د خوراکی شيانو په وسيله  د  ناروغيو علاجول او په  خوراکونو کښی  د چينی عنعنوی درملو  اچول  
中国国际广播电台

      

په لرغونی  زمانه  کښی چينائيانو  له  طبعيت  څخه  ځينی وحشی بوټی راټولول او  له هغو څخه يی  د  دواګانو په توګه  استفاده  کوله  چه  له دی لاری  د  چين  ځانګړی عنعنوی طب  او  دواګانې  رامنځ  ته  شويدی٠  دغه طبی علم  د خلکو له  خوراک او  څښاک  سره  نژدی اړيکی لری٠ دواګانی  د  خوراکونو په حيث  خوړل کيدای شی او  خوراکونه  هم  د دواګانو په توګه  استعماليدای شی٠ نو په دی اثر په چين کښی د خوراکی شيانو په وسيله د ناروغيو د علاج او په خوراکی شيانو کښی د چينی عنعنوی درملو د اچولو په باب علم رامنځ ته  شويدی٠ د چين په  ولسونو کښی يو داسی متل  شته چه وايی د روغتيا د ساتلو دپاره  خوراکونه د  دواګانو په نسبت  ښه  رول  لوبولای شی او د  ناروغيو د  علاج  دپاره د خوراکونو خوړل د  دواګانو د استعمالولو په  نسبت  ښه  موثريت  لری٠ له لرغونی زمانې  راهيسی د  خوراکونو په  خوړلو سره  د  ناروغيو علاجول  د چين په ولسونو کښی په ښه شان سره  روان دی  او  د  خوراک  په باب د چينائيانو د  دودونو په باغ کښی  يو ښکلی ګل  ګڼل کيږی٠

        په چين کښی داسی عنعنات شته  چه  طب  او  خوراک  سره  يو ځای  کوی او  ډاکټران  او  اشپزان   سره  نژدی اړيکی لری ٠ هان  د چين د  ٌ جو ٌ په  سلسله  کښی يعنی له  قبلالميلاد  يو زرو  شپږ څلويښتم کال  نه  تر  قبلالميلاد  دوه سوه شپږ پنځوسم  کاله پوری دا  عنعنات  د  خوراک او طب  په  سيستم کښی  څرګند شول٠ د چين په لرغونی طبی کتابونواو اسنادو کښی  د  خوراکی شيانو په وسيله  د  ناروغيو د علاج په باب  زيات  تيوريکی  مضامين  راغونډ شول٠  څه دپاسه يو زرو دوه سوه کاله  دمخه د  چين  د  ٌ  تانګ ٌ  د  سلسلې  د مشهور  ډاکټر  سون سی مياو  لخوا  ليکل شويو  دوو  طبی کتابونو  په  لرغونی زمانه کښی  د  خوراکې  شيانو  په وسيله  د  ناروغيو د علاج  په باب  علم  باندی  ژوره  اغيزه  وکړه ٠

      د  ډاکټر  سون سی مياو په نظر،  د  انسانانو  روغتيا  بايد  د  معقول  خوراک او څښاک  پر اساس  ولاړه  وی او  په خپله خوښه  د  دواګانو استعمال  د  روغتيا دپاره  دومره  ښه  ګټه  نه لری ٠  ډاکټر  بايد  د ناروغۍ د  علت  له پيدا کولو  نه وروسته  لومړی  د خوراکی شيانو په وسيله  ناروغۍ  علاج کړی،  که  موثريت   يی  ښه  نه وی،  بيا  له  دواګانو څخه  استفاده وکړی٠

      د ډاکټر  سون  سی مياو  عمر  له  سلو  کلونو څخه  زيات  ؤ  چه  د  دی حقيقت  په اثر  هم د  وخت    لرغونی کسانو او هم  اوسنيو چينائيانو د  هغه  نوموړی طبی نظر منلی دی او  د  خوراکی شيانو په وسيله د ناروغيو  علاجول او  په  خوراکونو کښی  د  چينی عنعنوی  درملو  اچول  د  چين په ولسونو کښی  د  روغتيا د  ساتنې او  د  ناروغيو د  وقايی او تداوۍ دپاره  ډيره  ښه طريقه  ګرځيدلی ده ٠

       د خوراکونو په  وسيله  د ناروغيو علاجول  له سبزيو او نورو خوراکونو څخه  د  دواګانو  په توګه  استفاده  کول  دی٠ مثلأ په چين کښی   نژدی هرې کورنۍ  ته  معلومه ده چه  که  څوک  سړو وهلی وی،  نو له  ادرکو ، پيازو او  سرې بورې څخه  ښوروا  پخوی  او  بيا يی څښی،   وروسته  له هغه  چه  بدن  يی خوله وکړی،  ناروغی  به يی هم  ژر  جوړه شی٠  د  قبلالميلاد له شپږمې  پيړۍ  راهيسی چينائيان  ګلونه  د  سبزی  په توګه  خوری چه  له دی لاری   ناروغۍ  علاجولای شی او په تيره بيا  د  ښځو دپاره ډير  ګټور  دی ٠  په چين کښی څه دپاسه  زر ډوله ګلونه  وده کوی او  له  دی جملې څخه  څه نا څه  دری سوه ډولونه  خوړل کيږی٠

      دغه راز په چين کښی  د  ناروغيو د  وقايی او  تداوۍ دپاره  په خوراکونو کښی  د  چينی عنعنوی  درملو اچول  هم   لرغونی  تاريخ  لری  او  تر اوسه پوری   ورځ  په ورځ  د  چينائيانو لخوا  منل شويدی٠   عنعنوی  درمل لرونکی  خوراکونه  او  شربتونه   نه يوازی  په  چين کښی تود  بازار لری ،  بلکه  په  بين المللی بازارونو   او  د زياتو خارجيانو  په  ژوند کښی  هم  داخل شويدی٠