د واده  په باب د چين دودونه
中国国际广播电台

      

چين  لرغونی تاريخ  لری او خاوره  يی  ډيره پراخه ده ٠ له  لرغونی زمانې راهيسی د واده په باب  د چين دودونه  د  بدلون په حال کښی دی ، خو د  واده په مراسمو کښی  له  دروندوالی، تودوالی، خوښۍ او  نيکمرغۍ  څخه ډکه  فضا   هيڅکله  نه بدليږی ٠

      په  لرغونی زمانه کښی په چين کښی د  واده  د مراسمو   تشريفات  له شپږو  برخو څخه  عبارت  وو٠ پخوا  که  يوه ځوان  له  يوې  نجلۍ سره  مينه  درلودله،  نو د  مرکچی په  ليږلو سره به  يی د  نجلۍ له پلار او مور څخه غوښتنه کوله،  په دی وخت کښی  به  د ځوان  کور  نه يوازی   مرکچی  ته  تحفې  ورکولې ، بلکه  د  مرکچی له لاری به يی  د  نجلۍ  کور ته   هم  تحفې  ورکولې٠ په دی بهير کښی به  دوو کورونو  د مرکچی  له لاری  له  يو بل سره د هغه  کارت   تبادله  کوله  کوم چه پکښی  د ځوان يا نجلۍ نوم او د زيږيدينی کال،مياشت، ورځ  او وخت  ليکل کيده ٠ که  دواړو خواوو په  اساسی توګه   د خپل منځی اړيکو  له  قايميدو  سره موافقه پيدا کوله، د  ځوان  مور به  د  بختورې  ورځې  په انتخابولو سره   د  تحفو  په  وړلو سره  د  نجلۍ کور ته  تلله  تر څو چه د  نجلۍ د کور د  اقتصادی حالاتو ،  د  نجلۍ  د  اخلاق  او  څيرې  په شمول  يو لړ  معلومات  واخلی، دغه  راز د  نجلۍ  پلار او مور به  هم   د  ځوان په هکله د معلوماتو د  ترلاسه کولو دپاره د ده کور ته تلله ٠ مګر په لرغونی زمانه کښی  نجلۍ ته    له راتلونکی خاوند سره د کتنې  اجازه  نه وه ٠ خو اوس    ځوانان او نجونی  په خپله خوښه  مشوقه  يا مشوق  پيدا کوی،  که  يو ځوان  او  يوه نجلی  له  يو بل سره  مينه  ولری،  عمومأ نجلی  به  د  خپلو خپلوانو  په  بدرګه  د  ځوان  کور ته  ولاړه شی چه  د  ده  د کورنۍ  په باب  حالات  ترلاسه کړی٠ په ځينو کليو کښی  دا  قاعده شته  چه  که  نجلی او د دې   خپلوان  د  ځوان  د کور  بلنه  ومنی چه  ډوډی وخوری،  له دی څخه  دا څرګنديږی چه  د  نجلۍ  کورنی  دا  ځوان  منی ٠  

      کوزده  د  واده  د  تشريفاتو  يوه  مهمه  برخه  ده ، که څه هم  دا  يوازی  يو ولسی عادت  دی، خو  کله نا کله  د  قانون  رول   لوبولای شی٠ د  کوزدې په  وخت کښی  عمومأ  د  ځوان  کور   نجلۍ  او د دې کور ته  تحفې ورکوی ٠  د چين  عنعنوی  عادت  دا  ؤ چه  د  کوزدې  د  مراسمو له جوړيدو  نه وروسته  دواړه خواوې بايد پر موافقې او وعدې  وفا وکړی، نو کوزده  يو ډول  قانونی تشريفات ګڼل کيدای٠  وروستی تشريفات   د  ناوې   وړل  دی چه  دا  په  لرغونی زمانه او  اوسنی وخت  کښی  يو ډير پيچلی او  تاوده مراسم  دی٠

      ناوې د  واده  په  ورځ   عمومأ  سره کالی اغوندی چه  سور رنګ  په چين کښی  د  نيکمرغۍ او  خوشحالۍ  نښه ده ٠ البته  اوس  ځينی ناوې  سپينه  اوږده  لمن  هم اغوندی٠  څرنګه چه  ناوی له  مور او پلار  څخه  جلاوالی نه غواړی،  نو عمومأ  په ژړلو سره  د مور له کور څخه  خوځيږی٠  کله چه  ناوې  د خاوند  کور ته  رسيږی،  د  واده  مراسم  پيل کيږی٠  د چين په ځينو ځايونو کښی  ناوې  د  خاوند کور ته  د  ننوتلو دپاره  بايد  لومړی  په انګړ کښی  له  يوه  منقل څخه  تيره  شی چه  مقصد  يی د  نابختورو شيانو  سوځول دی  تر څو چه په  راتلونکی وخت کښی  دواړه ښخه او خاوند  نيکمرغه او  سعادتمن  ژوند  ولری٠ ناوې  د   خاوند کور ته  له ننوتلو نه وروسته  له خاوند سره يو ځای  په وار سره  د  اسمان او مځکې  عبادت کوی او  سخر او خواښۍ ته  سلامونه  اچوی او د هغوی درناوی کوی،  بيا  دواړه   يو بل  ته   د درناوی مراتب  څرګندوی  او  د  يووالی د  څرګندولو دپاره   لاس په لاس جامونه  پورته کوی٠ ورپسی  ناوې له ميړه  سره  د واده  کوټې ته  ننوځی  او  هلته  يو  د  بل  لږ څه  ويښتان  پريکوی تر څو چه  د   ښځې او  خاوند ترمنځ  د  روابطو  د  نښې په توګه    يو ځای  وساتل شی ٠

      د واده ميلمستيا  د  واده د  مراسمو  ډيره مهمه برخه  ده  چه دا ميلمستيا  ٌ  د  نيکمرغۍ او خوښۍ  ميلمستيا  ٌ  هم  ياديږی،  نو چينائيان د  واده په ميلمستيا کښی ګډون کول  ٌ د  نيکمرغۍ او خوښۍ د  شرابو  څښلو ته  وايی ٠ په  دی ميلمستيا کښی  ناوې د  ميلمنو  د هرکلی دپاره  بايد  پخپله  د ميلمنو جامونو ته  شراب  واچوی٠  د  واده په  کوټه کښی  له  ښادۍ او خوشحالۍ څخه  ډک مراسم   د  واده  د مراسمو وروستنی تشريفات  دی٠ په دی فعاليت کښی ګډون کوونکی عمومأ  نجلۍ او هلکان دی،  دوی  په   بيلا بيلو طريقو  سره  له  خوښۍ  نه  ډکه  فضا  رامنځ ته کوی، هغوی کله  ناوې او  کله زوم  ته  مشکلات  ورپيښوی ،  يا  حاضر کسان  خندوی  او   يا   له ناوې او زوم  څخه  غوښتنه  کوی  چه نمايشونه وکړی٠ د  واده په  کوټه کښی له  خوشحالۍ څخه  ډکه  فضا د ناوې او زوم  دپاره  د  هيريدو وړ  نه وی ٠