中国国际广播电台
چن شن او وو ګوانګ د چين په لرغوني زمانه کي د بزګري قيام
مشران وو او ددوي په مشرۍ قيام
درې پيړۍ د ميلاد نه مخکي د چين
په امپراطوري دوره کي يعني د چين
په تاريخ کي لومړي لوي قيام و .
دوه سوه لس کاله د ميلاد نه مخکي د چين لومړي امپراطور د
ناروغۍ په اثر مړ شو او دده کشر
زوي هو هاي شاهي تخت ته پورته شو
. هغه يو ظالم او مستبد امپراطور
و او دده تر تسلط لاندي د خلکو په
غاړو بارونه نور هم درانده وو او
جزايي قانون يي هم سخت ښکاريده .
نو ګڼ شمير زحمتکښانو د لوږی په
حال کي ژوند کاوه .
د قبل الميلاد نه په دوه سوه نهم کال کي دده په فرمان د هاي
هه سيند له سيمې څخه نهه سوه تنه
غريب بزګران د سرحد د دفاع دپاره
په زوره ونيول شول ، څرنګه چه دوي
د تګ په لاره کي له سخت باران سره
مخامخ شول ، نو د ټاکلي وخت سره
سم مطلب ته نشواي رسيداي چه د وخت
د قانون لمخي به دوي ووژل شي .
پرته له دي نه ددوي د ليږدولو دوه
عسکران هم ظالم وو ، چن شن او وو
ګوانګ دوي دواړه ووژل او ملګرو ته
يي وويل چه مونږ د سخت باران له
امله په ټاکلي وخت کي سرحد ته نشو
رسيداي ، امکان شته چه مونږ له
وژنې څخه بچ کړاي شو ، خو د سرحد
د دفاع په موده کي به هم په سلو
کي شپيته يا اويا مړه شو . ددوي
د خبرو په تشويق نورو ملګرو چن
شن د جنرال او وو ګوانګ د افسر
په توګه انتخاب کړل او داسي
شعار يي وړاندي کړ چه له بي
عدالتي سره دې مبارزه وکړو او
ظالم امپراطور دي ووژنو چه په دي
توګه د چين په تاريخ کي د بزګرو
لومړي لوي قيام پيل شو . قيام
کوونکو ژر پنځه شپږ ولسوالۍ
ونيولې او نور زيات غريب بزګران
هم په قيام کي شامل شول . قيام
کوونکو د چن ولسوالي د نيولو نه
وروسته د جانګ څو په نامه رژيم
جوړ کړ چه دا د چين په تاريخ کي د
بزګرولخوا جوړ شوي لومړي انقلابي
رژيم ګڼل کيږي .
ورپسې د قيام کوونکو شمير څو لکو تنو ته پراخ شو او دوي زر
عسکري ګاډي درلودلې .
د قيام کوونکو يوه ډله د چون ون په مشر ۍ ژر د چين پايتخت
ته نژدي ورسيده ، په دي وخت کي
امپراطور د ترس او وحشت په حال کي
شو او په تلوار سره يي هغه څو
لکه مجرمين چه دده د مقبرې د
جوړولو دپاره د پايتخت په شاوخوا
کي په مزدوري بوخت وو ، د قيام
کوونکو سره د مقابلې دپاره وليږل
او په عين وخت کي يي له سرحداتو
څخه نور درې لکه تنه عسکر راغونډ
کړل . که څه هم بزګري قيام کوونکو
په توريالي توګه جګړه وکړه ، خو
له دي امله چه دوي جنګي تجربې او
امدادي فوځ نه درلودل ، نو د چين
د فوځ د ناڅاپې حملې په وخت کي
يي ماتي وخوړله او د مجبوريت
لمخې شاته لاړل څو چه امدادي فوځ
ته انتظار وباسي .
وروسته تر هغه چه پخواني پايتخت هان دان ښار د قيام کوونکو
د وو چن په مشرۍ د بلې ډلې لخوا
ونيول شو، په قيام کوونکو کي د
هغو دوو تنو په تحريک چه يو يي
جانګ اړ او بل يي چن يو نوميده
او د اشراف زاده ګانو په نمايندګۍ
يي کوله ، وو چن په خپله ځان د
جاو مملکت پاچا وباله . چن شن د
عمومي وضعيت په نظر کي نيولو سره
دغه واقعيت ومانه او بيا وروسته
يي هغه ته امر وکړ چه لويديځ ته
مارش وکړي څو چه د چون ون سره
مرسته وکړي ، خو جانګ اړ او چن يو
نه يوازي دا چه د چون ون سره يي
مرسته و نه کړه ، بلکې د چن شان
لارښوونه يي هم و نه منله ، ورپسې
د چين د سلسلي د جوړيدو نه مخکي د
پرتو شويو شپږو هيوادونو اشراف
زاده ګانو بيا باداري مقام ونيوه
. په دي توګه قيام کوونکي د
دواړو خواوو له حملو سره مخامخ
شول ، چون ون د درو مياشتو د
جګړو نه وروسته په پاي کي ځان
وواژه . لږه موده وروسته وو
ګوانګ د خيانت کوونکي لخوا ووژل
شو ، نور قيام کوونکي هم د چين د
فوځ لخوا ريز مريز شول . د قبل
الميلاد د دوه سوه نهم کال د
دسمبر په مياشت کي چن شن هم ماتي
وخوړله او د خپل ګاډي چلونکي لخوا
ووژل شو.
د قبل الميلاد په دوه سوه شپږم کال کي د چين سلسله هم د بزګري
قيام کوونکو د سخت بريد په اثر
نسکوره شوه .
|