مور ته کتنه 
中国国际广播电台

      

د ميلادي لسمې پيړۍ نه تر دوولسمې پيړۍ پورې  د چين په شمال ختيځ کې د ملي اقليت د(( لياو)) په نامه  يو رژيم و او څوڅو ځله يې د هان قوم د ((سونګ )) پر امپراطوري  حکومت باندې تيري وکړ اود دواړو حکومتونوترمنځ به کال  په کال جګړې پيښيدلې ٠

   د  سونګ په امپراطوري حکومت کې د يانګ جيا جيانګ په نامه يوه کورنۍ موجوده وه  چې د کورنۍ د غړو اکُثريت يې د چين په وو شو يعني په ګونګ فو باندې ډير ښه پوهيدل ، د نوموړي کورنۍ خاوند يانګ يې او ميرمن يې شې ساي خوا نوميدل ، دوي اته زامن او دوې لوڼې درلودلې ، ټول يې په وو شو کې لوي لاس درلود او ډير توريالي  وو او په زياتو جګړو کې يې سترې کارنامې ترلاسه کړې وې ٠

      

 په يوه جګړه کې د يانګ جيا جيانګ څلورم زوي يانګ يان سي د لياو د حکومت د پوځ د چلبازي له امله د لياو د پوځيانو لخوا ونيول شو٠ خو د لياو پوځيان هغه ونه پيژاند ، د لياو د رژيم ملکې وليدل چې يانګ يان سي يو ښه ځوان دی او په وو شو ډير ښه پوهيږي نو خپله لور يې د يانګ يان سي  ته ورکړه٠ يانګ يان سي د شهزادګۍ سره د واده کولو نه وروسته ديوه زوي خاوند شو٠

       د ١٥ کالو نه وروسته د لياو په نامه حکومت يو ځل بيا په لويې پيمانې سره د سونګ پر امپراطوري حکومت باندې يرغل وکړ٠ يانګ يان سي او دده ميرمن هم د ملکې سره جنګي ډګر ته ورسيدل ٠د يانګ جيا جيانګ د کورنۍ شپږم زوي يانګ يان جاو د سونګ د امپراطوري حکومت د مارشال په توګه وټاکل شو او د خپلې مور او دکورنۍ د نورو غړو سره هم جنګي ډګر ته ورسيدل ٠ د يانګ جيا جيانګ د کورنۍ څلورم زوي يانګ يان سي خبر واخيست چې مور يې هم نظامي ډګر ته راغلې ده ، نو ويې غوښتل چې د سونګ د امپراطوري حکومت نظامي کمپ ته ولاړشي او د خپلې مور او د کورنۍ د نورو وروڼو او خويندو سره وګوري ، خو څرنګه چې دواړه خواوي دښمنان  وو ، د لياو په نظامي کمپ کې بې د ملکې د حکم د لوحې څخه هيڅوک ونشو کړای چې د (( لياو)) له پوځي کمپ څخه د(( سونګ )) نظامي کمپ ته ولاړشي   په دې وخت کې يانګ يان سي مجبورشو چې خپله اصلي څيره يې خپلې ميرمنې شهزادګۍ ته وښيي  او د ميرمنې څخه يې غوښتنه وکړه چې خپلې مور ته د کتنې په غرض ورسره مرسته وکړي ٠ د خپل ميړه د پر له پسې غوښتنو له امله  د يانګ يان سي مهربانې ميرمنې پريکړه وکړه چې د خپل ميړه سره مرسته وکړي ، يوه ورځ هغې د خپلې مور ملکې څخه فرمان په پټ ډول ترلاسه کړه او خپل ميړه ته يې ورکړه ، يانګ يان سي د نوموړي فرمان په لرلو سره په سالمه توګه د(( لياو))

 له پوځي کمپ څخه د ((سونګ )) د امپراطوري حکومت نظامي کمپ ته ورسيد او د خپلې مور ، وروڼو او خويندو سره يې وکتل ٠