中国国际广播电台
د تاريخ په نامه نامتو کتاب کي د يوه توريالي او هوښيار خارجي
استازي په باب کيسه وليکله شوه چه
ين ځه نوميده او د قبل الميلاد نه
مخکي په شپږمه پيړۍ کي يي د چي
نومي په مملکت کي ژوند کاوه ، دده
په هکله کيسې ډيرې دي . دلته
يوازي د څو نومي مملکت ته دده د
سفر په باب کيسه ولولئ.
يوه ورځ ين ځه د خپل هيواد د استازي په توګه د څو نومي ملک
ته لاړ. د څو پاچا په دي خبر و چه
د ين ځه ونه ډيره ټيټه ده ، نو
هغه ته د اذيت ورکولو دپاره يي د
دروازې په څنګ کي يوه کوچني
دروازه جوړه کړه څو چه ين ځه له
دي کوچني دروازې نه ماڼۍ ته ننه
وزي . ين ځه د څو پاچا په بد نيت
ښه پوه شو او له کوچني دروازې نه
ماڼۍ ته د ننوتلو څخه يي ډډه وکړه
او و يي ويل چه يوازي د سپي ملک
ته د سفر دپاره د سپي غار ته ننه
وزم ، خو نن ورځ زه د څو ملک ته
د استازي په توګه راغلی يم ، بايد
د سپي له دروازې نه ماڼۍ ته داخل
نه شم . د څو ملک مامور دغه خبره
واوريده ، نو سمدستي يي ور ته
بلنه ورکړه چه له لويې دروازې نه
ماڼۍ ته ننوزي . د څو پاچا د ين
ځه سره د پيژندګلوۍ په کتنه کي په
عمدي توګه ترې پوښتنه وکړه چه أيا
د چي په ملک کي پوه کسان نه وو
چه تاسي يي زما هيواد ته د استازي
په توګه راليږي ياست ؟ ين ځه
ځواب ورکړ چه زمونږ په هيواد کي
بااستعداده او پوه کسان ډير دي ،
دغه راز زمونږ په هيواد کي خلک هم
ډير دي . ولي داسي پوښتنه دي وکړه
چه د چي په ملک کي پوه کسان نشته
؟ د څو پاچا بيا پوښتنه وکړه چه
نو ولي يي تاسي د استازي په توګه
زمونږ هيواد ته راليږي ياست ؟
ين ځه په أرام ډول ځواب ورکړ چه
زمونږ په هيواد کي د استازيو
انتخابول ډير محتاط کار دي ، هغه
کسان چه ډير پوه او بااستعداده دي
، هغو هيوادونو ته ليږل کيږي چه د
خلکو اخلاق يي هم ډير ښه وي ، خو
هغه کسان چه ضعيف او ناتوان وي ،
بدنامو هيوادونو ته استول کيږي .
زه د ډيرو ناتوانو او ضعيفو
استازيو څخه يم ، نو ستاسي هيواد
ته يي را ليږلې يم . کله چه د
څو پاچا دده خبره واوريده ، نو په
پټه خوله پاتي شو .
د څو ملک ته د سفر نه لږه موده وروسته ين ځه بيا د څو ملک
ته د استازي دنده په غاړه
واخيستله ، کله چه د څو پاچا دغه
خبر واوريد ، له وزيرانو څخه يي
پوښتنه وکړه چه په څه ډول ين ځه
ته اذيت ورکولي شي ؟ يو وزير
وويل چه کله چه ين ځه ستاسي حضور
ته راوغښتل شو ، دوو عسکرو ته به
امر وکړم چه يو تړل شوي سړي
ستاسي په مخ کي وغورځوي . تاسي
بيا له عسکرو څخه پوښتنه وکړي چه
تړل شوي سړي څوک دی ؟ عسکر به
ځواب درکړي چه د چي ملک مجرم دی .
تاسي به بيا پوښتنه وکړي چه ولي
تړل شويدی ؟ عسکر به ووايي چه
هغه يو غل دی . د څو پاچا د ين ځه
د توهين دغه طريقه ومنله .
کله چه ين ځه د څو ملک ته ورسيد، د څو پاچا دده په وياړ يوه
ميلمستيا جوړه کړه او د شراب څښلو
په وخت کي يو تړل شوی سړی د دوو
عسکرو لخوا د پاچا مخ ته راوړ ،
پاچا ترې تپوس وکړ چه تړل شوی سړی
څوک دی ، ولي تړل شويدی ؟ عسکرو
ځواب ورکړ چه د چې ملک يو غل دی
. پاچا په قصدي توګه له ين ځه
څخه پوښتنه وکړه چه د چې ملک خلک
د غلا کولو عادت لري ؟
ين ځه له څوکۍ څخه پورته شو او و يي ويل چه اوريدلی می دی چه
يوه ونه زمونږ په هيواد کي ښه
ميوه کوي ، خو که ستاسي په هيواد
کي وکرل شي ، سره له دي چه پاڼې
يي زمونږ په هيواد کي د ونې د
پاڼو سره فرق نه لري ، خو ميوه يي
د خوړلو وړ نه ده . علت يي دا دی
چه د دواړو هيوادونو اوبه او هوا
بيلې دي . دغه سړی زمونږ په هيواد
کي غلا نه ده کړي ، خو ستاسي په
هيواد کي يي د غلا عادت پيدا
کړيدی ، ايا ستاسي د هيواد د اوبو
او هوا تر اغيزو لاندي خلک په
غلا کولو تکړه کيږي ؟
د څو پاچا د ين ځه خبرې واوريدې ، د مجبوريت لمخې يي په دي
اعتراف وکړ چه په اصل کي غواړم چه
تاسي توهين کړم ، خو په پاي کي
ستاسي له توهين سره مخامخ شوم .
په دي نسبت چه ين ځه د خپل عقل او پوهې په واسطه د نورو
هيوادونو د توهين په وړاندي له
پوهي او عقل څخه کار واخيست ، نو
په يوه نامتو ديپلومات بدل شو .
|