چي جي ګوانګ
中国国际广播电台


     

چي جي ګوانګ د چين د مين په سلسله کي مشهور وطن دوست جنرال و  او پلار يي هم يو جنرال و . د خپل پلار تر اغيزې لاندي هغه د هلکتوب په وخت کي له نظامي فن سره مينه درلوده ، په هغه وخت کي د چين ساحلي سيمې هميشه د جاپاني تيري کوونکو د بريدونو سره مخامخ وې . کله چه چي جي ګوان شپاړس کلن و ، ټينګ عزم يي درلود چه تيري کوونکو ته ماتې ورکړي . د اوولسو کالو په عمر يي د پلار دنده په غاړه واخيستله او له جاپاني تيري کوونکو سره يي په جګړو پيل وکړ .

جاپاني تيري کوونکي دننه په جاپان کي ماتې خوړلي عسکر او  يو شمير سوداګران او اوباشان وو  او له څوارلسمې پيړۍ نه يي د بيړيو په چلولو سره د چين ساحلي سيمو باندي تيري وکړ او تالا يي کړه . د پنځلسمې پيړۍ تر دوهمې نيمايي پوري ددوي تکبر نور هم  لوړ شو او د چين د ساحلي ځايونو له بدنامو سوداګرانو او زميندارانو سره يو ځاي يي د چين  په مرکزې سيمو باندي حملې وکړې چه په نتيجه کي دوي د چين په چنوب ختيځو سيمو کي د يو لوي مصيبت او بلا سبب وګرزيدل.

 په پنځلس سوه پنځه پنځوسم کال کي له دي امله چه چي جي ګوانګ د ختيځ چين د شان دونګ په ولايت کي د جاپاني تيري کوونکو سره په جګړو کي کارنامې قايمې کړې ، د جنوبي چين د جه جيانګ ولايت ته وليږل شو څو چه له جاپاني تيري

کوونکو سره جګړو ته دوام ورکړي . هغه په دي ولايت کي د څلورو زرو تنو بزګرو او معدني کارګرو په شمول نوي اردو جوړه کړه  او تيري کوونکو ته يي سخته سزا ورکړه .

 په پنځلس سوه يو شپيتم کال کي څو زره تنه جاپاني تيري کوونکو د سلو نه زياتو بيړيو په چلولو سره د جه جيانګ ولايت د تاي جو په سيمې باندي بريد وکړ ، ددې سيمې خلکو او فوځونو د جنرال چي جي ګوان تر مشر ۍ لاندي په نهو جګړو کي ټول دښمنان  ووژل چه له دي نه وروسته جاپاني تيري کوونکو په چين باندي د تيري جرات له لاسه ورکړ  او  په عين وخت کي د چين په ساحلي سميو کي ثبات تامين او اقتصاد يي سمشور شو .