وانګ جاو جيون
中国国际广播电台


      

د چين په لرغوني تاريخ کي  مرکزي حکومت چه د چين په مرکزي سيمو کي د هان د قوم لخوا جوړ شو، په شاخواوو کي د ملي اقليتونو د محلي حکومتونو سره کله نا کله تضادونه پيښ کړل او د دغو تضادونو د حلولو دپاره يي  هميشه يو د بل سره جګړه کوله ، خو د حلولو بله لاره يي دا وه چه د مرکزي حکومت امپراطور د محلي حکومت مشر ته خپله لور ورکړه څو چه د جګړي په ځاي سوله رامنځته شي . وانګ جاو جيون ددوي څخه يوه وه .

 د قبل الميلاد نه مخکي په لومړي پيړۍ کي د چين د هان په سلسله کي د هيون د قوم حکومت چه د چين  په جنوب لويديځه سيمه کي جوړ شو ، د سياسي قدرت د کشمکش دپاره د پنځو قومي مشرانو څخه د  دوو مشرانو لخوا ونيول شو ، خو دوي دواړه په دي انديښمنه کي وو چه  مقابله خوا د مرکزي حکومت سره همکاري وکړي . نو د يوه قوم مشر چه هو هان شيې نوميده ، شخصأ د هان د سلسلې پايتخت چان ان ښار ته ورسيد څو چه د هان د سلسلې په مقابل کي خپله وفاداري څرګنده  کړي ، په چان ان کي د هان امپراطور دده ښه پذيرايي وکړه او له چن ان څخه د حرکت په وخت کيي يي زيات غله جات ورته ورکړل  . د هان د ملاتړ د لاس ته راوړلو له برکته هغه د هيون سره وحدت وکړ.

 د هان د سلسلې سره د دايمي دوستۍ د ټينګولو دپاره هغه د قبل الميلاد نه مخکي  په دري ديرشم کال کي د دريم ځل دپاره چان ان ته ورسيد او غوښتنه يي وکړه چه د هان د امپراطور د شهزاده ګۍ سره واده وکړي . که څه هم دده غوښتنه د هان د امپراطور لخوا ومنله شوه ، خو امپراطور و نه غوښتل چه خپله لور ور کړي . نو  په سلطنتي ماڼۍ کي له خدمتګارو نجونو څخه يي پوښتنه وکړه چه څوک غواړي د هيون له مشر سره واده وکړي . په سلطنتي ماڼۍ کي خدمتګارې نجونې ټولې د هيوادوالو څخه انتخاب شوي ښکلي نجونې وې ، خو کله چه دوي سلسطنتي ماڼۍ ته داخلې شوې ، أزادي يي له لاسه ورکړې ، که څه هم دوي ډير فکر کاوه چه له  تړل شوي سلسطنتي ماڼۍ څخه ووزي ، خو نه غوښتل چه د هيون د مشر سره د واده دپاره ليري ځاي ته لاړې شي .

  د پخواني مقرراتو لمخې خدمتګارو  نجونو به  د امپراطور سره د کتنې اجازه نه درلوده ،  خو امپراطور به د انځور لمخې له دوي څخه  کومه نجلۍ انتخابوله ، نو خدمتګارو نجونو ددي دپاره چه د امپراطور لخوا انتخابه شي ، په ماڼۍ کي انځورګر ته پيسې ورکړې څو چه په انځور کي خپل صورت ښکلي وښيي ، مګر يوه ډيره ښکلي ، هوښياره او درستکاره  خدمتګاره نجلۍ چه وانګ جاو جيون نوميده او ښه  هنري استعدادونه يي درلودل ، و نه غوښتل چه  انځورګر ته رشوت ورکړي  ، نو په انځور کي ددې ښکلا ښکاره نه شوه او د څو کالو په موده کي  د امپراطور لخوا انتخابه نه شوه . کله چه نجلۍ وانګ جاو جيون دا خبر واوريد، د خپلې نيکمرغۍ او راتلونکي او  هم د هان او هيون د دواړو قومونو ترمنځ د دوستۍ دپاره يي هيله وکړه چه د هيون له مشر سره واده

وکړي ، امپراطور ددې خبر په اوريدو سره ډير خوشحاله شو او پريکړه يي وکړه چه په پايتخت کي ددوي دپاره د واده درانده مراسم جوړ کړي .

  د هيون مشر  هو هان شيې د ښکلي ميرمنې د لاس ته راوړلو نه وروسته ډير خوشحاله شو او د مننې د څرګندولو دپاره  سلطنتي ماڼۍ  ته ورغلل . کله چه امپراطور د لومړي ځل دپاره ښکلي وانګ جاو جيون وليده ، ډير پيښمان شو ، خو پريکړه يي وکړه ،  د نوموړي دپاره  د خپلې لور په شان د هان مشر ته دروند جهيز ورکړ .

   وانګ جاو جيون  خپل ټول عمر د هان او هيون د قومونو ترمنځ  د دوستۍ د ټينګولو دپاره وقف کړ او اولادونو يي هم په مداومه توګه دغه کوششونه وکړل . د اوسني داخلي مغولستان د خودمختارې سيمې د هوهه هات ښار په اطرافو کي د وانګ جاو جيون مقبره پرته ده چه د لرغوني هيون د خلکو لخوا جوړه شوی  . د هيون قوم  ته  د وانګ جاو جيون د ليږدونې کيسه  د کلونو کلونو راهيسې د چين په شعرونو ، اوپراګانو او داستانونو کي ليدل کيږي .