中国国际广播电台
جانګ هنګ د مرکزي چين د هه نان ولايت د نان يانګ په ولسوالي
کي وزيږيده او د کوچنيتوب په وخت
کي يي له مطالعې سره ډيره مينه
درلوده ، کله چه هغه اوولس کلن و
، له خپل ټاټوبي څخه سي ان ښار ته
لاړ .هغه د ځواني په وخت کي د
ستوري پيژندنې سره زياته علاقه
درلوده او دوه واره يي خپله رسمي
دنده استعفا وکړه ، هغه دري کاله
د فلسفې ، رياضياتو او د نجوم
په برخه کي څيړنې او مطالعې
وکړې او د زياتو معلوماتو په
راعونډولو سره يي کتابونه وليکل .
دوه زره کاله دمخه د چين دهان په سلسله کي د کيهان د جوړښت په
باب تيوري ډول ډول وې او په عمده
توګه په درو تيوريو ويشل کيده ، د
جانګ هن په نظر أسمان د هګۍ او
زمکه د هګۍ د ژيړ په شان ده ،
أسمان له زمکې نه لوي او په اوبو
کي لامبو وهي چه دغه تيوري په وخت
کي ډيره مترقی وه . برسيره پردې د
أسمان او زمکې د سرچينې او بدلون
په باب د جانګ هن ځواب هم له
دياليکتيکي مفکورې سره مطابقت لري
.
جانګ هن نه يوازي د تيوري څيړنې ته ډير اهميت ورکړ ، بلکې په
خپله يي هم د ستورو د موقعيت
او د زلزلې د مشخصولو دستګاه وې
ډيزاين کړې چه د زلزلې د مشخصولو
دستګاه په نړۍ کي لومړي داسي
دستګاه وه . په يو سلو اته ديرش
کال کي جانګ هن په بريالي توګه د
چين په شمال لويديځ ولايت کي
يوه زلزله مشخصه کړه .
جانګ هن نورې زياتې نجومي پديدې تحليل کړې او دده د احصايي
لمخې د چين په مرکزي سيمه کي
تقريبأ دوه زره پنځه سوه ستوري
ليدلی شوې ، دغه راز هغه اساسا د
خسوف علت وموند او د لمر او
سپوږمۍ تر منځ د زاويې قطر چه
دده لخوا مشخص شوی ، هم ډير دقيق
دی . دده په نظر لمر په سهار ،
ماښام او غرمه يو شان دی ، که څه
هم دده په نظر سهار او ماښام لمر
د غرمې نه لوي دی ، خو په اصل کي
يو شان لوي دی ، يوازي يو ډول
روشنايي رول لری . سره له دې چه
دده تشريحات بشپړه نه دې ، مګر تر
يوې اندازې پوري دلايل لري .
جانګ هن يوازي يو ستوري پيژندونکي و ، بلکې يو مشهور اديب هم
و ، پرته له دې نه دده د نقاشي
فن هم ډير ښه و او د وخت د شپږو
لويو انځورګرانو څخه شميرل کيده .
د تاريخي اسنادو لمخې د جانګ هن
لخوا ليکل شوي اثار دوه ديرشو ته
ورسيدل چه په کي ستورو ته د سفر
په باب يو علمي او خيالي داستان
هم شامل و .
|