دولتی  شورا او  د هغی په مشرۍ  وزارتونه او کميسيونونه

中国国际广播电台


 

دولتی شورا :

د چين دولتی  شورا  يعنی دچين  مرکزی ولسی حکومت  د هيواد  عالی  اداری ارګان دی  . هغه د ملی ولسی کانګرس  او د هغه  د دايمی کميټې لخوا جوړشوی  قوانين او تصويب شوی پريکړی او فيصلی اجرا کوی  او نوموړی کانګرس او دايمی کميټې ته مسئوله او مکلفه ده  او  د خپل  کار په  باب   رپوټونه  ورته  وړاندی  کوی . دولتی شورا  دا حق لری  چه د خپل  اختيار  په  چوکاټ کی اداری  تدبيرونه  وټاکی ، اداری قوانين او قاعدی  جوړې کړی  او فيصلی اواحکام  صادر کړی  . دولتی شورا  د صدراعظم ، د صدراعظم  د مرستيالانو ، دولتی کميشنرانو ، د مختلفو وزارتونو د وزيرانو ، د مختلفو کميسيونونو  د رييسانو ، د هيواد د  حسابونو د تصفيې د  چارو  د رييس  او سرمنشی  څخه  جوړيږی   .

   اوسنی صدراعظم  وين جيا  باو  دی .

   اوس د چين  په دولتی شورا  کی  د  خارجه  چارو د وزارت ، ددفاع د وزارت ، د هيواد  د انکشاف  او اصلاح   د کميټې ،  د پوهنی  د وزارت ، د علمی او تخنيکی چارو د وزارت ، د ملی دفاع  په اړوند د علمی او تخنيکی  صنايعو  د کميټې ،  د هيواد د ملی اقليتونو د چارو د کميټې ، د عامه امنيت  د وزارت ،  د ملی امنيت  د چارو د وزارت ، د دولتی مامورينو د نظارت او څارنی   د چارو د وزارت ،  د مدنی  چارو  د وزارت ،  د عدليی  د وزارت ، د ماليی د وزارت ،  د کارګزينۍ  د وزارت  ،

د کار او   ټولنيز ضمانت  د وزارت ، د اوسپنيزو  پټليو  د  وزارت  ، د مواصلاتو د وزارت ، د هيواد د  ځمکنی  منابعو  د وزارت ، د ساختمانی چارو د وزارت ، د

 

انفورميشن  او اطلاعاتی  صنابعو  د وزارت ، د اوبو لګولو د وزارت  ، د فرهنګ  د  وزارت  ، د روغتيا د وزارت  ، د کرنی  د وزارت  ، د سوداګرۍ د وزارت ، د نفوسو او د کورنيو د لارښوونی  د چارو د کميټې ، دچين د ولسی بانک  او  د حسابونو د تصفيی  د چارو ددولتی  اداری  په  شمول ٢٨  يونټونه   شامل  دی . 

د خارجه  چارو وزارت  :

د بهرنيو چارو وزارت   د دولتی  شورا  تر اداری لاندی  يو داسی  څانګه  ده  چه د هيواد د خارجی پاليسی د اجراکولو  او  د خارجه  چارو په اړه د ورځنيو کارونو  د ترسره کولو  دنده  په  غاړه  لری .  د خارجه چارو د وزارت  عمده  دندې او مسئوليت  ددولت او حکومت  په  استازيتوب  د خارجه  چارو  اداره کول دي   لکه  د خارجی  سياستونو  او تصميمونو  اعلانول  ،  د ديپلوماتيکو اسنادو او اعلاميو  صادرول  ،د  ديپلوماتيکو مذاکراتو او د رسمی  تماسونو  ترسره کول ، د تړونونو، موافقتنامو  او داسی نورو ديپلوماتيکو اسنادو  لاسليک کول  ،  د ملګرو ملتو  د موسسی او  د حکومتونو ترمنځ   په  بين المللی غونډو  او د  نړيوالو سازمانونو  په  فعاليتونو کی  ګډون کول ، د هيواد  په  بهر کی د  سفارتونو ، کونسلګريو او نورو  اړوندو  نمايندګيو  د جوړيدو  ترسره کول  ،  په  خارج کی  د چين  د اتباعو د چارو  اداره کول ، په  بهرنيو چارو کی   د دولتی شورا د مختلفو وزارتونو او کميسيونونو  د اړوندو څانګو  او د  مختلفو  ولايتونو ،خودمختارو سيمو  او ددولتی شورا  تر مستقيمی اداری  لاندی  د  لويو ښارونو د اړوندو فعاليتونو لارښودنه ،  تنظيم  او هماهنګۍ کول   او  د خارجه چارو   د اړوندو  مامورينو   روزل  او اداره کول    .

  د چين   د  اوسنی  خارجه  وزير  نوم   لی جاو  شينګ  دی  .

 

  د هيواد  د انکشاف او اصلاحاتو د چارو    کميټه   :

   ددی  کميټې  عمده  دندی  په دی ډول  دي _  د ملی اقتصاد او ټولنيز ترقی  په  باب د  ستراتيژۍ  ،د  منځنی او  اوږدې مودې لپاره  د پلانونو  او کلنی  پلانونو  جوړول  او عملی کول ، د  هيواد په  داخل او بهر  کی د اقتصادی حالاتو او اقتصادی  پرمختګ  د څيړلو او تحليلولو پر اساس  د هيواد  د عمومی  اقتصادی  اوضاعو  پيشبينی کول   ،  د اقتصاد او ڼولنی د هماهنګ انکشاف  لپاره  د هيواد  د اقتصادی امنيت په  اړه    د  مهمو  موضوعاتو د څيړنی نه وروسته  د اقتصاد  د عمومی تنظيم او کنترول  د  پاليسيو  په  هکله  دتجويزونو  وړاندی کول    ، د لويو  اقتصادی پروګرامونو او پروژو  او د توليدی  قواؤ د ترتيباتو په باره کی  د پلانونو  جوړول  ، د هيواد د ابادی  په اړه  د  مالی  لګښتونو  ويشل  او د  خارجی  کريدتونو د  استعمال  او  د  اړوندو  پاليسيو سره سم  د کريدتونو  د  استعمال  د جهت  لارښودنه او نظارت  کول ، په   غير منقولو جايدادونو کی د غير دولتی  پانګې اچونی  د جهت  لارښوونه  کول  ،  د  بهرنيو سرمايو د استعمال  او په  خارج   کی  د  پانګه اچونی  په  خاطر  د ستراتيژيکی  اهدافو  او  پاليسيو  څيړل  او د هغو وړاندی کول  ،  د  هغو  ساختمانی  پروګرامونو  چه د دولت  لخوا پيسی  برابريږی ،  نورو  سترو  ساختمانی  پروژو ، د خارجی سرمايو په اړوند  د سترو پروګرامونو ،  د هيواد  په  بهر کی  د منابعو د  بهربرادرۍ  او  د زياتو خارجی اسعارو  د مصرفوونکو پروګرامونو په  هکله  د پلانونو  جوړول  ، د ملی اقتصاد او  ټولنيز انکشاف  ، د اقتصادی سيستم  د  اصلاح  اوخارج ته  د ورخلاصون  په  باب د اداری  قوانينو  او قاعدو  تدوينول او

طرح کول  ، د اړوندو قوانينو او اداری  قاعدو  په  تدوينولو او عملی کولو کی برخه  اخيستل   او داسی نور  .  ښاغلی  ما کای  د هيواد  د انکشاف او اصلاحاتو    د کميټې  اوسنی  رييس دی  .

د سوداګرۍ  وزارت   :

د چين  د سوداګرۍ  وزارت د ٢٠٠٣ کال  د مارچ  په  مياشت کی  په  رسمي توګه  جوړ شوی  او عمده دندی  او مسئوليت  يی  دا  دی  __  د کورنی او بهرنی  تجارت  او د بين المللی اقتصادی  همکارۍ  په باب  د انکشافی ستراتيژيکی  پلانونو ، سياستونو او پاليسيو جوړول او د کورنی او بهرنی  تجارت  ، د بين المللی اقتصادی  همکارۍ او په  چين کی د بهرنيو سوداګرانو د  پانګه اچونی  په  اړوند  د قوانينو او قاعدو  تدوينول  . د هيواد د کورنی تجارت  په باب د انکشافی  پلانونو جوړول ،د تجارتی شيانو د دوران  د سيستم  د اصلاح په  هکله د  تجويزونو څيړل  او وړاندی کول  .  د ښارونو او کليو  د بازارونو د جوړولواو تودولولپاره  د تدبيرونو  نيول . د بازاری فعاليتونو او د مالونو د دوران د نظم د منظم کيدو او د بازاری انحصار او سيمه ايز بنديز د ماتولو او له منځه وړلو په خاطر د پاليسيو  څيړل  او جوړول   ترڅو يو  واحد ، ورخلاصی ، رقابتی  او منظم  بازاری سيستم  رامنځ ته کړی  او پياوړی کړی شی  .  د بازاری  فعاليتونو او د تجارتی مالونو د عرضې  او اړتياؤ د  اړوندو معلوماتو د ترلاسه کولو پر اساس  په بازارونو کی  د مهمو استهلاکی  شيانو د  تنظيم او کنترول  او د مهمو توليدی وسايلو د دوران په هکله د اداری  سيستم  جوړول  .  د وارداتی او صادراتی شيانو د اداره کولو په باب د طريقو او د اړوندومالونود فهرست څيړل  او ټاکل او د نوموړو مالونو دسهميو  د پلانونو  عملی کول  ،د اړوندو سهميو ټاکل  اود اړوندو جوازنامو ويشل  . د وارداتی او صادراتی شيانو دسهيميو په باب  د مناقصی د پاليسی  جوړول او اجراکول . د اجناسو د  ضد دمپينګ  ،ضد اضافی مرستی اوساتندونکو  اقداماتو  او د توريد او صدور  په بهير کی د  منصفانه معاملاتو  په    اړوند د   نورو کارونو په هماهنګۍ موظف  کول   ، دتوريد او صدور د منصفانه  تجارت  په بهير کی  د مخکينی  پيشبينی د مکانيزم  رامنځ ته کول  او په توليدی فعاليتونوکی راپيدا شوی   تاوانونه  تر پلټنی او تحقيقاتو لاندی راوستل . د چين  د صادراتی  مالونو په هکله د بهرنی هيوادونو او سيمو  د ضد ډمپينګ  ،ضد اضافی مرستی او ساتندونکو  اقداماتو په نسبت  د دعوی  دوسيو ته  د ځواب ورکولو  او مربوطو  کارونو لارښودنه او هماهنګی کول   او داسی نور .