中国国际广播电台
د
چين کمونست ګوند د چين د کارګری
طبقی ، د چين د خلکو اوچينی ملت
سرأهنګ ګڼل کيږی او د چين د
خصوصيت لرونکی سوسياليزم د
ودانولو دداعيی د لارښوونی زړی
دی . هغه د چين د پرمختللی
توليدی قواؤ د انکشافی غوښتنی ، د
چين د مترقی فرهنګ د پرمختګ د
جهت او دچين د ګڼ شمير وګړو د
اساسی ګټو نمايندګی کوی .
د چين د کمونست ګوند عالی ارمان او أخری مرام د کمونيزم
ترسره کول دی . د ګوند په
اساسنامه کی ټاکل شوی چه د چين
کمونست ګوند مارکسيږم
–لنينيزم ، دماو زه دونګ افکار ، د دينګ
شياو پينګ تيوری او (( د درو
نمايندګيو )) په باب مهمه مفکوره
د خپلو عملياتود لارښود په توګه
ګڼی .
د چين کمونست ګوند د ١٩٢١کال د جولای په مياشت کی جوړشوی . د
١٩٢١کال نه نيولی تر ١٩٤٩کاله
پوری د چين خلکو د کمونست ګوند
تر لارښوونی لاندی د ګرانو او
سختو مبارزو نه وروسته د
امپراليزم ، فيوډاليزم او
بوروکرات کاپيتاليزم تسلط سرچپه
کړی او د چين ولسی جمهوريت يی
جوړ کړی دی . د نوی چين د جوړيدو
نه راوروسته د چين د کمونست ګوند
په مشرۍ دهيواد د بيلا بيلو
قومونو وګړو ملی خپلواکی او
امنيت ساتلی ، په بريالی ډول يی
د چين ټولنه دنوی ديموکراسی
څخه د سوسياليزم مرحلی ته
رسولی او د پلان سره سم يی په
لويی پيمانی سره د سوسيالستی
ابادۍ په بهير پيل کړی ، او په
دی توګه د چين اقتصادی او
فرهنګی چارو په تاريخ کی بی ساری
او ستره ترقی موندلی ده .
په ١٩٥٦کال کی د توليدی وسايلوپه برخه کی د سوسيالستی اصلاحاتو
د دندې د ابتدايی ترسره کيدونه
وروسته د سوسياليزم د ودانولو
او ابادولو په بهير کی د چين کمونست ګوند د تجربو د کمبود او کموالی له امله ځينی سهوې
وکړې ،په تيره بيا له ١٩٦٦نه
نيولی تر ١٩٧٦کاله پوری په لسو
کالو کی د (( لوی کلتوری انقلاب
)) سخته سهوه وشوه .
د ١٩٧٦کال د اکتوبر په مياشت کی د (( لوی کلتوری انقلاب )) د
غورځنګ په پای ته رسيدو سره
چين نوی تاريخی انکشافی دوری ته
داخل شوی دی . د ١٩٧٨کال په پای
کی دچين د کمونست ګوند د ١١می
مرکزی کميټی د ٣م پلينوم د
جوړيدو له برکته د نوی چين د
جوړيدو راپديخوا ستر او ژور
اهميت لرونکی بدلون سرته رسيدلی
دی . په١٩٧٩کال کی دچين کمونست
ګوندد دينګ شياو پينګ د اصلاحاتو
او ورخلاصون د پاليسی په اجرا
کولو پيل وکړ . له هغه وخته
راهيسی چين د ملی اقتصاد او
ټولنيزی ترقۍ په ساحو کی د
نړيوالو د ليدو وړ او ستر
برياليتوبونه لاس ته راوړی او
دهيواد په بڼه کی يی د أسمان او
مځکی په شان ستر بدلونونه رامنځ
ته کړی دی . دغه دوره د چين د
ولسی جمهوريت د جوړيدو راهيسی د
هيواد د انکشافی حالاتو ډيره
غوره دوره ګڼله کيږی او په دی
دوره کی هيوادوالو ته رسيدلی
واقعی ګټی له هری تيری دوری
نه اوښتی دي .
د چين کمونست ګوند په دی ټينګار
کوی چه له بهرنيو هيوادونو او
سيمو سره خپلو روابطو ته زياته
پرمختيا ورکړی او د چين اصلاحاتو
اوورخلاصون او عصری ابادۍ ته د
ګټور نړيوال چاپيريال د رامنځ ته
کولو لپاره هڅه وکړی . په نړيوالو
چاو کی د چين کمونست ګوند د خپلواکی او سولی په خارجی سياست باندی
ټينګار کوی ، د چين استقلال او
حاکميت ساتی ، له تسلط غوښتنی
اود زور له سياست سره مخالفت کوی
، جهانی سوله ساتی او د بشريت
ترقی پرمخبيايی . د ملی
حاکميت او مځکنی بشپړتيا د باهمی
احترام ، پريو بل باندی د تجاوز
نه کولو ، د يو بل په کورنيو چارو کی د لاس نه وهلو ، د مساوات او متقابلو
ګټو اوپه سوله کی د ګډ ژوند د
پنځه ګونو اصولو پر اساس د نړۍ
له مختلفو هيوادونو سره روابط
ټينګوی . د چين کمونست ګوند د
خپلواکی او استقلال ، پوره
مساوات ، باهمی احترام او د يو
بل په داخلی چارو کی د نه
مداخلی په شمول د ٤ فقره ايز
اصل سره سم د نړۍ د بيلا بيلو
هيوادونو له ګوندونو اونورو
سياسی سازمانونو سره دوستانه
مناسبات قايموی او هغو ته
پرامختيا ورکوی . اوس د چين
کمونست ګوند د څه دپاسه ١٢٠
هيوادونو له ٣٠٠ نه زياتو سياسی
ګوندونو سره دوستانه روابط ساتی
.
د چين کمونست ګوند د خپلو مرام
نامی او اساسنامی له مخی د
ديموکراسۍ او سنټراليزم د
پرينسيپ پراساس جوړشوی واحده
موسسه ګڼل کيږی . د چين
د کمونست ګوند په اساسنامه کی
ټاکل شوی چه د چين هغه
هرکارګر،بزکر،عسکر ،منور
او د ټولنيزو طبقو نورممتاز او
مترقی شخصيت چه عمر يی ١٨
کالو ته رسيږی ،که د ګوند مرام
نامه اواساسنامه وپيژنی او حاضر
وی چه د ګوند په يوه اساسی
سازمان کی ګډون وکړی او پکی
په فعاله توګه کار وکړی ، د
ګوند هره فيصله عملی کړی او د
ټاکلی وخت لپاره ګوندی حق
العضويت ادا کړی ، نو
هغه د چين په کمونست ګوند کی د
شامليدو غوښتنه وړاندی کولای شی
.
د چين د کمونست ګوند په اړوندو
مرکزی موسسو کی ملی کانکرس
، مرکزی کميټه ، د مرکزی کميټې
سياسی اداره ، د مرکزی کميټې
دسياسی بيورو دايمی کميسيون ، د
مرکزی کميټې سکرتريت ، د مرکزی
کميټی نظامی کميسيون او د مرکزی
کميټې د انضباط او څارنوونکی
کميسيون شامل دی . د ګوند ملی
کانګرس په هرو پنځو کالو کی يو
ځل جوړيږی . دملی کانګرس
دتعطيل په موده کی مرکزی
کميټه د چين دکمونست ګوند عالی
لارښوونکی ارګان ګڼل کيږی .
اوس دچين کمونست ګوند نژدی ٧٠ مليونه تنه غړی لری او د ګوند
اوسنی عمومی منشی شي جين پينګ دی
.
|