中国国际广播电台
په چين کي يو
مشهور داستان شته چه نوم يي دې _
لويديځ ته سفر . په دي داستان کي
هغه کيسه لوستل کيږي چه وايي
څلورو راهبانو د زياتو مشکلاتو او
ستونزو د له منځه وړلو نه وروسته
بي شميره شيطانانو ته ماتې ورکړه
او د مقدس بوډايي کتاب د لاس ته
راوړلو دپاره يي خپل سفر پاي ته
ورساوه . په دي داستان کي يو راهب
د چين په لرغوني زمانه کي هغه
راهب دی چه افغانستان او هند ته
يي سفر کړي و .
هيون سان په شپږ
سوم ميلادي کال کي د چين د تانګ
په سلسله کي وزيږيده او د
کوچنيتوب په وخت کي يي د بوديزم
سره ډيره مينه درلوده . کله چه د
ديارلسو کالو په منګ شو ، د چين
په مشهور کلتوري مرکز لو يانګ ښار
کي بودا شو او ورپسې يي د هيواد
له ټولو بودايانو څخه ښه زده کړه
وکړه .
د ځواني په موده
کي هيون سان د بودايي فلسفې سره
علاقه پيدا کړه ، خو په هغه وخت
کي د بوديزم مقدس کتابونه په سمه
او پوره توګه نه و ترجمه شوي ، نو
هغه ټينګه اراده درلوده چه د
بودايي تيوري د زده کړي دپاره هند
ته لاړ شي .
په شپږه سوه اوه
ويشتم کال کي هغه د وخت د پايتخت
چان ان ښاريعني ننني سي ان ښار
څخه حرکت وکړ او په خپل ليري سفر
يي پيل وکړ .
يو زرو دري سوه
کاله دمخه د جغرافيايي معلوماتو د
کمښت او ترافيکي شرايطو د
خرابوالي په حال کي له چين څخه
هند ته د سفر بشپړتيا ډير مشکل
کار و ځکه چه د سفر په لاره کي
صحرايي او ځنګلي سيمې موجودې وې .
خو هيون سان د زياتو مشکلاتو د
ليري کولو نه وروسته د شپږ سوه
نهه ويشتم کال د دوبي په فصل کي د
لرغوني هند شمال ته ورسيد او بيا
د هند مرکزي سيمو ته هم ورسيد او
د شپږو بودايي مقدسو ځايونو څخه
يي هم ليدنې وکړې .
په شپږ سوه يو
ديرشم کال کي هيون سان د هند په
يو معبد کي د پنځو کالو په موده
کي د بوديزم څخه زده کړه او بيا
شپږ کاله يي د هند بيلا بيلو
ځايونو ته سفرونه وکړل چه په پاي
کي په يوه عالم راهب بدل شو چه
په هند کي يي هم ډير شهرت وموند.
د شپږ سوه دري
څلويښتم کال په پسرلي کي هيون سان
د بودايي کتابونو او تصويرونو په
وړلو سره بيرته خپل وطن ته راغي
او د تانګ امپراطور دده د هرکلي
دپاره خپل استازي وروليږل . هيون
سان د امپراطور هغه غوښتنه چه
حکومتي دنده په غاړه واخلي ، رده
کړه او د پايتخت د هون فو په نامه
معبد کي يي د بودايي کتابونو د
ترجمه کولو په نولس کلن کار پيل
وکړ او په دي اوږده موده کي يي د
يو زرو درو سوو پنځه ديرشو جلدو
په شمول پنځه اويا مقدس کتابونه
ترجمه کړل . ځکه چه هغه په
سانسکريت ژبه ښه پوهيده ، نو
ترجمه شوي بودايي کتابونه يي
ډيرښه کيفيت لري .
هغه د مقدسو
کتابونو د ترجمه کولو په عين وخت
کي د جاپان او کوريا شاګردانو
ته هم بودايي معلومات ورکړل
لويديځ ته په
سفرنامه کي چه د هيون سان لخوا
وليکل شوه ، د خپل لس کلن سفر په
اوږدو کي د اوسني افغانستان ،
پاکستان او هند په شمول بيلا
بيلو هيوادونو او سيمو د خلکو
رسمونه او عادتونه ، جغرافيايي ،
کلتوري ، سياسي او قومي معلومات
او پيدا شوي محصولات ياد کړي چه
دا د مرکزي اسيا د تاريخ او
جغرافيا د څيړنې دپاره ارزښتناک
معلومات ګڼل کيږي . د نولسمې پيړۍ
نه راهيسې دغه کتاب په وار سره په
انګليسي ، فرانسوي ، جاپاني او
جرمني ژبو ترجمه شو . ننني لرغون
پيژندونکو د نوموړي کتاب لمخې د
لرغوني هند او مرکزي سيا د تاريخي
ځايونو د کيندلو په برخه کي د
ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه کړيدي
. د هيون سان کلتوري اغيزې
لويديځ ته د مذهبي سفر د مقصدونو
څخه اوستي او د چين او ختيځ کلتور
په تاريخ کي مهم مقام نيسي .هغه
نه يوازي د نړيوالو لخوا وتلي
ترجمه کوونکي او د بوديزم تيوريست
په توګه ومنل شو ، بلکې په لرغوني
زمانه کي يو ستر سياح هم و ځکه
چه هغه د اوولسو کالو په موده کي
د پنځه ويشتو زرو کيلو مترو په
مزل يو سلو لسو هيوادونو ته
سفرونه وکړل چه دا په نړيوال
تاريخ کي ډير کم ليدل کيږي . دده
لخوا ليکل شوي سفرنامه د نړۍ د
مشهورو اثارو څخه شميرل کيږي .
د هيون سان د
ستر سفر سره سم د چين په تاريخ
کي اديبانو زيات داستانونه وليکل
چه ډير مشهور داستان هم لويديځ
ته د سفر په نامه افسانوي داستان
دی . د هيون سان کيسه د يو زرو
کالو راهيسې د چين د خلکو په خولو
کي د يوه نسل نه بل ته نقليږي
.
|