د اشرفي ګل په نامه برنډه
中国国际广播电台

     

پخوا د چين په جنوب کې د نان ان په نامه ولسوالي کې ولسوال دو باو يوه لور درلوده چې دو لي نيانګ نوميده ، نوموړي نجلۍ ډيره ښکلې او زيرکه وه ، د پسرلي په يوه ورځ  هغه د خپلې وينځې سره د ساعت تيري دپاره  د خپل کور باغ ته ولاړه ، په هغه وخت کې زيات ګلان غوړيدلي او واښه هم شنه شوي ؤ ، مرغانو د ونو پر څانګو باندې سندرې ويلې ، منظره يې بيخي ښکلې ښکاريده ، کله چې نجلۍ دو لي نيانګ  ستړې شوه ، نو خپلې کوټې ته بيرته ستنه او پر خپل چپرکټ باندې ويده شوه  ، په خوب کې هغې وليدل چې يو ښکلی  زلمي يې د کور باغ  ته راغلی  او د دو لي نيانګ سره خبرې کوي ، ورو ورو دواړو يو دبل سره مينه پيدا کړه  ، په دې وخت کې د دو لي نيانګ مور راغله او خپله لور يې راويښه کړه  او د دو لي نيانګ  خوږ خوب يې مات کړ ، دو لي نيانګ بيا باغ ته ولاړه ،  ويې ليدل چې  باغ همغه باغ دی  ، مګر په خوب کې يې ليدل شوي زلمي پکي نشته  ٠ نجلۍ خوابدي شوه  او ورځ په ورځ د خپل ناپيژندلی معشوق  په عشق کې په ناروغي اخته شوه ، نجلۍ د ناروغي په موده کې  د خپلې څيرې سره سم يو تصوير وکښل  او د باغ پر يوه ډبرين ميز باندې يې کيښود ، لږه موده وروسته نجلۍ دو لي نيانګ مړه شوه ، پلار او مور يې د نجلی دو لي نيانګ د غوښتنې سره سم د خپلې لور جنازه  په باغ کې  ښخه کړه  او د خپلې لور دپاره يې يو ګور جوړکړ، ددې نه وروسته د دو باو کورنۍ بل ځای ته انتقال وکړ٠

   

  د يوې مودې نه وروسته يو زلمي چې ليو منګ مۍ نوميده د سيل  دپاره د دو باو باغ  ته راغی او د باغ پر يوه ميز باندې يې د نجلۍ د څيرې سره سم کښل شوي نصوير وکوت ، هغه نوموړي تصوير خپل کور ته بيرته يووړ او پر ديوال باندې يې وځوړاوه ، او هره ورځ به يې نوموړي تصوير ته کتل او ورسره به  يې خبرې کولې  ، د نجلۍ دو لي نيانګ روح لاهم په باغ کې پاتي و ، او ويې ليدل چې زلمي ليو منګ مۍ په رښتيا ور سره ډيره مينه لري  نو هره شپه د زلمي کور ته تله او ورسره يې خبرې کولې ، زلمي ليو منګ مۍ د دو لي نيانګ څخه پوښتنه وکړه چې په کومه لاره کولای شي چې  د دو لي نيانګ سره يو ځای ژوند وکړي ٠ د نجلۍ روح ورته وويل زما ګور خلاص کړي نو زه به بيا راژوندي شم ، ، زلمي ليو منګ مۍ د نجلۍ دو لي نيانګ ګور خلاص کړ ، رښتيا وه چې نجلۍ دو لي نيانګ راژوندې شوه او د پخوا په شان ښکلې ښکاريده ، دوي  سره واده وکړ او په نيکمرغي سره يې ژوندکاوه ٠