د چين  د ٌ  چينګ ميينګ ٌ  اختر
中国国际广播电台

      

 هرکال د پسرلی د  رسيدو په وخت کښی هوا ورو ورو توديږی، ونې غوټۍ نيسی او  ګلونه  شګوفه کوی  او  ټول  ژوی او  نباتات  د  احيا  په  حال کښی دی٠  په دی  موقع کښی د چينائيانو په  ژوند کښی  يو بل ولسی لرغونی  اختر  ٌ چينګ مينګ ٌ هم  نمانځل کيږی٠

د  ٌ چينګ مينګ ٌ  اختر د  چين  د  زراعتی جنټرۍ  له  څليرويشتو مهمو ورځو څخه  شميرل کيږی  او  عمومأ د  ميلادی کال  د  اپريل  په  پنځمه نيټه  د دی اختر مراسم  اجرا کيږی ٠  ٌ چينګ مينګ ٌ   که  په پښتو  ترجمه شی ، د  ٌ روښانه  ٌ  معنی لری٠ ځکه  چه   په پسرلۍ کښی هوا  تازه  او د لمر پلوشی  په هرې لورې  خوريږی٠ هر کله چه  دا  اختر رارسيږی،  چينائيان  د  اسلافو د قبرونو عبادت  کوی يا  د کور بهر سيل کوی او  د  ولې په  ښاخونو د خپل کور  دروازې ښکلی کوی٠

     د چين په  ځينو ځايونو کښی  د ٌ  چينګ مينګ  ٌ  اختر  د  اسلافو د ياونې د ورځ  په نوم هم   ياديږی٠ د دې اختر  نه مخکښی يا  وروسته په څو ورځو کښی د چين  هر کورنۍ د اسلافو  هديرې ته ځی،  د قبرونو دپاسه  واښه  باسی ،  ورباندی  نوی  خاورې اچوی او  د  قبرونو  په وړاندی  ماتم  څرګندوی٠

      وايی چه  د  ٌ چينګ مينګ ٌ په اختر کښی د  اسلافو  د قبرونو د  عبادت  فعاليتونه  د چين  د  ٌ هان ٌ   له  سلسلې   يعنی د  قبلالميلاد  له  دريمې پيړۍ څخه  پيل شول او  تر  ميلادی څوارلسمې پيړۍ  پوری  لوړې څپی ته  ورسيدل ٠ دغه  ولسی  دود  تر اوسه پوری  لا هم   دوام  لری ، خو د  عبادت  شکل  ساده شوی او پيمانه  يی پراخه شويده ٠  پخوا به يوازی  کورنۍ په کورنۍ  د خپلو  اسلافو  د قبرونو  عبادت کاوه، خو اوس  بيلا بيل يونټونه  او  سازمانونه هم  په  ډله ايزه  توګه د  شهيدانو يعنی هغو مړو د  هديرې  زيارت  کوی کوم چه  خپل ځانونه يی د وطن د ساتلو او خدمت په لاره کښی قربان کړيدی٠  هر کله  چه  د  ٌ  چينګ مينګ  ٌ  اختر  رارسيږی ،  ښاريان او کليوال په  پر له پسی توګه  د  شهيدانو  هديرو  ته   تازه ګلونه  او  د  صنوبر او سبر ښاخونه  وړاندی کوی او  له دی لاری خپله خواشينی  څرګندوی٠

     څرنګه  چه  د  ٌ چينګ مينګ ٌ  اختر  په  پسرلی کښی دی، نو له اوږدی مودې راهيسی  چينائيان  د  اسلافو او شهيدانو د  قبرونو د عبادت  په  عين وخت کښی  هم

 د ښکلی منظرې  سيل  کوی او  په ځينو ځايونو کښی  د  کاغذ باد د الوزولو او  ټال وهلو فعاليتونه  هم  پرځای کيږی٠ دغه راز د دی اختر  د رارسيدو  په  ورځو کښی  چينائيان   د  ونو  د نيالګيو د  ايښودلو  عادت هم  لری ٠