中国国际广播电台
د ډاکتر هوا تو د زيږيدو کال معلوم نه دي ، په تاريخي کتاب کي
يوازي داسي ليکل شوي وو چه هغه په
دوه سوه اتم کال کي د ظالمانو
لخوا ووژل شو . د افسانې لمخې هغه
د سل کلنۍ په وخت کي لا هم روغ
جوړ و . په هغه وخت کي يو ظالم
سلطان چه څاو څاو نوميده ، د سر
درد په ناروغۍ اخته و او د ډاکتر
هوا تو لخوا جوړ شو او د مجبوريت
لمخې يي د ده د ځانګړي ډاکتر دنده
په غاړه واخيستله . لږه موده
وروسته
هوا تو په دي پلمه چه ښځه يي ناجوړه شوه ، بيرته خپل کور ته
لاړ ، ظالم سلطان څاو څاو څو څو
ځله له هوا تو څخه د بيرته راتګ
غوښتنه وکړه ، خو هوا تو لا هم
په کور کي پاتي و ، په پاي کي د
څاو څاو لخوا ونيول شو او و يي
واژه .
ډاکتر هوا تو د ساري ناروغيو ، د ښځو او ماشومانو ، د
پوستکو او تنفس د ناروغيو د علاج
په ساحو کي ډير تکړه و ، په تيره
بيا د عمومي يا کامل بي هوښې او
جراحۍ په برخه کي يي ډيرې تجربې
درلودې او د خلکو ډيرد احترام
او محبت وړ و .هوا تو په نړۍ کي
لومړي ډاکتر و چه د عمومي بي هوښې
درمل يي استعمال کړ ،خو
متاسفانه ددې درمل نسخه لا پخوا
له لاسه ورکړې شويده .
هوا تو په جراحۍ کي ډير تکړه و ، د مثال په توګه يو وار هغه د
يوې نجلۍ د ښي په زنګون باندي د
جراحۍ عمليات اجرا کړل او د مار
په شان يو شي يي وايست چه د
عملياتو د يوې اونۍ نه وروسته
نجلۍ بيخي جوړه شوه . د اوسنيو
ډاکترانو په نظر هوا تو د نجلۍ له
انګون څخه يو خراب شوي هډوکی
وايست .
ډاکتر هوا تو د ناروغيو د تشخص په برخه کي هم ډير تجربه کار
و . هغه د ناروغ د صورت او علامې
سره سم د ناروغۍ سختوالي تشخص
کولي شو . د مثالونو په توګه يو
ناروغ چه چن دن نوميده ، اشتها يي
خرابه وه او صورت يي سور و ،
ډاکتر هوا تو د تشخص نه وروسته
ور ته وويل چه ستا په کولمو کي
چنجې شته ، ناروغ د ډاکترلخوا د
ليکل شوي نسخې لمخې دارو وخوړل او
لږ وخت وروسته يي زياتې چنجې دفع
کړې . يوه ورځ يو مامور په
اوږدې ناروغۍ اخته و ، ډاکتر
هوا تو د تشخص نه وروسته دا نظر
درلود چه د نفرت د تحريک نه
وروسته به دده ناروغي جوړه شي ،
نو بيا يي ور ته يو ليک وليږه
اوپه ليک کي دغه مامور ته ډير
ښکنځل وليکل . دغه مامور د ليک
د لوستلو نه وروسته ډير نفرت وکړ
او د هوا تو د وژلو دپاره يي امر
ورکړ ، خو نه يوازي دا چه هوا تو
يي و نه واژه ، بلکي د ډير نفرت
له امله له خولې څخه تور رنګ
وينې وبهيدلې ، عجيبه خبره خو دا
وه چه نوموړي مامور بيخي جوړ شو .
سم تشخص د ناروغيو د علاج دپاره ډير مهم دی . هوا تو ځکه د
ناروغانو لخوا د هر کلي وړ و چه
د بيلا بيلو ناروغيو د مشخصاتو
سره سم يي نسخې وليکلې . مثلا يو
وار دوه ناروغان راغلل چه د
دواړو سر درد کاوه او تبه يي
درلوده ، خو ډاکتر هوا تو د تشخص
نه وروسته يوه ناروغ ته مسهل
درمل ورکړل ، بل ته يي د خولې
کولو درمل ورکړل . نورو ترې
پوښتنه وکړه چه دا ولي ؟ هوا تو
ځواب ورکړ چه دوي دواړه که څه هم
يو شان علامې لري ، خو لومړي
ناروغ د هاضمې او دوهم د زوکام
په ناروغيو اخته دي . نو د
ناروغيو د بيلوالي له امله
درملونه يي هم بيل دي . په پاي
کي دواړه ناروغان د درملونو د
خوړلو نه وروسته ژر جوړ شول . نن
ورځ خلک د روغتيا د ساتلو دپاره
ورزش کوي ، خو دوه زره کاله دمخه
ډاکتر هوا تو د ببر ، هوسۍ ، يږ ،
بيزو او مرغه د حرکتونو لمخې
جمناستيک اختراع کړ څو چه د
خلکو روغتيا وساتل شي .
|