中国国际广播电台
ولسی محکمی د هيواد د محاکمی ارګان دی . دچين په
هيوادکی لومړنی عالی ولسی
محکمه او په مختلفو ولايتونو
،خودمختارو سيمو او د مرکزی
حکومت تر مستقيمی اداری لاندی
په لويو ښارونو کی لوړې ولسی
محکمې شته . له پورتنيو
محکمو نه پرته ، منځنی ولسی
محکمی او د اساسی يونټونو ولسی
محکمی هم موجودې دي .دچين د
محاکمی د عالی ارګان په توګه
لومړنی عالی ولسی محکمه په
خپلواک ډول د محاکمی حق اجرا
کوی او د محلاتو د بيلا بيلو
درجو د ولسی محکمو او اختصاصی
ولسی محکمو د محاکمی د کارونو
د نظارت لپاره ډير لوړ ارګان
هم دی . لومړنی عالی ولسی
محکمه ملی ولسی کانګرس او د هغه
دايمی کميټې ته مسئول دی او د
خپل
کار په باب رپوټ ورته وړاندی
کوی . د لومړنی عالی ولسی محکمی
د رييس او مرستيالانو ، دغه راز
د لومړنی عالی ولسی محکمی د
محاکمی د کميټی د غړو تقرر ټول
د ملی ولسی کانګرس لخوا فيصله
کيږی .
د لومړنی عالی ولسی محکمی مسئوليت او
دندې دادی _ لومړی هغې دوسيې
تر محاکمی لاندی نيول کيږی کوم
چه د محلی محکمو لخوا
اعلان شوی نتيجې نه منل کيږی
او د لومړنی عالی ولسی څارنوالی
د رياست لخوا د محاکمی د نظارت
د پروګرام له مخی وړاندی کيږی .
دوهم د اعدام د محاکمی
منظوريږی . دريم د بيلابيلو
درجو د ولسی محکمو لخوا د اعلان
شوی محاکمی يا قضاوت د سهوو په
مقابل کی لومړنی عالی ولسی
محکمه حق لری چه اړونده دوسيه
تر خپلی محاکمې لاندی ونيسی يا
د لاندنی درجی محلی محکمی ته
حکم ورکړی چه تربيا محاکمی
لاندی ونيول شی . څلورم د هغو
جرمونو د چوکاټ د
ټاکلواومنظورولو حق لری کوم چه د
جزايی قانون د مادو په جمله کی
په واضيحه توګه نه دی ليکل شوی .
پنځم د دوسيود محاکمه کولو په
بهير کی د اړوندو قوانينو د مشخص
استعمال او داسی نورو موضوعګانو
په باب توضيحات ورکول کيږی .
دچين د لومړنی عالی ولسی محکمی اوسنی رييس
سياو يانګ دی .
|