د  ٌ  يوان سياو ٌ   اختر
中国国际广播电台

      

د چين  د  زراعتی جنټری  له مخی ، د  هر کال د لومړی  مياشتې  پنځلسمه ورځ  د ٌ يوان سياو ٌ  په  نامه  د چين  يو ولسی اختر دی  چه  دا اختر د چين  له عنعنوی جشنونو څخه شميرل کيږی او د  پسرلنی عنعنوی جشن  د نمانځنې د فعالتيونو  وروستی برخه  هم ده٠  د دی ورځې شپه  د چين د زراعتی جنټری له مخی د نوی کال لومړنی داسی شپه ده  چه  پکښی پوره سپوږمی ليدل کيږی٠ څرنګه چه د چين د فولکلوری عادت  له مخی خلک  د  ٌ يوان سياو ٌ  د اختر په  شپه  رنګارنګ څراغونه  ځوړندوی٠ نو دا اختر د څراغ اختر هم  نوميږی٠

      د څراغونو کتل او د  ٌ  يوان سياو ٌ  په نامه  د چين  د  يو ډول خاص خوراک خوړل د  ٌ  يوان سياو ٌ د  اختر د نمانځنې دوه  عمده فعالتيونه دی٠ ولی د دی اختر په شپه  څراغونه  ځوړنديږی؟   وايی چه  د قبلالميلاد  په  يو سلو اتيايم کال کښی د چين  د لويديځ  هان  د سلسلې امپراطور هان ون دی  د لومړی مياشتې په  پنځلسمه  ورځ  په تخت کښيناست ،  د دې پيښې د نمانځنې دپاره  امپراطور هان ون دی  دا ورځ د  څراغ د اختر په  حيث  وټاکله٠ د هر کال په دی شپه  امپراطور  هان ون دی به  له شاهی ماڼۍ څخه  وت او له  خلکو سره يو ځای  به يی د ښادۍ  فعاليتونه  کول٠ په دی ورځ   به  په  ٍټولو کورونو او  لارو کوڅو کښی ډير  زيات  ښکلی  څراغونه  ځوړند وو تر څو چه ښاريان  يی وګوری ٠  د  قبلالميلاد  په  يو سلو  څلورم  کال کښی د  ٌ  يوان سياو ٌ  اختر په رسمی توګه  د هيواد  په  مهمو  جشنونو کښی  شامل  شو او د  ٌ  يوان سياو ٌ  د  اختر د   نمانځنې  دود  تر اوسه  پوری  لا هم  دوام  لری ٠

     اوس  په دی اختر کښی  پرته  د  څراغونو له کتلو او د  ٌ  يوان سياو  ٌ  له  خوړلو څخه  نور زيات  په زړه  پوری  هنری او  سپورتی فعاليتونه هم  پرځای کيږی ٠