中国国际广播电台
د چينائيانو په نظر د روغتيا د قوی کولو دپاره د خوراکی
شياو خوړل د دواګانو د
خوړلو په نسبت لا ښه رول
لوبوی٠ له دی څخه څرګنديږی
چه خلک د روغتيا د ساتلو په
برخه کښی بايد د خوراکی
شياو جوړښت ته مهم اهميت
ورکړی٠ که څه هم د ځينو
کسانو اقتصادی حالات دومره
ښه ندی، خو دوی بيا هم تر
وسی پوری د غذائيت له
لحاظه د ډوډۍ او خوراکونو
په باب ښه ترتيبات نيسی٠
هغه چينائيان چه اقتصادی
حال يی ښه دی، لا ډير
زيات غذائی مواد خوری٠ نو
له اوږدې مودې راهيسی، نو د
خوړنې فعاليتونو ګام په ګام
د خلکو د ژوندانه په بيلا
بيلو برخو کښی نفوذ کړی او
د ټولنيزو تشريفاتو، د
اخترونو د نمانځنې، د
مذهبی عقيدې، د واده او
تسليت د مراسمو، د زيږيدنې
د ورځې د نمانځنې او د
ماشومانو د زيږونې او روزنې
په برخو کښی د خوړنې په
باب دچينائيانو يو لړ
دودونه رامنځ ته شويدی٠
په چين کښی د خپلوانو او دوستانو ترمنځ تګ راتګ
ډير زيات دی، هر کله چه د
خپلوانو او دوستانو په کورونو
کښی کومه ستره او نيکمرغه
پيښه وشی، مثلأ ماشوم پيدا شوی
يا نوی کور ته په کډه تللی،
خلک عمومأ د مبارک د څرګندولو
دپاره د دوی کورونو ته ځی او يو
څه تحفې ورکوی٠ په دی وخت
کښی کوربه حتمأ فکر کوی چه د
ميلمنو دپاره به کوم خوندور
خوراکی شيان او کوم ښه شربتونه
چمتو کړی تر څو چه ميلمانه
رضايت ولری٠ د سوداګرۍ په برخه
کښی چينائيان هم دا عادت لری
چه د ډوډۍ د خوړلو په
بهيرکښی معاملات کوی، کله چه
ډوډۍ يی خوړلې وی، د تجارتو
په باب خبرې اترې هم ختمې شوی
وی٠
د چين د بيلا بيلو ځايونو د دودونو د توپير په
اثر ، د ميلمنو د پاملرنې
دپاره چمتو شوی خوراکونه هم يو
شان ندی٠ مثلأ پخوا په بيجينګ
کښی د کوربه لخوا د ميلمنو
دپاره د اش برابرول دا معنی
درلوده چه هيله ده چه
ميلمانه په کور کښی راپاتی شی
، که ميلمه پاتی شوی وی، نو
کوربه به د ٌ جاو ځه ٌ په
نامه خوندور خوراک پاخه کړی
چه له دی څخه د ميلمنو په
مقابل کښی د کوربه تاوده
احساسات څرګند شی٠ دغه راز
پخوا د بيجينګ ښاريانو به د
خپلوانو او دوستانو د پوښتنې
په وخت کښی عمومأ اته ډوله
خوږې د تحفې په توګه ورکولې٠
د چين د جنوب په ځينو کليو کښی
کله چه ميلمانه کور ته
رارسيدلی، کوربه ور ته د چايو
له وړاندی کولو نه وروسته
سمدلاسه د ميلمنو دپاره خوږې
جوړوی يا څو دانی خوږې هګۍ
پخوی، وروسته له هغه چه
ميلمنو خوږې يا هګۍ خوړلې،
کوربه بيا د کورنی ميلمستيا
دپاره تياری نيسی٠
د ميلمنو په وړيا د ميلمستيا د جوړولو په برخه کښی د
چين د بيلا بيلو ځايونو دودونه
هم توپير لری٠ په بيجينګ کښی د
ميلمنو دپاره لږ تر لږه اته
سړه خوراکونه چمتو کيږی او اته
تاوده خوراکی شيان پخيږی٠ د چين
د شمال ختيځ د هی لونګ جيانګ
په سيمه کښی د ميلمنو په وياړ
په ميلمستيا کښی هر ډول خوراک
بايد په دوو بابونو يا
کاسو کښی ايښودل شی ٠ په چين
کښی د واده ميلمستيا ډير
درنه ده او په ميلمستيا
کښی هر کوم خوراک د ځانګړی
نيکې أرزو د څرګندولو معنی لری ،
مثلأ ناوې او زوم دی تل
نيکمرغه شی، ژر تر ژره دی
ماشوم پيدا کړی، د تل دپاره
دی يو له بل څخه جلا نه شی
او داسی نور٠ د سپين ږيرو او
سپين سرو د زيږيدنې د ورځې د
نمانځنې ميلمستيا هم ډير درنه
دی او پکښی يو ډول ډير مهم
خوراک اش دی، ځکه چه د
چينائيانو په نظر اش د اوږد
عمر نښه ده٠ د چين د ځينو
ځايونو په ميلمستيا کښی ګډون
کوونکی بايد له خپلې کاسې څخه
لږ شمير اش وباسی او بيا د
سپين ږيری يا سپين سرې کاسې ته
واچوی چه دا د اوږد عمر
ورکولو معنی لری ٠
|