د چين د يموکراتيک ګوندونه او ډلی

中国国际广播电台



په چين کی  د واکمن کمونست ګوند نه پرته ، د ديموکراتيکو ګوندونو اوډلو په نامه  نور اته  سياسی ګوندونه هم شته دي  او  نومونه  يی په دی ډول  دي _  د چين د ګوميندانګ  ګوند  انقلابی کميټه ، د چين  ديموکراتيکه اتحاديه ،دچين  د دولتی او ديموکراتيکی  ابادۍ   ټولنه  ، د چين د ديموکراتيک پرمختګ  ټولنه  ، دچين  د بزګرو او کارګرو  ديموکراتيک ګوند ، د چين  د جه ګونګ  ګوند ، د جو سان  ټولنه   او د تايوان ديموکراسۍ  او خود مختاريت  اتحاديه  . نوموړی سياسی ګوندونه اکثرأ  د جاپانی تيری په ضدد جګړې  او د هيواد د ملی  ازادی بخښوونکی جګړی  په بهير کی جوړ او پراخ  شوی دي . دوی  د سياسی لحاظه  دچين د کمونست ګوند د رهبرۍ څخه  ملاتړ کوی چه دا د نوموړو ګوندونو او ډلو  لپاره په  هغه بهير کی   تاريخی  انتخاب  ګڼل کيږی کوم  چه  د اوږدی مودې  راهيسی  يی له  کمونست ګوند  سره  ښه همکاری  او ګډی  هلی ځلی کړی  او کوی  يی . مختلف ديموکراتيک ګوندونه او ډلی د هيواد د  اساسی قانون  سره سم د  سياسی ازادۍ ،  تشکيلاتی خپلواکی  اود  قانونی مقام  له مساوات څخه برخمن  دی . له مختلفو ديموکراتيکو ګوندونو اوډلو سره د چين  د کمونست ګوند د همکارۍ  اساسی اصل  دا دی چه   دواړه خواوی بايد د اوږدی مودې لپاره ګډ ژوند  وکړی   ،  يو د بل نظارت  دی وکړی   ، په خپل منځ کی دی د نوک او غوښې  په څير نژدی اړيکی  وساتی  او يو د بل  په  غم او ښادۍ کی  دی  شريک  وی  .

  په چين کی  نوموړی  ديموکراتيک ګوندونه اوډلی په دولتی چارو کی د ګډون کوونکو ګوندونو پوری  اړه لری  او نه  په  غير واکمنو ګوندونو  او مخالفو ګوندونو پوری  . نن سبا  د چين د بيلا بيلو درجو د ولسی کانګرسونو په دايمی کميټو دولسی  سياسی مشورتی کنفرانس  د بيلا بيلو درجو  په  کميټو ، حکومتی ارګانونو او د اقتصاد ، فرهنګ ، پوهنی ، ساينس او تکنالوژۍ  په  شمول  بيلا بيلو څانګو کی د ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو زيات غړی  د مشرتابه  دندی  په غاړه  لری  . مثلأ د نوموړو اتوديموکراتيکو ګوندونو او ډلو د مرکزی کميټو اوسنی رييسان  په جلا جلا توګه  د ملی ولسی کانګرس  د دايمی کميټی  دمرستيالانو يا  د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی  د  مرستيالانو  دندی  په  غاړه  لری . دغه راز د  نوموړو ديموکراتيکو ګوندونو او ډلو  غړی  هم  ډير زيات  شوی  او د هيواد  په مختلفو ولايتونو ، خودمختارو سيمو ،  د مرکزی حکومت تر مستقيمی اداری لاندی په  ښارونو  او نورو لويواو منځنيو ښارونو کی  د ديموکراتيکو ګوندونواو ډلو په اړه  محلی  او اساسی سازمانونه جوړشوی  دي .

 

د چين د ګوميندانګ ګوند  انقلابی کميټه

   د چين د ګوميندانګ ګوند انقلابی کميټه  يو داسی سياسی ګوند دی چه  د ١٩٤٨کال د جنوری  په  لومړی نيټه د چين د ګوميندانګ ګوند د اړوندو ديموکراتيکو شخصيتونو او نورو  وطن پالوونکو ديموکراتيکو شخصيتونو لخوا جوړه  شوې  اود سياسی  اتحاديی خصوصيت  لری  اود هڅی  هدف  يی  د چين د خصوصيت لرونکی سوسياليزم  ودانول او  دهيواد د پوره وحدت او لوی يووالی  د داعيی  ترسره کول دی  .  اوس  دغه ګوند نژدی ٦٥زره تنه غړی لری  او  ميرمن  خه نو لی  د ګوند د مرکزی  کميټی اوسنی   رييسه  ده  .

 

  د چين ديموکراتيکه  اتحاديه 

 دچين ديموکراتيکه  اتحاديه د ١٩٤١کال د مارچ په مياشت کی  جوړه شوی او  په هغه وخت کی يی نوم د چين  د ديموکراسۍ  او سياسی  ډلو اتحاديه وه . په ١٩٤٤کال کی  ورته د چين  د ديموکراتيکې  اتحاديې  په نوی نوم  ورکړ شوی دی .هغه يوه داسی سياسی اتحاديه  او ګوند بلله کيږی  چه  د غړو اکثريت يی  د فرهنګ او پوهنی په اړه منورين  او د سوسياليزم د پلويان او وطن پالوونکی کسان دي  او سوسياليزم  ته  خدمت کوی  .  اوس ددی ګوند د غړو شمير ١٥٦ زرو تنو ته  رسيږی  او د مرکزی کميټی  اوسنی رييس  يی  ښاغلی  دينګ شه سون  دی  .

 

  د چين  د دولتی او ديموکراتيکی  ابادۍ   ټولنه  

 دچين  د ديموکراتيک هيواد د جوړونی  اتحاديه د ١٩٤٥کال د دسمبر په  مياشت کی جوړه شوی او  هغه  ملی صنعتی او تجارتی صنعتګران  چه  له خپل وطن سره  مينه لری ،   او هغه منورين  چه  له دوی سره  اړيکی لری ، د نوموړی ګوند عمده غړی دي چه اوس يی شمير  ٨٥زره  تنو ته  رسيږی  او د دی  ګوند  د مرکزی کميټی اوسنی رييس  چنګ سه وی  نوميږی  .  

 

  د چين د ديموکراتيک پرمختګ ټولنه

 د چين د ديموکراتيک پرمختګ ټولنه  د ١٩٤٥کال د دسمبر په  مياشت کی جوړه

شوی او  غړی  يی  په  عمده توګه  هغه عالی او منځنی  منورين  دي چه  په پوهنی ، فرهنګ ، چاپونی او طباعت  ، علومو او داسی نورو کارونو مشغول  دی  . اوس  هغه ٨١زره  تنه  غړی لری   د مرکزی کميټی  اوسنی  رييس يی شيو جيا  لو  دی .

 

د چين  د بزګرو او کارګرو ديموکراتيک ګوند

  د چين  د بزګرو او کارګرو ديموکراتيک ګوند  د ١٩٣٠ کال د اګيسټ په مياشت کی جوړ شوی او يوه داسی سياسی  اتحاديه ده چه  عمده  غړی  يی د طب  اوصحت ، علم او تخنيک ،کلتور او پوهنی   په ساحو کی هغه  وطن  دوست  عالی او منځنی منورين  دی چه  د سوسياليزم   څخه ملاتړ کوی    . اوس ددی ګوند غړی له اتيا زرو تنو څخه  اوښتی دی  او د مرکزی کميټی  اوسنی رييس يی جيانګ جنګ هوا  دی .

 

د چين د جه ګونګ  ګوند

 د چين  د جه ګونګ  ګوند د ١٩٢٥کال د اکتوبر په مياشت کی  جوړ شوی  او د هيواد  له بهر  نه   راستنيدونکو چينايی  اوسيدونکو او په  خارج کی د چينايی اوسيدونکو د خپلوانو په ګډون  ديموکراتيک ګوند ګڼل کيږی  . غړی  يی تقريبأ شل زره تنه دی  او د مرکزی کميټی د اوسنی رييس نوم يی  لو هاوڅای  دی .

 

 د جو سان  ټولنه

د جو سان  ټولنه  د ١٩٤٦کال  د می په مياشت کی  جوړه شوی او  عمده غړی  يی   د علم او تخنيک ، فرهنګ او پوهنی  او  طب او صحت  په  حلقو کی  عالی او منځنی منورين دي  او  څه د پاسه  اتيا زره تنه  غړی لری .  ددی  سازمان د مرکزی کميټی  اوسنی رييس  هان چی ده  دی .

 

 د تايوان د ديموکراسی او خود مختاريت   اتحاديه

   د تايوان د ديموکراسۍ او  خود مختاريت  اتحاديه  د ١٩٤٧کال د نوامبر په مياشت کی  جوړه  شوه  او د چين په لويه وچه کی  د تايوانی اوسيدونکو  په جمله کی  د سوسيالستی زيارکښانو او د سوسياليزم  په ملاتړ  د وطن دوستو شخصيتونو په ګډون  سياسی اتحاديه ده  .  اوس  يی غړی    له  ١٨ سوو  نه زيات  شوی او  ښاغلی جانګ که حوی  د دی  سياسی موسسی د مرکزی کميټی  اوسنی  رييس  دی .