د بيجنګ  داوپرا تاريخ
中国国际广播电台


      
د چين د بيجنګ اوپرا د ختيځې نړۍ د اوپرا بل نوم نومول شوی دی  ٠دا اوپرا بيخي او بالکل  د چين  ملي کلتور عصاره ده ، څرنګه چې نوموړي اوپرا په بيجنګ کې رامنځته شوې ده ، نو ځکه خلک ورته د بيجنګ اوپرا وايي ٠ د بيجنګ اوپرا څه دپاسه دوه سوه کاله تاريخ لري ،د بيجنګ اوپرا سرچينه د څو محلي اوپراوو څخه  رامنځته شوې ده  ، په تيره بيا د چين د ان خوي ولايت  محلي اوپرا د بيجنګ د اوپرا د رامنځته کيدو دپاره ستر او مهم رول لوبولی دی ، په ١٧٩٠ کال کې د ان خوي د ولايت د اوپرا  يو هنري هئيت د امپراطور د زيږيدنې د ورځې د نمانځنې دپاره پايتخت بيجنګ ته راغی او ښه ننداره يې وښودله ، ورپسي د نوموړي ولايت زياتو هنري هئيتونه   هم د نندارې د ښودلو دپاره د بيجنګ ښار ته هم راأغلل ٠ د شلګونو کالو د تيريدو نه وروسته د شلمې پيړۍ تر لومړيو وختونو پوري د بيجنګ اوپرا په اساسي ډول  راممنځته شوه  او په چين کې د لويو او مهمو اوپراوو څخه شميرل کيږي٠

    د چين د بيجنګ  په اوپرا کې پخوا څلورو تنو لوبغاړو  ډير شهرت موندلی و   چې دوي په جلا جلا توګه مۍ لان فانګ ، شانګ سياو يون ، چنګ يان چيو او سيون خوي شينګ  نوميدل ،هنرمند مۍ لان فانګ په نړۍ کې هم ډير شهرت وموند ،

     

تصوير :څلور نامتو دان 

د چين د ورخلاصون او اصلاحاتو د پيل کيدو نه راهيسي د بيجنګ اوپرا نوي ترقي هم موندلې ده ٠ هغه د چين د عنعنوي  کلتوري او هنري عصارې په توګه د چين د حکومت قوي ملاتړ خاصل کړی دی ، دغه راز د بيجنګ اوپرا د چين او خارجي هيوادونو ترمنځ د کلتوري راکړې ورکړې په بهير کې  ډير ښه او مهم  رول لوبولی او لوبوي يې ٠