفوسيوس اخلاق او سياست
ترمنځ د نژدي روابطو د ذکرولو په
وخت کي تاکيد وکړ چه اخلاقي روزنه
د سياسي چارو د ښه پلي کولو بنسټ
دی ، هغه وويل چه هيواد د نړۍ ،
کور د هيواد او اخلاق د کور بنسټ
دی.
د منفوسيوس په نظر اخلاقي
معيارونه د مهربانۍ ، عدالت ،
أداب او عقل په شمول څلورو برخو
ويشل کيږي چه پکي مهرباني او
عدالت ډير اهميت لري . که په
ټولنه کي هر غړی د مهربانۍ او
عدالت لمخې د انسانانو ترمنځ
روابط حل کړي ، نو ټولنيز نظام به
أرام او د هيواد وحدت او يووالي
به تامين شي .
|