د  ٌ چی چياو ٌ  په نامه  اختر
中国国际广播电台

      

د چين د  زراعتی جنټرۍ له مخی د  هر کال د  اوومې مياشتې اوومه ورځ   د ٌ چی چاو ٌ په نامه  د چين  ولسی اختر دی چه  ٌ چی چياو ٌ  که  په  پښتو ترجمه شی ٌ  د مهارت د زده کړې  د غوښتلو ٌ  معنی لری٠   روايت وايی چه دا ورځ   په اسمان کښی د  غوايی د  روزونکی او  اوبدونکی   يعنی د  ٌ  التايرٌ  او  ٌ ويګا ٌ   دوو ستورو  د  سره ميلاويدو ورځ  هم ده ٠

     وايی چه  په ډيره لرغونی زمانه کښی  اسمان  بيخی  ابی و او  هيڅ  وريځ  پکښی نه وې ٠ اسمانی امپراطور دا احساسوله چه  دا  يورنګ دومره  ښکلی نه دی، نو  له خپلو اوو  لورګانو څخه يی غوښتنه وکړه چه  سپڼسی وريشی او ټوکران  واودی او  بيا ورڅخه  د  اسمان دپاره کالی جوړ کړی٠ خو د ده د  لورګانو لخوا اودل شويو ټوکرانو  يوازی  خړ او سپين  رنګ درلود  او  لا هم  رنګارنګ نه ؤ٠ د  اوو خويندو  کشره  خور يوه  هوښياره  نجلی وه چه  هغې په باغ کښی يو ډول اوه  رنګونه لرونکی ګلان  وليدل، نو زيات  ګلونه  يی را ټول  کړل او  د ګلونو په وسيله  يی سپڼسی رنګ کړل٠ د هغې د کوششونو له امله  ډير ښکلی ټوکران  واودل شول٠ نورو خويندو يی په خوښۍ سره   خپله کشره خور وستايله او  هغه يی د ماهرې  نجلی  په توګه وبلله، دوی پريکړه  وکړه چه  په عادی وخت کښی اسمان  ته سپين کالی  واغوندی،  د  بارانونو د اوريدلو په وخت کښی  ورباندی خړ کالی واچوی او ګهيځ او ماښام اسمان ته رنګين کالی ورکړی٠کله چه اسمانی امپراطور  خبر شو، ډيرخوشحاله  شو او  پر اوومې لور باندی يی د  ٌ اوبدونکې ٌ   نوم  کيښود٠

     اوبدونکی  به هره ورځ  ټوکران  اودل،  هر کله چه به  ستړی کيدله،  تر اسمان لاندی مځکنی منظرې  به  يی  کتلې٠  يوه ځوان  د دې  توجه  جلبه کړه، هغې وليدل چه  دا ځوان  تل په يوازی توګه  په مځکو کښی زراعتی کارونه کوی او  د  تفريح  په وخت کښی  يی  يوازی  له  زاړه غوايی سره خبرې  کوی،  نو ځکه  اوبدونکی  له هغه  ځوان سره ډيره همدردۍ پيدا کړه٠  دا ځوان    غوايی روزونکی  ونوميده٠

     يوه ورځ  زاړه  غوايی  خپل روزونکی ته  خبر ورکړ چه  سبا  د  اوومې مياشتې اوومه ورځ  ده، د  اسمانی امپراطور  اووه  لورګانې به   له  اسمان څخه  مځکې  ته  راښکته شی او په  سيند کښی به ولامبی٠ که  تاسی د اوبدونکی کالی  پټ کړی، هغه به  ستاسی ميرمن  وګرځی٠ روزونکی  چه د  غوايی خبرې  يی واوريدلې.، زړه يی  ورپيده او پريکړه  يی  وکړه چه  ازموينه وکړی٠

      بل سبا  يعنی  د اوومې مياشتې  اوومه ورځ  د غوايی روزونکی د  سيند  په غاړه د کړکو په ځنګل کښی دننه خپل ځان  پټ کړ او د اسمانی خويندو د  راښکته کيدو انتظار يی  وايست ٠  لږ شيبه  وروسته  په هوا کښی اووه  ټوټې رنګينې وريځې  وليدل شوې او  پر هرې  ټوټې وريځې  باندی يوه  ښاپيرا ولاړه  وه٠ د غوايی روزونکی وليدل  چه  ښاپيرۍ  د سيند غاړې  ته  راغلې ،  کالی يی  وايستل  او  پاکو اوبو ته  يی ځانونه  واچول٠  د غوايی روزونکی  سمدلاسه د کړکو له  منځ  څخه  پاڅيد او  د  اوبدونکی  کاليو  په پټولو سره د  کړکو ځنګل  ته  بيرته ستون شو٠  په دی وخت کښی  اووه  ښاپيراګانو له کړکو  څخه شورش واوريده او سمدلاسه   له سيند څخه  غاړې ته  پورته شوې ٠  شپږ ښاپيرۍ  د خپلو کاليو په اغوستلو سره  اسمان ته  والوتلې،  خو يوازی اوبدونکی خپل کالی   پيدا نه کړل او  په  انديښنې سره  د  سيند  په غاړه کښی ودريدله٠ د غوايی روزونکی په  تړژبۍ سره  اوبدونکی ته وويل چه  که  تاسی له ما سره واده وکړئ ،  زه به  مو کالی بيرته  درکړم ٠ اوبدونکی وليدل چه  دی  سم  هغه  ځوان دی چه  ورسره مينه لری، نو  په شرمناکه توګه  يی د سر په  ښورولو سره  د ده غوښتنه  ومنله٠

     په همدې ورځ   ماښام  د غوايی روزونکی او  اوبدنکی  د  زاړه غوايی  تر رياست  لاندی   سره  واده  وکړ   او  په  دوو کالو کښی  دوی  يو زوی او يوه  لور پيدا کړل ٠  دوی دواړو يعنی  ښځې به يی  ټوکران  اودل او خاوند  به يی کښتونه  کرل ،  نيکمرغه  ژوند تيراوه٠

     اووه کلونه  ژر تير شول،  په  اسمان کښی  د يوې ورځې  تيريدل  د مځکې د  يوه کال  له تيريدو سره  برابر دی٠ اسمانی امپراطور  به  په هرو  اوو ورځو کښی اووه  لورګانې خپل  حضور ته راغوښتلې، خو ده ته خبر ورسيد چه  اوبدنکی اسمانی ماڼۍ ته   بيرته  نده  ستنه شوی او  د  مځکې  له  عادی ځوان سره يی واده کړيدی،  هغه  ډير په قهر شو٠ د اوومې مياشتې په  اوومه ورځ   اسمانی امپراطور د اسمانی عسکرو په ليږلو سره اوبدونکی له مځکې څخه  بيرته اسمان ته  راوړه٠ د غوايی روزونکی ډير غمجن شو او د خپلو دوو ماشومانو  سره  يو ځای  يی  په  اوبدونکی تعقيب   کړ،    زاړه  غوايی  له روزونکی سره د مرستې دپاره خپل  يو  ښکر  پری کړ  او  له هغه څخه يی په يوې داسی  بيړی  باله کړ  کوم چه  الوتلای شوه،  د غوايی روزونکی او ماشومان  د  بيړۍ په وسيله د اسمان  خوا ته  والوتل ٠ ماشومانو  په لوړ اواز  چغې ووهلی ٌ  ای  موری ، ای  موری ! ٌ   کله چه اوبدونکی  د  خپل  خاوند او ماشومانو   چغې   واوريدلې، په زورسره د اسمانی عسکرو  له  لاسونو څخه  خلاصه شوه او  د  خاوند او  ماشومانو  خوا ته يی  منډی ووهلې٠ خو  په هغه وخت کښی  اسمانی امپراطور ناڅاپه له اسمان څخه يو اوږد او لوی لاس وغزاوه اود غوايی روزونکی او  اوبدونکی ترمنځ  يی يو سيند پرانيست ٠په دی وخت کښی  ډيرې زياتې  هککۍ  را والوتلې او د خپلو بدنونو په وسيله يی د سيند دپاسه  يو پل  جوړ کړ تر څو چه اوبدونکی  پر پل باندی  له خپل خاوند او ماشومانو سره يو ځای شی٠ اسمانی امپراطور  بی چاره  شو او مجبورأ  يی د غوايی روزونکی او  اوبدونکی ته  اجازه ورکړه  چه  د هر کال د  اوومې مياشتې د اوومې ورځې  په ماښام  د هککيو پر  پل باندی  سره  يو ځل کتنه  وکړی٠

      وروسته  له هغه  په چين کښی  د  هر کال  د  اوومې مياشتې  په  اوومه ورځ  زياتې نجونې  له اوبدونکی څخه  د مهارت  زده کول  غواړی ٠ ٌ د  مهارت  د زده کولو غوښتل  ٌ د  چينی ژبې په  تلفظ  کښی ٌٌ  چی چياو ٌٌ  ته  وايی ، نو  دا ورځ  د  ٌ  چی چياو ٌ  اختر نوميږی٠  په دی ورځ  نجونې  رنګارنګ  سپڼسی او  اووه  دانی ستنې اخلی، که  څوک  په سالمه او چټکه توکه شپڼسی په ستن کښی وپېيی ، نو هغه به   د  مهارت لرونکی نجلۍ  په توګه وګڼل شی٠ وايی چه  نجونی په همدی ماښام  د  انګورو  تر څيری  لاندی د  غوايی روزونکی او اوبدونکی   پټې خبرې  هم  اوريدلای شی٠