سوه لين نانګ
中国国际广播电台

      

 پخوا د چين د شان دونګ ولايت د دنګ جو په ښار کې يو بډاي تجار د سيوي سيانګ لين په نوم يوه لور درلوده ٠ پلار او مور يې ورسره ډيره مينه لرله ،کله چي سيانګ لين لويه شوه ، پلار او مور يې د خپلې لور دپاره زيات جهيزونه برابرکړل او مور يې خپلې لور سيانګ لين ته د سوه لين نان په نامه يوه  وريښمينه کڅوړه ورکړه او پکې يې  زيات قيمتي شيان کيښودلې و،  کله چې د واده په ورځ  سيانګ لين  د ډولي په واسطه د زوم کور ته  سپارله کيده ، د تګ په لاره کې  ناڅاپه باران شو  ، سيانګ لين  او ددې نور خپلوان  د باران څخه د ډډه کولو دپاره  يوې برنډې ته ننووتل ،په دې وخت کې يوه بله ډولي هم دې برنډې ته ننووتله ، سيانګ لين  وليدل چې دا يوه کوچنې او زړه ډولي  ده  او له هغې ډولي څخه يې  د يوې  ښځې  د ژړا اواز واوريد، ، سيانګ لين د خپلې وينځې له لاري د ژړونکې ښځې څخه پوښتنه وکړه ، هغې ښځې چې جاو شو جينګ نوميده  وويل څرنګه چې ددې کور ډير غريب دی ، مور يې لاپخوا مړه شويده  ،  پلار يې سپين ږيری دی او پيسې يې نه درلودې چې دخپلې لور دپاره جهيز برابرکړي  ٠ هغه دا ويره لري چې په راتلونکي کې به يې  خپل پلار د چا پاملرنه ترلاسه نه کړي ، سيانګ لين د ښځې جاو شو جينګ  خبره واوريده ، ورسره يې  د زړه له کومې د همکاري احساسات رامنځته کړې  او د سوه لين نان وريښمينه کڅوړه يې چې پکې زيات قيمتي شيان موجود دي  د تحفې په توګه جاو شو جينګ ته ورکړه ٠خو خپل نوم يې ورته نه دی ويلی ٠ کله چي باران ودريد ، دوي په جلاجلا توګه د خپل زوم کور ته ولاړې