د څو نومي ملک پاچا
中国国际广播电台


      

 چين  داسي هيواد دی چه خلک يي د ډير  صبر او حوصلې خاوندان دي او خپل دغه عمل ته   ډير اهميت ورکوي  او د خلکو په نظر خودداري او بردبار د شخړو د حل و فصل کلي ده څو چه ځان ارام شي . د چين د خلکو يو متل دی چه وايي د څو پاچا  ځنډي ماتوي . معنا يي دا ده چه  که څوک د صبر او حوصلې په منلو سره مسئله حل کړي ، نو ښه نتيجه به لاس ته راوړي .

 اوه پيړۍ د ميلاد نه مخکي په چين کي وړوکي ملکونه موجود وو او د څو نومي ملک پاچا يو هوښيار او  مصمم پاچا و او دده تر ادارې لاندي د څو هيواد له يوه وړوکي ملک څخه په قوي هيواد بدل شو .

  يوه ورځ  د څو پاچا د ټولو وزيرانو ، جنرالانو او نورو عالي رتبه وو مامورينو او د ملکې او نورو ښځو دپاره لويه ميلمستيا جوړه کړه او ددوي سره يو ځاي يي په خوشحالۍ سره  سندرې واوريدې او نڅاوې يي وکتلې. شپه راغې ، پاچا امر وکړ چه په ماڼۍ کي شمعې  روښانه کړي څو چه ميلمستيا ته دوام ورکړي . پاچا د ډيرو خوشحاليو له امله خپلو دوو ښځو ته امر وکړ چه وزيرانو ته شراب ورکړي .

   ناڅاپه باد ولګيده او په ماڼۍ کي شمعې  مړې شوې او ټوله ماڼۍ په تور تياره  کي ولويده . د پاچا يوه ښځه چه شو جي نوميده ، دا حس يي وکړ چه د يو چا  لاس پرې ولګيده  ، نو ډيره په قهر شوه او سمدلاسه يي د هغه سړي په خولۍ باندي  ځوړندي ځنډي يي وشکوه   او ورپسې فورأ د پاچا  څنګ ته راغله  او پاچا ته يي وويل چه همدااوس يوه سړي له ما سره ناوړه چلند وکړ ، دده له خولۍ څخه  ځنډي مي ليري کړ .  د چا په خولۍ باندي  چه  ځنډي نه وي ، همهغه سړي دی چه له ما سره يي بد رفتار کړيدی او سخته سزا به ورکړي . خو پاچا ددې خبرې واوريدې ، په لوړ اواز يي  وويل چه شعمې بلې نه کړي او په تور تياره کي  زيات شراب وڅښې ، يوه شيبه وروسته پاچا بيا پوښتنه وکړه چه نن  تاسي خوشحاله شوي  ياست که نه ؟  وزيرانو په يو اواز ځواب ورکړ چه  ډيره مننه کوو ، مونږ ډير خوشحاله يو چه په دومره درنده ميلمستيا کي مو ګډون کړيدي . پاچا بيا وويل چه رښتيا ده چه خوشحاله ياست ؟  وزيرانو ځواب ورکړ چه رښتيا ده .  پاچا خپلو خبرو ته دوام ورکړ تر څو چه ستاسو له خوليو څخه  ځنډي ليري نه شي ، ميلمستيا به دوام ولري . ددې خبرې په اوريدو سره ټولو حاضرينو له خپلو خوليو څخه  ځنډي ليرې کړل ، په دي وخت کي پاچا امر وکړ چه شمعې بلې کړي . ټولو حاضرينو وکتل چه خپل ځنډي ليري کړيدې ، ډير يي وخندل .

 د پاچا ښځه  ماڼۍ ته د بيرته راتګ نه وروسته  ډيره په قهر شوه او له پاچا څخه  يي ګيله وکړه چه بد سړي دي  پټ کړ. د وخت د قانون سره سم به څوک چه د پاچا له ښځې سره بد رفتار وکړي ، د مرګ سزا بهورکول کيده  . پاچا وويل چه د وزيرانو او جنرالانو په وياړ ميلمستيا مې جوړه کړه ، مقصد می د ټولو خوښول وو . که چا ته سزا ورکړم ، نو دا عمل به زما له مقصد سره سمون  و نه خوري .

 وروسته د څو پاچا د جن په ملک باندي بريد وکړ او يو جنرال چه تانګ جاو نوميده ، په جګړه کي ډير توريالي و او سترې کارنامې يي قايمې کړې ، همدغه جنرال هغه سړي و چه په ميلمستيا کي يي د پاچا د  ښځې  په وړاندي ناوړه چلند کړي و  .  هغه ځکه په جګړه کي داسي سترې کارنامې قايمې کړې ، مقصد د پاچا صبر ته  د ځواب ورکول و .

  ددې ميلمستيا څخه د چين يو متل جوړ شو چه د ځنډې د ليري کولو ميلمستيا ده ، معني يي دا ده چه  هر څوک بايد نورو په وړاندي  د صبر او حوصلې رويه غوره کړي .