中国国际广播电台
داسي يوه افسانه وه چې وايي په ډيره پخواني زمانه کې د چين د
غمۍ په نامه غره کې دوه ماران
په ښاپيريو بدلې شولې ٠ يو
سپينه وه او بل يې شنه ، دوي
د دنيا د ښکلو منظرو او د
معمولي خلکو د ژوند سره ډيره
مينه درلوده او ويې غوښتل چې
دنيا ته ولاړې شي د عامو
خلکو د نه ويرولو دپاره دوي
دواړو په معمولي دوو ښکلو
نجونو بدلې شوې چي سپين مار
يې د باي سو جن په نامه او بل
شين مار د سياو چينګ په نامه
ياديدل ٠
يوه ورځ دوي د چين د جۍ جيانګ
ولايت د ښکلي ښار هانګ جو ته
ورسيدلې او د شي خو په نامه د
جهيل د ښکلو منظرو څخه يې خوند
واخيست ٠ د سيل په وخت کې ناڅاپه
باران وشو ، دوي د يوه زلمي سره
چې شيوي سيان نوميده مخامخ شوې ،
شيوي سيان خپله چتري باي سو جن
او شياو چينګ ته ورکړه ، باي سو
جن د شيوي سيان له اقدام څخه
معلومه شوه چې هغه يو ډير ښه زلمی
دی ، نو ورسره يې مينه درلوده ،
لږه موده وروسته باي سو جن د
شيوي سيان سره واده وکړه ،او د
هانګ جو په ښار کې يې يو درملتون
جوړ کړ، سياو چينګ هم ورسره يو
ځای ژوندکاوه ٠
د
جنګ جيانګ په ښار کې د جين
شان په نامه يو معبد واقع و
چې پکې د فا های په نوم يو
بودا شته ، هغه په دې پوهيدل
چې بای سو جن او سياوچينګ
دواړه له مارانو څخه رامنځته
شوې ٠ يوه ورځ هغه د شيوي
سيان کور ته ولاړ او ورته يې
وويل چې بای سو جن يو لوي
مار دی ، او دا يې هم وويل چې
خپلې ښځې ته هغه شراب ورکړي
چې د شيونګ هوانګ په نامه
يوډول بوټي پکې ګډ شوي دي ،
بای سو جن په دې خبر نه وه ،
نو نوموړي شراب يې وڅښل، او
خپل اصلي صورت يې راښکاره کړ،
شيوي سيان وليدل چې پر چپرکټ
باندې يې يو غټ سپين مار پروت
دی ، نو د ويرې له امله مړ
شو،
بای سو جن د مرګ څخه د خپل ميړه
د نجات دپاره د د لينګ شان په
نامه غره ته ورغله او ويې غوښتل
چې د لينګ چي په نامه يو ډول خاص
بوټي واخلي ترڅو ورڅخه په استفادې
سره خپل ميړه له مرګ څخه بيرته
راژوندي کړي ٠ بای سو جن په غره
کې د لينګ چي د ساتونکو سره
شديده جګړه وکړه ، په اخره کې يې
د لينګ چي په نامه بوټي ترلاسه کړ
او خپل کور ته بيرته ستنه شوه او
د نوموړي بوټي په واسطه يې خپل
ميړه شيوي سيان بيرته راژوندي کړ٠
|