د نظامي فن او هنر په هکله د چين  نامتو شخصيت سون وو
中国国际广播电台


      

د چين نامتو ستراتيژيست سون وو چه د قبل الميلاد نه دمخه په شپږمه پيړۍ کي يي ژوند کاوه ، د چين په داخل او بهر کي د نظامي فن د اشخاصو لخوا نوموړي د نظامي فن لومړني مبتکر ګڼل کيږي او د نظامي فن او هنر په نامه دده لخوا ليکل شوي کتاب د چين په لرغوني زمانه کي د نظامي تيوري په هکله تر ټولو لوي اثر بلل کيږي او هم په نړۍ کي ډير اغيزه من کتاب هم دی .

  سون وو د قبل الميلاد نه دمخه  په پنځه سوه يو پنځوسم کال کي د چې په ملک کي وزيږيده او د نولس کلنۍ په وخت کي د ختيځ  ملک وو مرکز ته لاړ او ددې ښار په اطرافو کي  د جنګي ستراتيژۍ او تاکتيک په مطالعه بوخت و  ، ورپسې يي د جنګي ستراتيژي او تاکتيک  په باب خپل ليکل شوي ديارلس مقالې د وو ملک پاچا ته وړاندي کړې . پاچا په دي شکمن و چه دده لخوا وړاندي شوي جنګي تاکتيک او ستراتيژۍ په تمريناتو کي استعماليداي شي که نه ؟ وروسته بيا يي له سون وو څخه وغوښتل چه په شاهي ماڼۍ کي د يو سلو اتياوو تنو خدمتګارو نجونو په مشرۍ تمرينات ترسره کړي

 سون وو له خدمتګارو نجونو څخه  دوه  ډلې جوړې کړې او دوو نجونو ته يي د مشرۍ دنده ورکړه .  په دي وخت کي سون وو  د قوماندانۍ په ستيژ  باندي  د ډول په واسطه  دوي ته امر وکړ ، خو نجونو دده د امر سره مطابقت و نه کړ او ګډوډی شوې ، سون وو بيا بيا امر ورکړ ، خو نجونو لا هم  دده امر ښه تطبيق و نه کړ . نو سون وو د دوو ډلو مشرانو ته د وژلو حکم وکړ ، پاچا دده څخه شفاعت وغوښت ، خو سون وو  هغه  يي رد کړ او د نظامي فرمان سره سم يي د دوو ډلو مشرې نجونې ووژلې او د تمريناتو د ادامې دپاره يي  نوي مشرانې  وټاکلې . کله چه سون وو يو وار بيا د فرمان د صادرولو دپاره ډول وواهه ، تمرينات په سالم ډول تر سره شول چه په دي توګه سون وو د جنرال په توګه وټاکل شو .

 د سون وو د جدي روزنې له برکته د وو ملک د فوځونو نظامي کيفيت او توان ډير لوړ شو او د سون وو تر مرستې لاندي د وو فوځونو په جګړو کي پر له پسې بري وموندل .

 د قبل الميلاد نه په څلور سوه دوه اتيايم کال کي د وو پاچا په چين کي باداري لاس ته راوړه  او ورپسې هغه ډير مغرور شو ، په داسي حال کي سون وو  له رسمي دندې څخه استعفا وکړه او د خپلو واقعي تجربو سره يي ليکل شوي ديارلس مقالې اصلاح کړې .

 که څه هم دغه ديارلس مقالې يوازي شپږ زره چيني خطونه لري ، خو دده بشپړ نظامي تيوريکي سيستم يي  ترسيم کړی  او د نظامي فن او هنر د مقدس قاموس په توګه ګڼل کيږي او دده تاکتيکي فلسفي تيوري  نه يوازي په نظامي چارو ، بلکي په اقتصادي او سياسي چارو کي هم استعماليږي .