د عشق د ګټلو دپاره مبارزه

中国国际广播电台

 

د جونګ شان په نامه د ملک الطوايفي شيو دونګ ښځې قوي هيله درلوده چې يو زوي ولري ، په يوه کال کې هغې يوه لور وزيږوله ، په کور کې د خپل لوړ مقام د ساتلو دپاره هغې د خپلې لور په بدل کې يو هلک واخيست ، مخکې له دې نه هغې د خپلې لور پر اوږې باندې د زړه په شکل يو کوچنی سور مهر ولګاوه او راوړل شوي ماشوم ته يې د شيو تيان باو نوم ورکړ٠

          د اتلسو کالو نه وروسته د يوه عالي رتبه مامور زوي چې څانګ مين نوميده په زور سره يې يوه نجلۍ چې باي لي اينګ نوميده وتښتوله او د نجلۍ پلار يې هم وواژه  په دې وخت کې شيوتيان باو چې يو عدالت غوښتونکي هلک و دا کيسه وليدله نو نجلۍ باي لي اينګ يې د څانګ مين له ﻻسه وګټله او په يوه ځای کې يې پټه کړه ٠ د وخت د تيريدو سره سره دوي دواړو يو له بل سره مينه او عشق پيداکړ، خو د شيو تيان باو مور د نجلی د کور د غريبۍ او بيوزليتوب له امله نجلۍ باي لي اينګ خوښه نه کړه ، په دې کال کې امپراطور خپله لور شيو تيان باو ته کوژده کړه ٠ تيان باو مجبور و چې د شاهزادګۍ سره واده وکړي ، مګر دده په زړه کې نجلۍ باي لي اينګ مهم مقام نيولی و ٠ شاهزادګۍ په دې کار خبر شوه ، ډيره په قهر شوه او ويې غوښتل چې باي لي اينګ ووژني ٠ تيان باو د شاهزاده ګۍ سره تل ددې کار په باره کې جنګ او جنجالونه کول ٠ يوه ورځ يې شاهزادګۍ ووهله ٠ شهزاده ګۍ خپل پلار امپراطور ته ولاړه او په ژړا سره يې نوموړي کيسه وويله ٠ امپراطور ډير په قهر شو او ويې غوښتل چې باي لي اينګ ووژني  ، يوه ورځ د تيان باو مور په تصادفي سره داوليدل چې د نجلۍ باي لي اينګ پر اوږې باندې  د زړه په شکل يو سورمهر شته  نو په دې وجه پوه  شوه چې نجلۍ باي لي اينګ يې خپله لور ده ، د مرګ  څخه د باي لي اينګ د ژغورلو دپاره د تيان باو مور د خپلې کور پخواني کيسه امپراطور ته وويله ٠ او ويې ويل چې باي لي اينګ اصلا د جونګ شان په نامه د ملک الطوايفي  شيو دونګ لور ده ، امپراطور نوموړي کيسه واوريدله د امپراطور د غولولو په توريې حکم وکړ چې شيو تيان باو ووژني ٠

          د اعدام ميدان ته د وړل کيدو نه مخکې شيو تيان باو د باي ليي اينګ سره پريکړه وکړه چې دواړه بايد د مينې او عشق دپاره په يوه وخت کې مړه شي ، په بل عبارت کله چې د شيو تيان باو د وژنې وخت ورسيږي نو نجلۍ باي لي اينګ به په خپل کور کې خپل ځان ووژني ، د شيو تيان باو د وژنې وخت ورسيد ، په دې وخت کې شاهزادګۍ د امپراطور څخه د شيو تيان باو د عفو کولو امر ترلاسه کړ او د مرګ په ډګر کې يې شيو تيان باو خوشي کړ ، مګر نجلۍ باي لي اينګ په دې خبره  نه وه ٠ هغې  په ټاکلي وخت کې په خپل کور کې خپل ځان وواژه ٠

           په دې وخت کې له أسمان څخه  باران واوريد لکه چې د نجلۍ باي لي اينګ د مړينې له امله يې خواشني او خواخوږي  څرګندوله٠