سوو وو
中国国际广播电台


      

په چين کي دا قصه ډيره مروجه ده چه سوو وو پسونه بيول .  سوو وو د قبل الميلاد په لومړي پيړۍ کي د چين د هان په سلسله کي يو استاز و ، په هغه وخت کي  په شمال لويديځه سيمه کي د ميشته شوي هيوم سره  په مرکزي سيمه کي د هان د سلسلې  روابط کله ښه او کله خراب وو .  د هان امپراطور د دوستۍ د څرګندولو دپاره سوو وو د استازي په توګه په داسي حال کي د هيوم  ملک  ته وروليږه چه سل تنه ورسره ملګري او ډيرې درندې تحفې يووړلې شوې ، د اټکل نه وتلې خبره دا وه چه د هيون  له ملک څخه د بيرته خپل وطن ته د ستنيدو په وخت کي د هغه هيواد په عالي طبقه کي شورش  يعني پاڅون پيښ شو چه په نتيجه کي سوو وو توقيف شو او ورڅخه وغوښتل شو چه د هان څخه خيانت وکړي او د هيون اطاعت وکړي . مګر ددوي غوښتنه د سوو وو لخوا رده شوه . د هيون مشر ډير په قهر شو او ور ته يي سخته سزا ورکړه . په هغه وخت کي ژمی و ،  سوو وو تر زمکې لاندي په يوه انبار کي بندي شو ، خو سوو وو لا هم  سر ټيټ نه کړ . د مجبوريت لمخې سوو وو د هيون  لخوا خوشي شو او د پسونو د بيولو دپاره هغه  ليري ځاي ته وليږل  چه د اوسني سيبيريا د بيکر جهيل ته نژدی دی ، د حرکت نه مخکي  يي د هيون مشر سوو وو راوغوښت او ور ته يي وويل چه هر کله چه د نر پسه بچي وزيږوي ، خپل وطن ته به وليږل شي .

د نولسو کالو د پسونو د بيولو نه وروسته د هيون مشر چه د سوو وو د تبعيد امر يي ورکړي و ، مړ شو او د سوو وو په وطن کي امپراطور هم له دنيا څخه لاړ ،  د هيون نوي مشر د هان د سلسلې سره د نيک ګاونډيتوب پاليسي غوره کړه چه په دي اثر سوو وو بيرته خپل وطن ته راستون شو او په دي وخت کي دده ويښتان او ږيره سپينه شوې وه .

  دوه زره کاله تير  شويدي ، د سوو وو عالي وفاداري او ايمان د چينايانو د سر مشق په توګه ګڼل کيږي .