مرکزي نظامی کميټه

中国国际广播电台


  

د چين د کمونست ګوند مرکزی نظامی کميټه  د واکمن کمونست ګوند تر لارښوونی لاندی  عالی  نظامی لارښوونکی  ارګان  دی  او د رييس ، مرستيالانو او نورو غړو  څخه  عبارته ده . دغه کميټه  د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې لخوا ټاکل کيږی   اود هيواد وسله والی قواوی د رييس  په  مشرۍ د کميټې تر مستقيمی قوماندانۍ لاندی راولی . 

  د چين د ولسی جمهوريت  مرکزی  نظامی کميسيون  د دولت  نظامی لارښوونکی  ارګان دی  او د  ملی وسله والو قواؤ  قوماندانی کوی  .  په دی کميسيون کی  رييس ، مرستيالان  او غړی  شامل دي   . رييس يی  د ملی ولسی کانګرس  لخوا  د رای ګيرۍ لاری ټاکل کيږی  اوملی ولسی کانګرس او د هغه دايمی کميټی ته مسئول  او مکلف  دی  .د مرکزی نظامی کميسيون  د هری دورې  د ماموريت موده  پنځه کاله ده  ،خو د  دورو شمير  يی  نه ټاکل کيږی .

د چين وسله والی قواوې  د چين د ولسی ازادی بخښوونکی اردو ، د چين دولسی وسله والو پوليسو د يونټ  او مليشاؤ  څخه عبارتی دي .ولسی ازادی بخښوونکی اردو  د هيواد په دايمی وسله والې قوې پوری اړه لری ، د وسله والو پوليسو يونټ د هيواد  د امنيت او ټولنيز نظم  د ساتلو  دنده  په غاړه لری  او مليشاوی  يوه داسی وسله واله قوه بلله کيږی چه په توليدی فعاليتونو کی  برخه  لری  .

دچين د کمونست ګوند د مرکزی نظامی کميټې  او د چين د ولسی جمهوريت  د مرکزی نظامی کميسيون اوسنی رييس  شي جين پينګ  دی .