د جاو په نامه د کورنۍ پاتي ماشوم  
中国国际广播电台

      

د ميلاد نه دمخه له اتمې پيړۍ نه تر پنځمې پيړۍ پوري  د جين په نامه  ملوک الطوايفي کې  دوه  تنه وزيران  وو چې يو يې جاو دون نوميده او د پاچا  سره يې ډيره وفاداري درلوده او بل يې جنرال و چې تو ان ګو نوميده ، هغه د جاو دون سره دښمني درلوده  او هميشه به يې غوښتل چې جاو دون ووژني ٠ يوه ورځ تو ان ګو د چلبازي په واسطه جاو دون وواژه ، خو د جاو دون کوچني زوي له  وژنې څخه وژغورل شو  او د جاو دون د يوه نژدې ملګري  لخواچې چنګ اينګ نوميده پټ او وروزل  شو ، کله چې نوموړي ماشوم لوي شو ، چنګ اينګ  هلک ته  يې د هغه د پلار او نورو خپلوانانو د وژنې غمجينه کيسه وويله ،  نوموړي هلک  نوموړي  کيسه واوريدله قسم يې وخوړ چې حتمأ به د خپل پلار او کورنۍ دپاره د تو ان ګو څخه انتقام واخلي ٠ وروسته نوموړي هلک د خپلوانو او نورو ملګرو په مرسته  انتقام واخيست ٠